زما د دې کتاب عنوان دى (شعر پوهنه) او د شعر په اړه مې په سيستماتيک ډول ځينې داسې موضوعات چې د شعر په پېژندنه کې زموږ سره مرسته کوي،ذکر کړي دي او دا مې په ډاګه کړې ده، چې ښه شعر،کره شعر او په زړه تاثير لرونکى شعر بايد کوم خصوصيات ولري.
زموږ په ټولنه کې په عام ډول عوام او په خاص ډول ځينې نظم ليکونکي، تر اوسه پورې د شعر او نظم توپېر نه شي کولاى، ډېر خلک نظم ليکونکي ته شاعر وايي دا ځکه چې دوى شعر نه پېژني،د دې کتاب په لوستلو به ټولو ته شاعر او ناظم په ډاګه شي.
او هر چاته به د شاعر په نوم اطلاق نه کېږي:
د هغه شاعر دانې وشه په ژبه
چې د شعر دُر دانې پلورې په مال
ټولو شاعرانو او ناظمانو نه غوښتنه کوم چې هنر او ادب نه ښه استفاده وکړي او د مال،دولت او ځينې وختونو کې د ستاينې (مدحې) په ډول،چې څه شى لاس ته راوړي استفاده ونه کړي.
دوى بايد (ادب د ادب لپاره) نه بلکې ( ادبد ژوند لپاره) مفهوم په نظر کې ونيسي او خپل اشعار ټولنې ته وړاندې کړي. د پښتو ژبې ټولو کلاسيکو شاعرانو (خوشحال خان خټک، عبدالرحمن بابا، عبدالحميد مومند، ګل پاچا الفت او نورو…) د خپل شعر او ادب نه د ټولنې د اصلاح لپاره په ښه ډول استفاده کړې ده.
د مثال په ډول د عبدالرحمن بابا ټوله شاعري انسانان ښې لارې ته برابروي او د دې نورو شاعرانو شعرونه هم په همدې ډول دي.
هماغه دى چې د دوى نوم په ادبتاريخونو کې هر وخت يادېږي او په خاص ډول زموږپه ټولنې او په عام ډول په ټولنې نړۍ کې تلپاتې ادبي څېرې شمېرل کېږي.