استاد محمدمعصوم هوتک

( لومړۍ برخه)

دیوان مرزاخان انصاري

( مرتبه همیش خلیل)

دمخه تر دې چي پر دغه چاپي دېوان وږغېږم، د یوڅو توضیحي ټکو بیانول لازم بولم. د میرزاخان انصاري (۱۰۴۰ هـ ق شهید) دیوان لومړی چاپ وار د واره په ۱۳۳۴ هق = ۱۹۱۶ ع کال د ( دیوان میرزاهدافغانی محشی) په نامه له کندهاره خپورسوی دئ. خپروونکي ئې د کتابو سوداگر ملاجان محمد او ملا بسم الله نومېږي. د چاپ چاري ئې د لاهور په اسلامیه مطبع کي سرته رسېدلي دي. زموږ محققینو پخپلو څېړنو کي دغه چاپ “د کندهارچاپ”،” د قندهاري تاجرانو” چاپ په نامه سره یاد کړی دئ. ارواښاد دوست شینواری لیکي چي د دیوان ” … دغه نسخه ځای په ځای حاشیې لري چه د ځینوناڅرگندو او ناآشنا لغتونو په سپړلو کښی مرسته کوی.” (وگ : دمیرزاخان انصاري دیوان ــ سریزه، سمون اولمنې څېړنمل دوست، د سریزي څلورم مخ، پښتو ټولنه، کابل ــ ۱۳۵۴ ش ) .

ښاغلي حبیب الله رفیع د معرفة الافغاني ( د۱۳۵۶ ش چاپ) د سریزي په ( ۳۶مخ)کي لیکلي دي چي ” … ملاجان محمد او ملابسم الله عادت درلود چی په هغو پښتو کتابونو باندی به یی چی خپرول په دری حاشیی اودلغتو دری ترجمی کښلی … ” دغي جملې ته ئې په لمنلیک کي کښلي دي :

” وگوری، دنوموړو تاجرانوله خواچاپ شوی دمیرزاخان انصاری اوحمیدبابادیوانونه چی حاشیی اودلغتونوحل یی ورسره چاپ کړی دی .”

ملابسم الله اوملاجان محمد په کندهارکي دکتابوتجارت کاوه او دوکان ئې په ارگ بازارکي وو. دپیرمحمدکاکړمعرفة الافغاني کتاب هم وا دواره ددوی له خواچاپ سوی دئ. دوی دملایانوپه نامه یادېدل خوداچي کتابونه دې تحشیه کړي وي، ما(هوتک)له مشرانوپوهانو څخه څه نه دي اورېدلي. دیادوني وړخبره داده چي مادپیرمحمدکاکړ د معرفة الافغاني دنوي چاپ په سریزه کي دمیرزاخان انصاري دکندهار چاپ دېوان تحشیه دمولاناابوالوفاافغاني (۱۳۱۰ ــ ۱۳۹۵ هـ ق) په لاس گڼلې ده او دحدس استنادمي په ذهن کي پر هغه لیک ولاړ وو چي حضرت مولانا دپښتو ټولني دهغه وخت مشر ارواښادپوهاندصدیق الله رشتین (۱۲۹۸ ــ ۱۳۷۷ ش) ته له دکنه کابل ته رالېږلی وو. مولانا مرحوم په دغه لیک کي لیکلي دي :” … دوه دیرش یا دری دیرش کاله دمخه … ما دشیدا دیوان په خپل لاس نقل که. دمیرزاخان د دیوان می دبل دیوان سره مقابله وکړه …..” (وگ : ادبي لیکونه ، ټولوونکی پوهاند صدیق الله رښتین ــ ۳۶ مخ ــ ۱۳۶۱ هـ ش ددانش چاپ)دالیک ئې په ۱۳۳۱ ش کال لیکلی دئ. ددغه حدس تروخته ماته دمیرزاخان انصاري اوحمیدبابا ددیوانونو ددغو چاپونو دکتلوموقع نه وه برابره سوې .

