تاند – افغان ولسمشر اشرف غني په جمهوري ریاست کې د یوې غونډې په ترڅ کې د سې شنبې په ماښام د افغان سید جمال الدین عالي دولتي مډال چینایي استاد هانګ کای ته ورکړاوهیله یې څرګنده کړه چې چین به د افغانستان په امنیت او رغاونه کې ډير څه وکړي.
پروفیسر هانګ کای د پښتو- چینایي ژبې قاموس تالیف کړی دی. ده پر دې کتاب ۳۶ کال کار کړی دی. ولسمشر اشرف غني د پروفیسور کای د میرمنې هانګ کای څخه هم مننه وکړه چې د پښتو- چینایي قاموس په لیکنه کې یې له ښاغلي کای سره مرسته کړې.
ولسمشر غني د پروفیسور کای قاموس د چین او افغانستان د خلکو تر منځ د اړیکو د لاښه کیدو او نژدې کولو لپاره یوه مهمه هڅه وبلله او ویې ویل چې چین له افغانستان سره ډيرې ژمنې کړې دي او کله چې هم چینایي مشرانو کومه ژمنه کړې ده مخکې تر مخکې یې د هغې په باره کې فکر کړی دی.
په دې غونډه کې د افغانستان او چین شپیته کلنې دوستۍ ته هم اشاره وشوه او ولسمشر وویل چې اوس به افغانستان د پیکنګ او واشنګتن تر منځ د یوه پل حیثیت خپلوي.
د ارګ په غونډه کې په کابل کې د چین سفیر هم حضور درلود او هغه وویل چې چین غواړي له افغانستان سره ډير ښه اړیکي ولري او د اشرف غني په مشرۍ له نوي افغان حکومت سره پیکنګ لاښو روابطو ته لیواله دی.
چین ته ولسمشر اشرف غني تر ولسمشر کیدو وروسته سفر وکړ او چینایي چارواکو وویل چې د افغانستان په سوله او ثبات کې مرسته کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت څو ځله دا خبره کړې ده چې چین به هڅه وکړي چې په افغانستان کې سوله ټینګه شي. داسې راپورونه هم خپاره شوې دي چې طالبانو چین ته سفر کړی دی او چین پر اسلام اباد فشار راوستی دی چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته وهڅوي.