شاوخوا نیمه پیړۍ پخوا په لواړګه کې یوه شپه مشاعره وه. د شاوخوا کلیو ډیر اوسېدونکي یې اورېدو ته راټول شوي وو.د کوهاټ له سیمې یوه راغلي شاعر په خپل نظم کې دا خبره وکړه چې: چا مسافر ته ولې لار وښیم، ځکه په دې کې زما څه ګټه ده؟
مسافر شاعر په سبا سهار پیښور ته د تلو نیت وکړ او د پیښور د بسونو د اډې په لور وخوځېد. له څه مزله وروسته یې له یوه بزګره وپوښتل چې د بسونو اډې ته کومه لار تللې ده؟ هغه په خندا ورته وویل: چا مسافر ته ولې لار وښیم، ځکه په دې کې زما څه ګټه ده؟
شاعر دا خاطره ډیر موده پس په نولس سوه څواتیایمو کلونو کې د پیښور د پښتو اکیډیمي په مجله کې چاپ کړه. د شاعر نوم مې هېر دی او خاطره یې تر دې پورې رایاده شوه چې پرون د کابل په قلعه فتح الله کې یوه ډاکتر ته ناروغه ورغله. ډاکتر معاینه کړه او نسخه یې ورته ولیکله. ناروغې چې جیب ته لاس کړ، د دوه سوه افغانیو په ځای یې سل افغانۍ ورته ونیولې او ویې ویل چې نورې پیسې ورسره نشته. ډاکتر نسخه څیره کړه . بیوزلې ناروغه له کتنځي تش لاس ووته.
دغه ډاکتر به په جسمي لحاظ روغ وي خو په روحي لحاظ یې ناروغ بللای شو.
د اوسنۍ ارواپوهنې یو لوی کشف دا و چې وګړي یې په ښو او بدو نه بلکې په روغو او ناروغو ووېشل. هغوی چې بد یې بولو، په حقیقت کې روحي ناروغان دي. ځان لیدل او بل نه لیدل، خطرناکه روحي ناروغي ده. روحي ناروغان د جسمي هغو برخلاف ډیر ځله په دې نه پوهیږي چې مریضان دي. دوی ته ځانونه تر نورو هوښیار ښکاري او ګومان کوم دا متل د دوی لپاره شوی دی چې هوښیاره مرغۍ په دوو لومو کې نښلي. دوی ته په ځانماري او ځانولي کې ګټه ښکاري خو دې ته یې پام نه وي چې انسان یوازې د اوبو نه بلکې د حیثیت تنده هم لري او حیثیت یوازې د ښه کولو او ګټور اوسېدلو له لارې حاصلېدای شي.
د انسان لویه ارزو دا ده چې خوشحاله ژوند وکړي. لکه څنګه چې څیړنو ثابته کړې ده د خوشحالي د حصول یوه بهترینه لاره نیکي کول دي.
تاسې به دې حقیقت ته خامخا پام شوي وي چې له کومې موضوع سره مینه لرئ د هغې په باره کې مو ذهن ښه کار ورکوي. که زه له سیاست سره مینه ولرم د سیاست په باره کې به مې نویو خبرو ته پام شي او که له ادبیاتو سره دلچسپي ولرم، په ادبیاتو کې به نوښت راته اسانه وي. استعداد او مینه د یوې سکې دوه مخونه دي. هغه څوک چې له ځانه نه شي راوتلای، د جهان پیژندل ورته سخته شي.
د واقعي هوښیاري، حیثیت او خوشحالي اصلي راز دا دی چې له ځانه راووځو او د خدای له مخلوق سره مینه وکړو. زما خیر په دې کې دی چې ستا خیر هم وغواړم.
د غصنفر صاحب په هر لیکنه کی یو ډیر لوی درس نغښتۍ وی. خدای د اوږد عمر درکړی.