د فرانسې په ډيموکراټ جمهوريت کې د ( چارلي ابدو) په نوم يوې طنزيه اونيزې د اسلام ستر پيغمبر(ص) کارتونونه خپاره کړل، خو په ځواب کې يې درو تنو مسلمانو ځوانانو د دې کړنې په بدل کې د دې مجلې تقريباً لس تنه کارکونکي ووژل.
د دې لس تنو په وير او د بيان ازادۍ ته د درناوي په موخه په فرانسه کې د نړۍ تر ټولو ستر لاريون وشو؛ د خبري سرچينو په حواله يوازې په پاريس کې د نړۍ له مهمو غربي مشرانو سره يو ځاى تقريباً يو نيم ميليون کسانو په دې لاريون کې ګډون وکړ؛ له دې سره خوا کې د فرانسې دولت د هغو دريو کسانو پر ضد چې د يادې مجلې په دفتر يې بريد کړى و، بيړني، څلوريشت ساعته، کور په کور عمليات پيل کړل او تقريباً اته څلوېښت ساعته وروسته يې دوه تنه د عملياتو په ترڅ کې ووژل.
د چارلي ابدو اونيزې په دفتر شوى بريد که له يوې خوا وغندل شو له بلې خوا داسې خلک هم ول چې دا درې کسان يې په حقه بلل او استدلال يې کولو چې دوى مشروع دفاع کړې ده، ځکه اونيزې د اسلام د ستر لارښود( ص) سپکاوى کړى و، په دفاع کې دا پېښه رامنځته شوه.
د هغو کسانو له ډلې چې د اونيزې په دفتر بريد يې روا کار بللو يو هم فرانسه مېشته مسلمان و چې د بيان د ازادۍ له حق څخه په استفادې يې په خپله فيسبوک پاڼه د دې بريد ملاتړ وکړ او ياد شوى بريد يې دفاع وبللو، خو په هماغه شېبه د پوښتنو ګروېګنو په موخه د فرانسوي پوليسو له خوا ونيول شو.
د ( چارلي ابدو) اونيزې د بيان له ازادۍ په استفادې يو ځل بيا خپل پخوانى شوم عمل تکرار کړ او هماغه پخوانۍ اونيزه يې په دويم وار بيا په ډېر لوړ تراژ چاپ او خپره کړه، خو د فرانسې دولت او هغو نړيوالو چې د ( چارلي ابدو) په دفتر بريد يې د يو جرم په توګه غندلى و هېڅ کوم غبرګون ښکاره نه کړ، او نه يې خپلو پوليسو ته سپارښتنه و کړه چې د دې کړنې مخه دې ونيول شي.
پوښتنه په دې ځاى کې ده چې د فرانسې په شان يوه هېواد کې چې ځان د بيان د ازادۍ، د نړيوال عدالت د تامين او ډيموکراتيکو اصولو سر لارى بولي ولې دوه مخى سياست کوي؟
که مسلمانو ځوانانو جرم کړى، نو د ( چارلي ابدو) اونيزې هم جرم کړى، ځکه پوهاند ډاکټر حفيظ الله دانش په خپل اثر ( د جزا عمومي حقوقو) کې وايي:” علماء په دې عقيده دي چې د انسانانو لپاره د پنځه ډوله ارزښتونو موجوديت او هغوى حفاظت او حمايت ډېر ضروري دى، دغه پنځه ارزښتونه عبارت دي: لومړى- د دين او عقيدې ارزښت او مصلحت، دويم- د نفس او ځان ارزښت او مصلحت، دريم- د عقل ارزښت او مصلحت، څلورم- د عفت او عزت ارزښت او مصلحت، پنځم- د اموالو ارزښت او مصلحت.
بناً د دې هر مصلحت او ارزښت په مقابل کې تېرى او تجاوز د علماء په نظر جرم بلل کېږي… ټول هغه اعمال او حرکات چې د انسانانو دين او عقيدې ته ضرر رسوي، د دين او عقېدې پر ضد جرايم بلل کېږي، لکه: د ديني مقدساتو توهين، د نبوت دعوه، د قران عظيم الشان د تحريفولو هلې ځلې، د جعلي احاديثو جوړل او يا داسې نور اعمال او حرکات چې د دين او عقيدې پر ضد وي.”(*)
همدې اصل ته په کتو ايا د ( چارلي ابدو) اونيز جرم نه دى کړئ؟
که جرم يې کړى وي بيا چا ورته سزا ولې ور نه کړه؟
دا يو منلى شوى اصل دى چې هر انسان د مشروع دفاع حق لري، کله چې يو څوک د چا په حريم تېرى کوي او دولت يې پوښتنه نه کوي، ايا هغه کس دا حق نه لري چې له خپل حريم څخه دفاع وکړي؟
که چېرې دې درې کسانو دفاع کړي وي خو دفاع يې نسبت جرم ته درنه وي، دولت دې ورته سزا ورکړي؛ خو هغه کس چې دفاع يې روا بللې او د بيان د ازادۍ له حق څخه په استفادې يې خپل افکار څرګند کړي وي ولې مجرم بلل کېږي، په داسې حال کې چې ميليونونو کسانو د ( چارلي ابدو) په ملاتړ لاريون وکړ او خپل خواخوږي ښکاره کړه خو هغه مجرمان څه چې اتلان وبلل شول او له بلې خوا د ( چارلي ابدو) اونيزې په دويم ځلي چاپ چې تقريباً د يو نيم مليارد مسلمانونو عقيدې ته يې په دويم ځل بيا سپکاوى وکړ څوک ورته ترخه خبره هم نه کوي.
د حيرانۍ ځاى دلته دى چې په شعار کې تل د انسانانو تر منځ د مساوات او برابري شعارونه ورکول کېږي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه نړيواله بلل کېږي خو په عمل کې بيا دا اصول په دوربين کې هم نه ښکاري.
دا شعارونه تر هغې د حقيقت تر پولې نه رسيږي ترڅو پورې چې اغېز يې د ټولو لپاره مساوي شوى نه وي.
ترهګري کومه معجزه او د محرومو قومونو ميراث نه دى، بلکې د ټولنې محصول دى او حل يې په همدې ټولنه کې امکان لري، خو د جګړې له لارې نه، د شعار او عمل ترمنځ د يووالي له لارې.
که چېرې نړيوال عدالت تامين شي، هر انسان، انسان وبلل شي، هر کس پرته له دې چې دا څوک دى انسان او انساني ارزښتونو ته د بې احترامۍ په وجه مجازات شي، او د بيان ازادي د ټولو لپاره يو ډول تعريف شي، په هماغه ورځ به نړۍ د امن ځاله شي، پرته له دې د ترهګړۍ سره مبارزه د بادونو ګز ( کچ) کول دي. سپین روان نورزی
* – ډاکټر پوهاند دانش، حفيظ الله، د عمومي جزا حقوق، دويم ټوک، مستقبل خپرندويه ټولنه، دويم چاپ، ١٣٨٨، کابل، ١٩ مخ