استاد المهندس نورالله خان احمدزی –

ځینې خلک نیوکه کوي چې اسلام ولې د اوبو پر ځای د اودس لپاره خاوره مقرر کړې او دا خو د اوبو ځای ناستې  نشي کېدی، خو هغوی دا نیوکه بېځایه ده او دا د فطرت او عقل سلیم څخه لرې نیوکه ده. خاوره په اصل کې د اوبو ځای ناستې او د انسان طبیعت له خاورې سره جوړ او بل دا اوبه هم د مځکې ثمره او ماخذ ده، نو د یو شي څخه انکار او  دبل شي منل دا خپله ناقص ګمان او بېځایه دلیل دی. لاندې یو څو ټکو ته مو پام را اړوم…..

 په خاوره او اوبو سره د طهارت مشروع والي د فطرت مستقیمه او د عقل سلیمه موافق ده.

 (۱) الله تعالی د اوبو او خاروې په منځ کې قدرتاً او شرعاً اخوت اچولی لهذا دغه دواړه یې د طهارت لپاره جمع کړي دي ــ وجه یې دا ده چې الله تعالی حضرت آدم او د هغه اولاد له خاورې او اوبو څخه پیداکړي ــ  زموږ مور او پلار او د هغوی اولاد لپاره خاوره او اوبه والدین دي.

 (۲) الله تعالی د هر ژوندي او مړ شي ژوند له اوبو او خاورې سره تړلی ځکه چې د اوبو او خاروې وجود عام ده او هر ځای کې موندل کیږي هم.

 (۳) مخ په خاورې سره لړل الله تعالی ته خوښ راځي لکه چې د دغو دواړو شیانو تړون پخپل منځ کې په قدرتي توګه سره محکم او قوي ده لهذا شرعاً هم د دغو دواړو عقد او تړون پخپل منځکې ښه او مناسب وړ ده.

One thought on “په خاوره او اوبو د طهارت مشروع والي راز”
  1. محترم احمد زی صاحب!
    کوم دلایل چی تاسو لیکلی دی هغه صحیح دی. مګر ساینسی دلیل به درته ولیکم: په هوا کی یو ډول وایروس دی چی د انسان پوست ته زیانمن دی دا وایروس د پوستکی هغه برخه چی لوڅ دی حمله کوی(لکه مخ، لاسونه او پښی) او د دی وایروس یوازنی علاج اوبه دی، او که اوبه نوی نو دا وایروس د خاورو په واسطه هم د منځه ځی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *