مطبوعاتې خبرپاڼه
سه شنبه د ۱۳۹۳ کال د مرغومي ۳۰ نیټه– کابل، افغانستان
یاد سب سټیشن چې د ۲۰ میګاواټه برښنا په ظرفیت جوړ شوی چې په فعالیدو سره یې د ننګرهار ۲۰ زره نوي کورنۍ له برښنا څخه برخمنې شوي.
په هغه غونډه کې چې د افغانستان برښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس ښاغلي عبدالرازق صمدی، د ننګرهار د سرپرست والي ښاغلي مولوي عطاالله لودین، د برښنا شرکت د عملیاتي چارو رئیس انجنیز احمدشکیب نثار، د ننګرهار برښنا ریاست د مسولینو او ګڼو قومي مشرانو په ګډون جوړه شوې وه د ننګرهار برښنا ریاست نوی اداري ودانۍ او په سره رود ولسوالۍ کې د همیشه بهار په نوم یو سب سټیشن پرانیسته.
دافغانستان برشنا شرکت عمومي رئيس ښاغلی عبدالرازق صمدي وایې :(( ننګرهار ته د نغلو برښنا څخه د۲۰ميګاواټه برښنا جذب لپاره ددې سب ستیشن په ترانسفارمر او فعالولو ۴ نیم ميلیون ډالره لګښت راغلی، چې ۳ میليونه یې د یو اس اې ای ډي او يونيم ميلیون يې د افغانستان برشنا شرکت له بودجې څخه ورکړل شوی دي)).
ښاغلي صمدي له خلکو وغوښتل، چې د لګول شوې برښنا پاتې پیسې په خپل وخت تحويل کړي، تر څو د افغانستان برښنا شرکت مسوولین وکولای شي نور هم ګرانو هیوادوالو ته د خدمت جوګه شي او د برښنايي سهولتونو او خدمتونو ساحه نوره هم پراخه کړي .
د یاد سب سټیشن ټولې تخنیکې، فني، نصب او مونتاژ چارې د افغانستان برښنا شرکت د عملیاتي چارو ریاست او ننګرهار برښنا ریاست د اړوندو د پیاوړو او فني انجنیرانو پرمټ د ۸ میاشتو په لړ کې تر سره شوی دي.
په ورته مهال د یادو مراسمو په بله برخه کې د ننګرهار برښنا ریاست لپاره نوې جوړه شوې درې پوړیزه اداري ودانۍ د افغانستان برښنا شرکت د عمومي اجرائیوې رئیس، د ننګرهار د سرپرست والي او نورو اړوندو ګډونوالو له لورې د پټۍ په پري کولو سره پرانیستل شوه.
د غونډې په پای کې د ننګرهار والي او یو شمیر مدنې ټولنو له لورې د برښنا شرکت د کارکوونکو هر اړخیزې هڅې او کارونه وستایل، چې د سهولتونو برابرولو لپاره یې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي او د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرئیوې رئیس عبدالرازق صمدي، عملیاتي رئیس انجنیر احمد شکیب نثار او د برښنا شرکت هغو انجنیرانو ته چې د یاد سب سټیشن په جوړولو او نورو اړوندو برخو کې یې ښه او غوره خدمتونه ترسره کړی وه ستاینلیکونه ورکړل.
دا په داسې حال کې دی چې وړاندې تر دي ننګرهار ولایت په ټوله کې د ۲۵ میګاواټه په شاوخوا کې برښنا لرله چې د یاد سب سټیشن په فعالیدو سره په دغه ولایت کې د برښنا ظرفیت ۴۵ میګاواټه ته لوړ او ډیرو برخو کې به ورسره د برښنا د پارچاوۍ ستونزه حل شي.
د افغانستان برښنا شرکت
د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګه