د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله نن په افغانستان کي د نړیوالو قواوو له عمومي قومندان جنرال جان ایف کمبل سره د وروستیو امنیتي برمختګونو، ستونزو او فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

د اجرايي ریاست له یوې خبرپاڼې سره سم، جنرال کمبل د افغان ځواکونو د تعلیم و تربیې او پوځي پیاوړتیاوو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په ترڅ کې وویل چي افغان ځواکونو په ټولو ساحو کي خورا ښه او چټکه وده کړې ده.

ښاغلي کمبل د کونړ په دانګام کي د افغان ملي امنیتي ځواکونو د وروستیو کامیابه عملیاتو یادونه وکړه، ویې ویل، هغه ساحه کاملاً د افغان ځواکو نو په کنټرول کي ده. دا په وروستیو ورځو کې له اجرايي رييس سره د جنرال کمبل څویمه کتنه ده.

دا په داسي حال کې ده چې پرون افغان ملي اردو اعلان وکړ چې په دانګام ولسوالۍ کې یې عملیات پای ته رسولي او دښمن یې په څټ کړی دی.

د افغانستان اجرائیه رئیس په هیواد کي د بهرنیو ځواکونو له عمومي قومندان سره په خبرو کې د بهرنیو پوځیانو د فعالیتونو او همکاریو ستاینه وکړه.

ده له افغان ځواکونو سره د نړیوالو سرتیرو د حمایوي ماموریت د ملاتړ ترڅنګ د دې برخي د لا قوي کېدو او پراختیا غوښتنه وکړه.

اجرايي رييس د هیواد په کچه د افغان امنیتي ځواکونو بشپړو خپلواکو او بریالیو عملیاتو ته په اشارې وویل، چي د دې ځواک وروستي فعالیتونه په اصل کې د هغوی د ښو وړتیاوو یوه عالي نمونه ده چي باید وساتل سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *