خبرپاڼه:

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان د افغانستان د ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې AIJA اود ژورنالیستانو له حقونو څخه دد فاع ټولنې  CPAJ  ریسانوسره د وزیرانو شورا په مرمرینه ماڼۍ کې دمرغومي په ۳۰ مه  د لیدلو پرمهال  ډاډ ورکړ چې د ملي وحدت حکومت د بیان د آزادۍ او د ژورنالیستانو حقونو دفاع ته ژمن دی .

د افغانستان د ژورنالیستانو خپلواکې ټولنې AIJA ټولنې مشر رحیم الله سمندر د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان ته د ژورنالیستانو انديښنې اوهغه ننګونې چې په دې وروستيیو کې ژورنالیستانوته پیداشوې وړاندې اوپه ګوته کړي.

سمندر وویل چې، په دې وروستیو کې د ژورنالیستانوتهدیدونه ، وژنې او بندي کیدل زیات شوي .
د ده په خبره ژوندۍ بېلګې يې دوه ورځې وړاندې  د ننګرهار ولایت د بټې ګوټ په ولسوالۍ کې  دسپین غر راډیو خبریال عاقل وقار د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا وژنه ده.

دغه راز نوموړي د آزاد  خبریال حبیب الرحمن ابراهیمي دوسیه چې دوه کاله وړاندې د بهرنیو ځواکونو لخوا يې په ناقانونه توګه دکابل ښارله کمپنۍ سیمې د یوې چاپې په ترڅ کې ونیول شو او د باګرام په تور زندان کې دنهو
ورځو لپاره په ناقانونه توګه وساتل شو.

سمندر وویل : بهرنیو ځواکونو دیاد خبریال له کوره کمپيوټر ،کمره او نور ژورنالیستيکي وسایل له ځان سره وړي، وهلی اوشکنجه کړي يي دی  چې پخواني ولسمشر حامدکرزي يې د د وسيې دڅیړلو امر ورکړي وو چې دوسیه يې  دامهال
دامنیت په شورا کې ساتل شوې .

سمندر ددې ترڅنګ معلوماتو ته دلاس رسي د قانون په اړه هم خپله اندیښنه د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته په ډاګه کړه او وي ویل : که څه هم د ملي وحدت حکومت  په لومړي کې معلوماتو ته دلاس رسي په خاطر قانون تصویب کړ خو
دغه قانون هم یوڅه نیمګړتیاوې لري چې ده يې دتعديل غوښتنه وکړه .

دده په وینا معلوماتو دلاس رسي قانون کوم چی د ملي وحدت په خپلو لومړیو ورځي کې پاس کړی وو چې ، ځينې موارد په کې داسې هم دی چې  معلوماتوته دلاس رسۍ په برخه کې دژورنالیستانو لا س لنډوي .

نومړي داجرائیه ریاست له لومړي مرستیال څخه غوښتنه وکړه ترڅو د ژورنالیستانو په ستونزو اودمعلوماتو د لاس رسي دقانون د تعديل په اړه دوی سره مرسته وکړي ترڅو څه اصلاحات په کې راشي.

د ژورنالیستانو دحقونو څخه د دفاع ټولنې یا  CPAJ مشر عبدالمعید هاشمي هم داجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان د د ژورنالیستانو د خپلواکې اتحادیې دمرستیال شیراحمد حیدر ستونزه وړاندې کړه .

هاشمي وویل څه موده وړاندې دغزني ولایت سیمه ایزو پولیسو د شیراحمد حیدر کور دغزني ولایت دقره باغ په ولسوالۍ کې نیولی اوخپله پوسته يې په کې جوړه کړې .

دهاشمي په وینا که چیرې دغه شان تهدیدونه دژورنالیستانو په وړاندې  ادامه پیداکړي نو کیدای شي چې ژورنالیستان له نوروستونزه سره هم لاس اوګریوان شي .

داجرائیه ریاست لومړي مرستیال ښاغلي انجینیر محمدخان د ژورنالیستانو داتحاديو له مشرانو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه چې دژورنالیستانو ستونزو ته به په جدي توګه پاملرنه کوي او دا به په خپله راتلونکي اجنډا کې شامله کړي .

د یادولو وړده چې په دغه لیدنه کې د آزادو ژورنالیستانو ټولنې مشر رحیم الله سمندر ، دژورنالیستانو څخه د دفاع دکمیټې مشر عبدالمعید هاشمي ، د آزادو ژورنالیستانو دټولنې دمشرتابه شورا غړي حبیب الرحمن ابراهیمي، دژورنالیستانو دټولنې مرستیالانو شیراحمد حیدر اوحجت الله مجددي  هم شامل وو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *