په پاکستان کی افغان محصلین وایی چی مونږ په پاکستان له یو خوا د حالتو نه تر پوزی راغلی یو، او بل خوا له اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان یو، هغوی زیاتوی که یی غمه ونه خوړل شی نو ډیرۍ داسی زده کوونکی شته چی زده کړی یی په نیمایی کی پاتی شی اوبی سرنویشته بیرته خپلو کورونو ته ولاړشی.

هغه افغان محصلین چی ددولت له خوا په بورسونو تللی دی وایی چی نږدی شپږ میاشتی کیږی چی دوی ته بدعشا (سکالرشیپ) نه دی ورکړل شوای.

په ډیره اسماعیل خان کی د ګومل پوهنتون دافغان محصلینو نماينده عبدالله زرمتی  وای چی داسی محصلین هم شته چی د اتو میاشتو راهیسی یی بدعشا نه ده ورکړل شوی او په خپلو مصارفو سره وخت تیروي.

همدا راز په کراچۍ کی د بقایی پوهنتون زده کوونکې په کراچۍ کی د افغانستان قونسلګرۍ د قونسل څخه شکایت لري او وایی چی( قونسل د افغان محصلینو سره هیڅ ښه چلند نه کوي، او د ورته مشکلاتو ترڅنګ زیاتوي چی په لیلیه کی افغان محصلینو ته بی کیفیته خوراک ورکول کیږی چی هیڅ د خوړلونه وې.

او بل خوا د اسرا پوهنتون دانجینرۍ پوهنځۍ یو تن محصل وویل چی: (ځینی داسی محصلین شته چی د پوهنتون د اخري کال زده کوونکی دی خو دزده کړی په اږدو کی یوکال ناکام شوی دی نو له همدی امله دنورو محصلینو په پرتله دوی باید یوکال نورهم پاتی شی تر څو اخری کال بشپړ کړی، خودوی ته ویل شوی دی چی باید د اخري کال مصارف په خپله غاړه واخلی او دولت ورته کومه بودیجه نلری او پوهنتون والا تری د اخری کال پوره فیس (داخله)غواړی، خو دوی یی مخه نه وینی او اړ دی چی موخی ته په نږدی کیدو سره سم بی سرنویشته پاتي او بیرته خپلو  کورونو ته ستانه شي).

په اسلام اباد کي هم افغان محصلین د ورته مشکلاتو څخه سر ټکوي او وایی چی څو ځله یی خپل مشکلات له سفارت سره شریک کړی اود سفارت له خوا ورته اطمنان ورکړل شوې خو ولی تر اوسه یی ستونزې نه دي هوارې شوی، او وایی که یی ستونزی هواری نشي نو اړ دی چی د افغان سفارت مخی ته په مظاهرو لاس پوري کړي.

خو کله مو چی په دی اړه د سفارت له چارواکو څخه وپوښتل هغوی د پوښتنو ته هیڅ کوم جواب ورنه کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *