تاند- د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن کابل ته له رارسېدو وروسته د افغانستان د اجرايي چارو له رييس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وویل چې ایران هیڅکله د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې او په راتلونکې کې هم خپل دې اصولي سیاست ته دوام ورکوي.

ښاغلي ظریف د افغانستان ثبات او پرمختګ د ایران ثبات او پرمختګ وباله، ویې ویل چې افغانستان د ایران لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.

ده وویل، په دې خوښ دی چې په داسي ورځ کابل ته راغلی چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت خپله کابینه ولسي جرګې ته معرفي کوي.

د ایران د باندنیو چارو وزیر زیاته کړه، نن هغه ورځ ده چې د افغانستان ټول خلک ځانونه په دولت کې شریک بولي او د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره روښانه راتلونکې موجوده ده.

ده د ایران او افغانستان ګډې ستونزې، چې افراطیت او ترهګري ده، د ټولې سیمې او نړۍ ستونزې وبللې.

د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره له خبرو وروسته وویل، ایران د افغانستان د دولت او ملت مطمین دوست او د افغانستان د په چارو کې اصلي لوبغاړی پاتې شوی او دی هیله لري چې د دوو هیوادونو ترمنځ دوستي او همکاري لا زیاته شي.

ده له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د داعش په شان د نویو ستونزو له رامنځته کېدو وروسته د دوو هیوادونو ترمنځ د جدي اړیکو غوښتنه وکړه.

ښاغلي عبدالله د افغانستان او ایران ترمنځ د پراخو او ستراتیژیکو همکاریو د موافقې د لاسلیک د ځنډ په اړه وویل، امنیتي حالات او له بهرنیو ځواکونو څخه د ځواک لېږد پړا، انتخابات، د بهرنیو ځواکونو وتل او د نوي حکومت جوړېدل سبب شول چې دا موافقه لاسلیک نه شي خو دا ډېره مهمه نه ده، د دې موافقې لاسلیک به د دوو هیوادونو ترمنځ ورورګلویزې اړیکې لا ټینګې کړي.

په وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تهران ته لاړ او د دوو هیوادونو ترمنځ د نورو مسایلو ترڅنګ یې د ستراتیژیکو همکاریو د موافقې د لاسلیک په اړه هم له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې.

One thought on “د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، هیواد یې هیڅکله په افغانستان کې مداخله نه ده کړې”
  1. خدای مو له پنجابیانو سره یوځای داسې هلاک کړه لکه چې تاسو افغانان قتل کړل. خدای مو په یهودو او سره کاپېرو هلاک کړه، پخپلو کې د سپیو په څېر سره وخورئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *