(فرهنګي اضافه) مې لومړى ځل د ماسترۍ په صنف کې واورېدله. استاد ويل، ”هغه څېړنه چې پر فرهنګ څه ورزيات نه کړاى شي، څېړنه نه ده.” ځينې خبرې او ځينې کلمې د سړي پر زړه کلکې ونښلي. سړى وايي، چې په همدا تا پسې خو زه ګرځېدم.
کوم خلک چې د کيسو ځينې مکالمې او د نامتو پوهانو يوه نيمه خبره له ځان سره په کتابچه کې ليکي يا يې همېشه په ذهن کې وي، هغه د خپل نظر ثبوت موندلى وي. مطلب، له ده سره مخکې له مخکې همدا يا دې ورته فکر په مبهمه بڼه وي، خو چې بل ځاى يې وويني يا يې د چا له خولې واوري، نو لکه په تياره کوټه کې چې څراغ ولګوې، ورته روڼ/واضح شي.
همېشه مې د ماضي، وسمهال او راتلونکې پر تړاو فکر کړى، چې ماضي څرنګه پر حال يا مستقبل اغېز ښندي؛ خو ها بله ورځ مې د داغستان د پېژندلي شاعر رسول حمزه توف يوه مشهوره خبره وليده، تراوسه مې په ذهن کې کلکه نښتې، چې” که تا ماضي په تمانچه وويشتله، مستقبل به تا په توپ وولي”.
د څېړنې په اصولو کې رانه ډېرې خبرې هېرې دي او که څه راته ياد هم دي، د دې دوو خبرو په برکت، چې يوه ګڼنه(فرضيه) ده او بله (فرهنګي اضافه). ګڼنه خو د څېړنې د نوې مېتودولوژۍ له مخې څه نا څه څنډې ته شوې، ځکه چې وايي، فرضيه څراغ نه دى، چې لار دروښيي، بلکې پر سترګو دې تړلې پټۍ ده، چې له حقيقته دې لرېباسې.
له فرهنګي اضافې نه د استاد موخه نوښت و. د فرهنګ په اړه وايي، چې د انسان هر مادي او معنوي توليد په فرهنګ کې راځي. ټولنيز بدلون په اصل کې فرهنګي بدلون وي، چې ټولنه يې لکه د مار غوندې وخت په وخت اړوي.
د فرهنګ غوندې که د اړينو مفاهيمو په اړه راسره روښانه تصور نه وي، د نوښت لورى نه شو موندلاى.
هر توليد او هره هڅه چې په فرهنګ کې راغله، بيا خو د هر مسلک او هر وګړي کار فرهنګي شو. بزګري، ډاکټري، انجينري، ليکوالي، شاعري، تاريخ، اخلاق، سياست، ساينس، موسيقي، انځورګري، خټګري، زرګري، اوسپنګري، دوکانداري، نايتوب هر څه په فرهنګ کې راغله.
له دې نه ښکاري، چې له فرهنګي پلوه يو مسلک تر بل مسلکه او د يوه کسب سړى د بل مسلک/کسب تر سړي غوره يا ناغوره نه دى. دا ټول د فرهنګ يو شان زامن دي، ګڼلى ناګڼلى پکې نشته.
د فرهنګ دومره جامع تعريف مو له خپل مسلک سره مينه پيدا کوي او د کمترۍ يا فضيلت له ناوړه احساسه مو ژغوري.
اوس چې د هر مسلک سړى هره هڅه کوي، خپلې ټولنې ته فرهنګي ګټه رسوي؛ خو چې د ټولنې د ګټې موخه او نوښت پکې نغښتى وي.
کوم سړى چې په خپل مسلکي توليد يا کسب کې وخت په وخت مثبت بدلون رانه ولي او د بدلون مثبت تدابير ونه لټوي، د خپل فرهنګ په پرمختګ کې نقش نه شي لوبولاى.
نو د هر مسلکوال په ذهن کې چې د ټولنې او فرهنګ د پرمختګ لويه داعيه وي، پايله به يې د دروېش دا بيت وي:
که زړونه سره يو کړو او لاسونه سره ورکړو
دا کاڼي به لالونه شي، دا بوټي به لونګ شي