تاند- یوه تازه سروې ښيي چې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۱۴ میلادي کال سخت تاوان کړی دی.
ګالپ موسسې په یوه سروې کې ویلي، د افغانستان اقتصادي وضعیت ښيي چې یوازې وسله وال طالبان د دغه هیواد لپاره ګواښ نه دي، بلکې اقتصاد یې هم له جدي ستونزو سره مخامخ دی.
په ۲۰۱۴ میلادي کال د افغانستان اقتصادي وده په وروستیو څو کلونو کې تر ټولو په ټیټ حد کې وه.
د کالپ موسسې د راپور پر اساس له زرو افغانانو د نظرپوښتنې له مخې په دغه کال د افغانستان اقتصاد شپږ فیصده وده کړې او په سلو کې ۶۷ خراب شوی دی.
د هغه ګراف پر اساس، چې دې موسسې خپور کړی دی، په ۲۰۰۹ میلادي کال د افغانستان اقتصادي وده په سلو کې ۳۶، په ۲۰۱۰ کې نژدې ۳۵، په ۲۰۱۱ کې ۳۳ فیصده، په ۲۰۱۲ کې پنځلس فیصده او په ۲۰۱۳ کې نژدې ۱۰ فیصده وه.
ګالپ وايي، د نړیوالو ځواکونو وتلو، د امنیتي مسوولیتونو انتقال او په ۲۰۱۴ میلادي کال انتخاباتو د افغانستان پر اقتصاد منفي اغېز کړی دی.
په سروې کې همداراز ویل شوي چې دا عوامل په تېره بیا انتخاباتو او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو انتقال په خپل هیواد کې پر متوازنې اقتصادي ودې د افغانانو باور لږ کړی دی.
د نړیوال بانک د راپور پر اساس، له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۱۲ پوري په افغانستان کې سړي سر عواید هم لږ شوي دي.
د ګالپ موسسې په باور، په افغانستان کې د روزګار او کار د پیدا کولو لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې د پانګوونکو او شتمنو خلکو اعتماد ترلاسه شي او هغوی په ۲۰۱۵ میلادي کال په خصوصي سیکتور کې پانګونه وکړي.
د ګالپ وروستۍ سروې د ۲۰۱۴ کال د اګست د اتلسمې او د سپټمبر د دوولسمې ترمنځ شوې ده.
دا موسسه وايي چې دا نظرپوښتنه یې له زرو افغانانو څخه د پوښتنو پر اساس کړې ده.
ګالپ موسسه وايي، په افغانستان کې د ناټو او امریکا د جنګي ماموریت له پای ته رسېدو سره ډېر افغانان نسبت دې ته چې ځواب ووايي، پوښتنې زیاتې کوي. د دوی لویه پوښتنه دا ده چې د اقتصاد راتلونکې به څه شي.