درب شو، سترګې مې رڼې کړې، پردې ته مې لاس ور وغځاوه، شين سهار و، د څنګ همسايه واوره اچوله.
د بخاری له سره مې د اوداسه له پاره تړمې اوبه راواخيستې، لس دقيقې وروسته مې د دهلېز ور خلاص کړ، سور فرش ته سپينې واورې راورغړېدې. ګام مې واخيست، ښۍ پښه مې تر ځنګانه په واوره کې ننوته.
سږ ژمی سوړ و، تر دې مخکې هم واوره شوې وه، خو په يوه ځل دومره ډېره نه وه اورېدلې.
د همسايه غږ مې واورېد:
_دا ځل مجبوره يې چې بام ته ور وخېژې.
ور غږ مې کړ!
_د پارو ژۍ د بام ايزوګام ورسره اړوي.
ويې ويل:
_ مخکينی واورې وچې وې، پروايې نه وه، خو دا واوره لنده ده، بامونه درنيږي.
چاره مې نه درلوده، د لرګي پر زينه وختم. شاوخوا مې وکتل، پر هر بام يو_ دوه تنه ولاړ وو.
احتياط مې کاوه، خو بيا هم د پارو ژۍ څو ځايه د ايزوګام سپين زرورق او د قير وړې ټوټې تورې ورسره واخيستې.
ټلېفون راغی، موټروان و، ويل يې چې سړک يوه ډبره ده، موټر چاين شکولی، د باغ بالا پر غونډۍ نه شي درختلی.
د غيرحاضرۍ دليل پيدا شو. تر غرمې د بام پر سر وم، خو لا هم د دوو کوټو بامونه پاتې ول.
د څنګ ګاونډي راغږ کړل.
_درشم؟
ور ومې کتل، خپل بامونه يې تور وو.
ستړی وم، ( نه ) ته مې خوله نه جوړېده، لنډ يې زموږ بام ته د لرګي زينه ودروله، د ماسپښين له اذان سره سم بامونه خلاص شول.
ټوک توک وم، اوږو مې درد کاوه.
ماخوستن وختې پرېوتم سهار دوه- درې ځله موټر وښوېد، خو سرعت يې کم و، له ستونزې پرته دفتر ته ورسېدو.
پنجشنبه وه، د تېرې ورځې کار هم راته پاتې و، له کاغذونو مې سر نه شو پورته کولی.
په رخصتۍ کې ايمېلونو ته ورغلم، د لوسي په نوم ايمېل راغلی و، خلاص مې کړ. ليکلي يې وو:
د مريم خبرې مې در ولېږلې.
کور ته لاړم، برق نه و.
سهار مې له بامه په رالوېدلې واوره کې لار واېسته، د حويلۍ تر دروازې پورې ايله لس ګامه فاصله ده، خو دوه ساعته کار يې وغوښت، کله چې بېرته کوټې ته تلم، د لارې دواړو غاړو ته تر نامه واوره ولاړه وه.
لومړۍ مې چای دم کړ، بيا کمپيوټر ته کېناستم، د مريم پاتې دوهمه برخه خبرې مې راواخيستې. ويلي يې ول:
_زېبا مې له ذهنه نه وته. دوه ځله يې ډوډۍ راوړه، خو څه يې ونه ويل.
بل سهار مې پلاراو ورور د باندې ووتل، مور مې پرکټ پرېوته، راياده يې کړه چې بيګاه يې د سر د درد له لاسه ټکی خوب هم نه دی کړی.
کړکۍ ته ور نږدې شوم، لاندې مې وکتل، زېبا د يوه سپورتي نوي موټر سايکل ټانکۍ ته سپينه ټوټه نيولې وه.
د مېز له سره مې د اوبو جګ راواخيست، بېرته کړکۍ ته ورنږدې شوم، ښيښه مې وټکوله، نجلۍ راوکتل، جګ مې پورته ونيو، په اشاره يې پوه کړم چې درځم.
بېرته پر کټ کېناستم، مور ته مې وکتل، سترګې يې پټې وې.
زېبا راغله، د مخ سرخي يې ډېره شوې وه، جګ ته ور وګرځېده.
ومې ويل:
_غواړم چې خبرې درسره وکړم.
له اوښکو ډکې سترګې يې راواړولې، جګ يې ور واخيست، له کوټې ووته.
وخت ووت، د موټر سايکل د چالانېدو غږ راغی، کړکۍ ته ورغلم. په عمر پوخ، تور سړی و، راوتلی ټټر يې درلود، د موټرسايکل په آينه کې يې د اغوستي تور يخن قاق غاړه سموله.
موټر سايکل حرکت وکړ، تر هغو مې پسې کتل چې د ونو څانګې پرې راغلی.
بېرته پر کټ پرېوتم. سترګې مې پټې کړې، کړپ شو، ور ومې کتل، پر مېز د اوبو جګ ايښی و.
زېبا مې تر مټ ونيوله، غلې کېناسته.
و مې وويل:
_علی رضا و؟
راويې کتل، له ډکو سترګو يې پوه شوم چې ګومان مې سم وخوت.
ومې ويل:
کيسه راته وکه.
سر يې وځړېد.
ومې ويل:
_څومره وخت کيږې چې دلته يې؟
_دوه کاله.
زړه مې ولړزېد:
_کورنۍ لرې.
غريو واخيسته.
_نه
_ولي؟
يوه شېبه غلې وه، وروسته يې په ډک ستوني وويل:
_دوه کاله مخکې مې پلار ته يو ليک راغی، د جومات ملا ورته ولوست، تره مې تهران ته غوښتي وو، پلار ته مې يې ليکلي و چې دلته مې د خښتو په بټۍ کې سرګاريګري درته موندلې ده، د يوه کال د دهقانۍ پيسې، په يوه مياشت کې موندلی شې.
د پروړې له خرڅولو وروسته له کلي راووتو.
تر نيمروزه مو خپلې پيسې بس شوې، يوه هوټلي قاچاقبر راته وموند، د سړي پر سر يې يو ميليون تومنه غوښتل. پلار مې خپل ورور ته ټلېفون وکړ، هغه ورياده کړه چې تاسو تر دې ځايه راشئ، مصارف مو زه په غاړه اخلم.
له زاهدانه ژر راووتو، خو په کرمان کې مو دوې هفتې تيرې کړې، وچه ډوډۍ يې راکوله، د شپې به د موټرو په ګراج کې ويدېدلو. قاچاقبر ويل چې د تهران لارې سختې دي، پوليس په افغانانو پسې ګرځي او د لارې ډېر هغه عسکر يې بدل کړي چې له دوی سره جوړ ول.
وروسته يې يوه بل وړوکي ښار ته يووړو، علی رضا مې همالته وليد، په دوهمه ورځ يې يوه بار وړونکي موټر ته ور وخېژولو، تر لسو يوولسو غواوو تېر شوو، څو نور افغانان هم پر شنو وښو ناست ول.
دوه ورځې مو مزل وکړ، دلته يې راوړو.
زېبا غلې شوه، ور ومې کتل، پر سرو غومبرو يې مړې اوښکې روانې وې.
ومې ويل:
_بيا؟
شونډې يې وخوځېدې:
_پلار مې څو ځله خپل ورور ته ټلېفون وکړ، خو کار يې نه کاوه. علي رضا پيسې غوښتې، ويل يې چې له دې ځايه نه شئ وتی.
يوه اوونۍ تېره شوه، موږ په همدې حويلۍ کې وو.
وروسته مې پلار د علي رضا پښو ته ور ولوېد، ورياده يې کړه چې د تهران د خښتو بټيو ته ورسره لاړ شي. خو علي رضا نه منله، دليل يې دا و چې دلته به سلګونو بټۍ دي، کومه يوه به پسې غواړې.
خو په دوهمه ورځ مې د مور ژړا تاثير ورباندي وکړ. پلار مې له علي رضا سره په موټر سايکل کېناست، خو کله چې مازديګر بېرته راغی، شونډې يې چاودلې وې.
ډوډۍ يې ونه خوړه، ټوله شپه له ځان سره ډونګېده، ورور ته يې بد رد ويل.
په بله ورځ يوه ايراني ورياده کړه چې څه موده مخکې د خښتو بټيو ته پوليس ورغلي ول، کوم افغان چې به په مخه ورته، موټر ته به يې خېژاوه، کېدای شي چې ورور دې هم پکې وې.
د پلار تمه مې وخته، داځل مې مور د علي رضا تر ځنګنونو لاسونه تاو کړل، خو د هغه وروستۍ خبره دا وه چې دوه کاله به د غواوو په فارم کې له تنخوا پرته کار کوی.
موږ ته يې د همدې تامير په پای کې ګوښې کوټه راکړه، وړه او چټله کوټه، خو بيا هم ښه و، د نورو مساپرو سترګې نه راباندې لګېدې.
پلار به مې ټوله ورځ په فارم کې خوشايي پاکول، کله چې به بيګا کوټې ته راغی، له جامو به يې سوړ بوی ته.
مور مې مساپرو ته دېګ پخاوه.
پلار به مې هر ماښام د کوټې پر دېوال ليکې ايستلې، وروسته به يې ټولې ليکې حساب کړې، له ځان سره به يې وويل:
ډېرې ورځې لا پاتې دې، ډېرې.
يوه ورځ علي رضا کوټې ته راغی، د وريجو صفت يې کاوه، مور ته مې يې ويل چې خوندورې يې پخې کړې وې. خو وروسته يې راتګ ډېر شو، دی به هغه وخت راته چې پلار به مې په فارم کې و.
يوه غرمه مې پام شو، مور مې ديګ کاوه، ده ورته کتل.
په بله ورځ يې زما مور ته يو کميس ونيو، هغې نه اخيست، خو علي رضا ټينګار کاوه. ماښام چې مې پلار د کوټې په کونج کې لوېدلی کميس وليد، مور مې يې دومره ووهله چې دوې ورځې له ځايه پورته نه شوه.
پوره څلور وخته مې مساپرو ته وچه ډوډۍ وروړه.
په درېيم سهار مې مور د مجبوريت له مخې ديګ ته ور پورته شوه، ما ويل چې پيازو به يې سترګې ور ترخې کړې وې، خو نه، هغې ژړل.
پلار مې هم خوابدی و، له مور سره به مې نه غږېده، دی به ډېر وخت غلی ناست و، د دېوال ليکې به يې شمېرلې.
يوه ورځ مې ورياده کړه!
_وبه تښتو.
سوړ اسويلی يې وايست:
_تاسو تر دېوال اوښتی شئ؟!
پوه شوم، پلار مې زموږ له پاره چېرته نه شوای تلای.
علي رضا څو ورځې ورک و، يو ماسپښين راغی، زما د مور پر ورانه يې لاس کېښود، ويې ويل چې په سختو مې نه لورېږی. ته او لور دي له ما سره لاړې شئ.
مور مې همدا يوه خبره کوله:
_د خدای له پاره، له کوټې ووځه!
علي رضا ماته وکتل، راياده يې کړه چې د پورتنۍ کوټې له يخچاله اوبه راوړه.
کوټې ته وختم، اوبه مې راواخيستې، کله چې مې وره ته لاس ور وغځاوه، نه خلاصېده، ور د باندې له خوا تړل شوی و.
نه پوهېدم چې څومره وخت ووت، بيا په وره کې کيلي تاو شوه، دهلېز ته ورغلم.
علي رضا و، په مخ او غاړه يې سرې کرښې تيرې وې. د نوکانو نښې راته ښکاره شوې، راياده يې کړه چې که دې چاته څه ويلي ول، نو پلار دې وژنم.
چاته به مې څه ويل؟ نه پوهېدم.
دی تر ما مخکې لاندې کښته شو.
مور ته ورغلم، لوڅه لغړه پرته وه.
زېبا يو دم چيغه کړه، پر خوله مې يې لاس ونيو، مور ته مې وکتل، ويده وه.