د۲۰۱۴ع کال دډسمبر۲۷مه گران خلیل جان سروري له کندهاره راته په تیلفون کي وویل چي” علامه رشادمرحوم دمیرزاخان انصاري دېوان دهغه چاپ پرڅنډوباندي چي دملا جان محمد او ملابسم الله په زیار چاپ سوی دئ، کښلي دي چي ددغه دېوان دتحشیې کارملا عبدالغفارهوتک کړی دئ”. ما خلیل جان ته دملاعبدالغفارهوتک ددغه کارپه باب خپله ناخبري وښودله اوهیله مي ځني وکړه چي دمیرزاخان دېوان ددغه چاپ اودحمیدمومنددېوان دهغه چاپ چي ملاجان محمداوملابسم الله په ۱۳۳۱هـ ق کي خپورکړی دئ، دڅومخو کاپي راته ایمیل کړي. خیردي یوسي، داکارئې وکړ اوزمادهغه حدس په سمولوکي ئې مرسته وکړه چي دمعرفة الافغاني په نوي چاپ کي مي کړی وو. ددغو کاپیوله مخي راته څرگنده سوه چي دمیرزاخان انصاري ددېوان دځینومخونو(مثلاً ۵۷مخ)له ځینوحاشیوسره د” ملامحمد عبدالغفارصاحب” نوم هم په درناوۍ سره راوړل سوی دئ او ( ددیوان عبدالحمید) پراول مخ خوئې واضح لیکلي دي” معه حاشیه پارسی تصنیف حاجی ملاعبدالغفارقندهاری دام برکاته”. دعلامه رشاد کتابتون دنسخې پروقایه باندي علامه مرحوم پخپل خط لیکلي دي : ” دمیرزاخان روښاني ( ۱۰۴۰هـ ق مړ) دېوان ــ دمولوي عبدالغفارهوتک کندهاري له حاشیې سره ــ لاهورچاپ ۱۳۳۴ هـ ق”.

دملاعبدالغفارهوتک په باب بیاعلامه رشادمرحوم دپښتانه مصنفین نومی ناچاپ اثردلومړي ټوک په ۲۶۱ مخ کي داسي کښلي دي :

” ملا عبدالغفارهوتک دامیراخوندزاده زوی دملاشاه مرادلمسی و . شاه مراداخوندزاده دمشهورقاضي غلام هوتک مشر ورور وو. حاجي ملا دوست محمد مشهورعارف چي دصوفي صاحب له تربیت یافته گانو څخه وو، دملاعبدالغفاراکاکېدئ.”

تردغویادونو وروسته بایدووایم چي دمیرزان خان انصاري ددېوان ددغه چاپ دتحشیې په باب چي مادمعرفة الافغاني په سریزه کي دا کاردحضرت مولاناابوالوفاء صاحب بللی دئ، سهي حدس نه دئ اوله لوستونکوڅخه هیله لرم چي دغه تحشیه دملاعبدالغفارهوتک وبولي.

 1

د دیوان میرزاهد افغاني په نامه

دمیرزاخان انصاري دېوان

( د۱۳۳۴هـ ق چاپ)

1د میرزاخان انصاري دیوان

(د۱۳۳۴هـ ق چاپ)

دښاغلي همېش خلیل په لاس ترتیب سوی (دیوان میرزاخان انصاري) په ۱۹۵۹ع کال ددارالتصنیف پېښورښهر له خوا ددغه ښارپه پبلیک آرټ پریس مطبعه کي په کوچنۍ قطع چاپ سوی دئ. دکتابت کارئې عبدالقاسم نومي سرته رسولی دئ. ددیوان په سرکي د(کتابیات) تر سرلیک لاندي دوه مخه فهرست راغلی دئ چي پکښې هغه شل ټوکه کتابونه ښوول سوي دي چي ددې دیوان دسریزي اومتن په برابرولوکي استفاده ځني سوې ده. ورپسې دهمیش خلیل په قلم د(دادیوان) په عنوان دوه مخه لیکنه راځي چي هغه قلمي نسخه پکښې ښوول سوې ده چي دادیوان ځني تهیه سوی دئ. دی لیکي چي دانسخه ئې “دمولانا سیدالحاج فضل صمداني صاحب مهتمم مدرسه رفیع الاسلام بالاماڼۍ پيښور ښهردکتبخانې” څخه په لاس ورغلې وه اومولانا صاحب دانسخه له ” قندهاره راوړې وه”. نسخه نیمگړې ده اود استنساخ کارئې د۱۱۴۶ هـ ق کال دشوال پر نونسمه دشنبې په ورځ پای ته رسېدلی دئ(وگ : دیباچه ــ ت مخ). دنسخې لیکدود اونوري ځانگړتیاوي ئې نه دي بیان کړي.

تردغي یادوني وروسته دیباچه شروع کېږي چي شپږدېرش مخه ئې نیولي دي. دیباچه هم دهمیش خلیل صاحب په قلم ده. تردیباچې وروسته په څلورومخوکي غلطنامه راځي اوبیانو ددیوان متن شروع کیږي ( ۲۳۲ مخه). ترمتن وروسته ” فرهنگ” یا لغتنامه راغلې ده چي د الفبې پرترتیب اوډل سوې ده (۲۴ مخه).

