نوي افغان حکومت خپلې هڅې چټکې کړې چې له يوې ممکنه لارې هېواد ته د سولې دريڅې را خلاصې کړي. په دې برخه کې د ولسمشر غني پرله پسې سفرونه، نړيوالو او ګاونډيو هېوادونو ته خواستونه د دې ښکارندويي کوي، چې له وسله والو سره له يوې لارې نه له يوې د خبرو دروازې پرانيستلو ته جدي اراده لري.

افغان لوري هروخت د خبرو لپاره جدي اراده لرلې، خو هغه لوري، چې په دې برخه کې ورسره مرسته کولای شي، مثبت رول لوبولای شي، د مرستې په ځای يې خنډونه راپيدا کړي دي.

په تازه مهال کې پاکستان هم د سولې راوستو غږ پورته کړی، خو دې غږ ته د نړيوالو د فشارونو او همدا ډول په خپل کور د ننه د ځينو مزاحمتونو له امله د يوه موقت ګام په سترګه کتل کېږي، چې د دوی لېوالتيا يې زياته کړې ده.

له بل لوري په دې وروستيو کې له حالاتو او د طالبانو مېل سولې ته داسې ښکاري، چې ګويا نور د طالبانو په نوم روانه پروژه ختمه او ځای يې يوې بلې او تر دې جدي افراطي ډلې داعيش ته سپارل کېږي، چې همدا اوس هم د طالبانو په ملاتړ او همغږۍ په ځينو سيمو کې خپل فعاليتونه کوي او هڅه کېږي، چې په وسيله يې دا ډله منځنۍ اسيا او نورو ارام هېوادونو ته واستول شي.

د ولسمشر غني له لوري متحده اماراتو ته تر سفر وروسته دا خبره ډېره ګرمه شوه، چې ګويا د قطر په ځای به د طالبانو د خبرو لپاره په عربي اماراتو کې دفتر پرانستل شي. لا معلومه نه ده، چې متحده عربي امارات به د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې څه ډول مرسته وکړي، ايا خپل دې کار ته به ژمن وي او کنه، ځکه چې امارات د طالبانو د تمويل او د هغوی د سياسي فعاليتونو لپاره په تېر او اوس کې ښه مرکز دی او دا هېواد په افغانستان کې د طالب اورپکو له فعاليتونو ډېره ګټه تر لاسه کولای شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم متحده عربي اماراتو ته د ولسمشر اشرف غني سفر او هورې د يوې نوې دريځې پرانيستل هیله بښونکي بولي او وايي، دا هېواد به له طالبانو سره د سولې د خبرو له پيلیدو سره پوره همکاري وکړای شي.

متحده عربي امارات د طالب اورپکو لپاره د باور وړ ځای دی او په دې کې هېڅ شک نشته، چې اوس هم ډېری طالب مشران هورې اوسیږي او له سره د طالبانو تر ټولو ستر مالي ملاتړی هېواد هم پاتې شوی دی، نو ځکه خو د دې هېواد سره ښه اړیکي مثبتې پايلې ورکولای شي، په هغه صورت کې چې مسوولين او درېيم ګړي مثبت رول ولوبوي.

خو ځينې داسې پوښتنې هم شته، چې ايا متحده عربي امارات په ريښتيا سره غواړي، د پخلاينې په دې کړکېچنه پروسه کې رول ولوبوي او که نه دې پروژې ته بل رنګ ور کول غواړي.

په دوبۍ کې ډېره پانګونه افغانانو کړې او ددې پانګونې يو دليل دا کېدای شي، چې په افغانستان کې امن نشته، سوداګر او پانګوال په ډاډه زړه په خپل هېواد کې کار کولو ته زړه نه ښه کوي. په تېر مهال کې چې هروخت وژنې ترور او ناامنۍ زور اخستی، نو افغان پانګوالو خپل هېواد پرې اېښی او پانګه يې له ځان سره لېږدولې چې ډېره برخه يې همدې هېواد ته رسېدلې ده.

په ټوله کې ولسمشر غني، سعودي عربستان، چین او پاکستان ته هم په همدې هدف سفرونه کړي او له طالبانو سره يې د سولې د خبرو موضوع را پورته کړې ده. نوی حکومت غواړي له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل لپاره نړیوال او سیمه ییز چاپیریال رامنځته او همکاري خپله کړي.

له بل لوري، په تازه مهال کې چيني چارواکو ويلي، چې د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ منځګړيتوب ته تيار دي او دوی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستيو اړيکو ملاتړ کوي، هيله يې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې به ژر سوله او پرمختګ رامنځته شي.

چين ته هم له دې امله په مثبت نظر کتل کېږي، چې ګويا په پاکستان فشار راوړلای شي او هغوی د پاکستان له لارې دا کار کولای شي، څو ياد هېواد دې ته اړ کړي، چې د وسله والو اورپکو مخه ونيسي او په ټوله کې په طالب اورپکو پسې چاڼيز عمليات پيل کړي، نور يې ملاتړ ونکړي.

چين هم له يوې جدي وېرې سره مخ دی، هغه وېره داده، چې د وسله والو ډلې د بدخشان له لارې د دوی تر کوره ور رسول کېږي، که يې په همدې لومړيو کې مخه ډپ نکړي، نو دا خونړی اور به يې لمن وسوځوي.

امريکا هم د سولې په خبرو کې د چين د ونډې هرکلی کړی او ترڅنګ يې پاکستان ته هم ويلي، چې نور به دا شر ختموي، خو په ټوله کې اوس اندېښنې دا دي، چې د طالب وسله والو له ختمولو سره نوې جنګي پروژ هم برابره شوې ده. دا د هغو سختدريځو پروژه ده، چې فکر کېږي، په مټ يې د جګړې نوعيت ته بدلون ورکول کېږي او بل لوري ته انتقاليږي. که نړۍ د جګړې ختمول غواړي، نو دا خو د يوې ورځې کار دی او که يوازې د طاالب پروژه په يوبل نوم د څه وخت لپاره غځول غواړي، نو بيا د يوې بلې افغان وژنې او انسان وژنې پروژې ته چمتوالی پکار دی، چې د څه وخت لپاره به دا په افغانانو وتپل شي.

په ټوله کې افغان حکومت ته پکار ده، چې د دې ډول حرکتونو او نويو وسله والو فعاليتونو مخه له وړاندې ونيسي او پرېنږدي، چې نووي حرکتونه پيل کړي او يوځل بيا د لسيزو لپاره په افغانستان کې د پرمختګونو پر وړاندې خنډ او د جګړې د روان ساتلو لامل وګرځي.

سوله بايد په داسې ډول رامنځته شي، چې دايمي تضمين و اوسيږي او نړيوال ژمن شي، چې نور به د جګړې او افغان وژنې کومه بله پروژه په افغانستان کې نه پيلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *