ابمل مړوند- د ختیځ ادبي بهیر ملګرو په خپله ۱۲۶ مه اونیزه ناسته کې د فکري یوالي او پیغام رسولو په اړه بحث وکړ. دا ناسته د ۱۳۹۳ کال د مرغومي یا جدي میاشتې په ۲۶ مه د جلال اباد ښار د مدیوتیک په انګړ کې سهار ۹ بجې پیل شوه.
دا اوونۍ ناسته دیدار ساپي د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت کولو سره پیل کړه. د دریځ چارې انیس حلیم مخکې وړلې. مشري يې لیکوال او شاعر طایر ځلاند کوله، د میلمنو پر څوکیو، ډاکټر فیض محمد ځلاند، عطاالله حیران، دلارو فیضان ناست وو او کوربه توب يې انجینر ستانه میر زهیر شینواري کاوه.
د تېرې ناستې ګزارش ابوبکر علیزي ولوستلو، ورپسې انجینر ستانه میر زهیر شینواري په روزنیزو پروګرامونو کې د پیغام رسونې په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې. ښاغلی شینواری په دې برخه په تفصیل سره وګړیدو.
ورپسې له کابله راغلي میلمه، لیکوال او ټولنیز فعال ډاکټر فیض محمد ځلاند د فکري یوالي او د فکري پراختیا په اړه د خبرو کولو لپاره د دریځ مخې ته ودرید.
ډاکټر ځلاند، په دې اړه اوږدې خو خوندورې خبرې وکړې. نوموړي خپلې خبرې د فکر نه پیل کړې. هغه فکر تشریح کړ او د فکر کولو په ډولونو هم وګړیدو.
ډاکټر ځلاند، د فکر د روزنې، تحلیلي فکر، د فکر د پرمختګ او د فکر د یوالې په اړه ګټور بحث وکړ.
د فکري یوالي په اړه بحث د ملګرو ترمنځ وغزیدو، یو شمېر ملګرو له ډاکټر صاحب ځلاند نه په دې برخه کې پوښتنې وکړې او هغه ورته ځوابونه وویل.یو شمېر نورو بهیروالو بیا خپل نظرونه هم د فکر د روزنې او فکري یوالي په اړه له ملګرو سره شریک کړ.
ددې بحث په اوږدو، دلارو فیضان، هم د مثبت او منفي فکر کولو په ګټو او تاوانونو خپل معلومات له بهیروالو سره شریک کړل.
د فکري یوالي، او فکري غوړیدا په اړه د بهیر له ملګرو ترمنځ کابو درې ساعته ګټور بحث وشو.
په دې اړه له بحث وروسته یو لنډه ازاده مشاعره وشوله چې د وخت له کمښت له امله په کې یو شمېر بهیروالو خپل شعرونه وویل.
د ناستې اروزنه طایر ځلاند وکړه. هغه دا غونډه ډېره ارزښت ناکه او علمي یاده کړه. وې ویل په غونډه کې ښاغلي زهیر شینواري د پیغام رسونې په اړه ډېرې ګټورې خبرې وکړې او همدا رنګه ښاغلي ډاکټر ځلاند چې د فکري یوالي او فکري پرمختګ په اړه کوم بحث وکړ د پام وړ او ډېر زیات ګټور و.
طایر ځلاند په خپل وار د فکري پرمختګ او د فکر غوړیدا په اړه خپل معلومات هم له ملګرو سره شریک کړل.
د راتلونکې اوونۍ لپاره وټاکل شوه چې حمدالله ارباب به خپل شعر د کرکتنې لپاره راوړي.