په دیباچه کي ئې دبایزیدروښان دخوځښت، ترروښان پخوا دوحدت الوجود او وحدت الشهود فلسفې دخپرېدو، دروښان پیر دتصانیفو، دمیرزاخان دنامه اونسب په باب دمېجر راورټي دناسمواحکامو اونورو اړوندوموضوعگانوپه باب اوږدې خبري کړي دي چي پرهغوباندي تبصره زماددې لیکني موضوع نه ده. داحاضردیوان له یوې قلمي نسخې څخه تهیه سوی دئ او ددوست محمدکامل مومند له یاداښتوڅخه ئې پنځه غزلي اودگلشن روه څخه پنځه غزلي پرزیاتي کړي دي (وگ : ددیباچې (ب) مخ)

د کتاب په پېژندنه کي ئې دکاتب نوم ” عبدالقاسم” لیکلی دئ خودلغتنامې په پای کي ئې کښلي دي” کتبه محمدگل رحیم اسماری”. زه نه پوهېږم چي محمدگل رحیم اسماري یوازي لغتنامه خطاطي کړې ده اوکه دټول متن په کښلوکي دوهم کاتب دئ؟ دمتن اولغتنامې لیک ډېرتوپیرنه سره لري.

د متن مرتب د ۱۷۷ مخ پرڅنډه باندي کښلي دي چي” زمونږسره دیوې بلې قلمی زړې نسخې په حاشیه داغزل نیمگړی دی ولې …..” له دې عبارت څخه داسي ښکاري چي متن ئې له دووقلمي نسخوڅخه برابرکړی دئ. خوداقلمي نسخه ئې هم معرفي کړې نه ده. دنسخونه معرفي کول دمتنپوهني له اصولوڅخه سرغړونه ده اودمتن برابرولو د کارپه نیمگړتیاووکي راځي.

د متن لیکدود دپېښور دحوزې دهغه وخت مروج رسم الخط دئ. دکلماتوحرکتونه ئې زیاتره په زور، زېر اوپېښ سره ښوولي دي. (ڼ) ئې په همدې شکل لیکلی دئ. د(گ) او(ږ) توپیرئې کړی دئ خو فقط یوځای ئې (خولې لگول) د (خولې لږول) په بڼه کښلي دي :”عجب خولې رالږوي لکه مارونَ” ( ۱۶۹مخ).

ما د گلشن روه له یوه مخ (۱۳مخ)سره ددې حاضرمتن څوغزلي په اټکلي انتخاب په دې نیامت مقابله کړې چي دمرتب د کار دقت پکښې وڅېړم. د مقابلې نتیجه داسي راووته :

حاضرچاپ                                                گلشن روه

بدګمان دنابیناؤ دَرنځورۍ دَی ( ۱۹۳مخ)           بدګمان دنابیناؤ رنځوري ده (۱۳مخ)

چه دحقیقت دمینې پرصنم مری (۱۹۲مخ)          …… په صنم مري (۱۲مخ)

…پرکمال شوه اوس ماتم مری (۱۹۳مخ)           ….په کمال شوه اوس ئې غم مري (۱۳مخ)

پرهغو….به څرنگ قراری وی (۱۹۴مخ)           پرهغو …. به چرِ قراري وي (۱۳مخ)

….دمینې پرمهاردی ( ۱۹۴مخ)                       …..دمیني په مهار دي ( ۱۳مخ)

….له تسبیحه له زناردی (۱۹۴مخ)                   ….له تسبیحَ هم له زناردی (۱۳مخ)

واړه چارې خپله مینه شوه … (۱۹۴مخ)            واړه چارِ په خپل مینه شوه … (۱۳مخ)

چه کاته ئې دَ ویشته وته ….. (۱۹۴مخ)              چه کاته ئې و ویشتو وته …. (۱۳مخ)

….ئې ونه دچندڼ که (۱۹۴مخ)                       … ونه دچندڼ کړه (۱۳مخ)

اوګیسوئې ترې پرېوتي …. (۱۹۴مخ)                  دا ګیسوئې ترې ….. (۱۳مخ)

چي دِ هسی رنگ ….. (۱۹۴مخ)                       چه و هسي رنګ …. (۱۳مخ)

د محبوب کاته لمبه ….. (۱۹۴مخ)                    د محبوب کاته لنبې ….. (۱۳مخ)

عاشقان …. پر ځار و ځاردی (۱۹۴مخ)            عاشقان … ترِ زار و زار دي (۱۳مخ)

که مي نورمخونه پسي مقابله کړي وای، ښایي نورتوپیرونه مي هم موندلی وای. ددغوتوپیرونو یادونه په متن کي نه ده سوې . دقیق کره کتونکي دغه راز مواردوته گوته نیسي اوکږي یې.

———————————-

د لیکوال ځیني نورې لیکنې:

تاریخ مرصع

دېوان د سکندر خان خټک

د منلي صاحب په تایید….

د حافظ الپوري دېوان

د علیخان دېوان بېلابېل چاپونه

میوندۍ ملالې ته منسوبه لنډۍ

د توشیح ادبي صنعت په ختیځ او لوېدیځ کې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *