ځینې کارونه او تخنیکونه تر محدود وخت پورې مزه کوي، یو وخت به چې کومه سندره او نعت راډیو او ټلویزیون ته نوی راغی نو په تلویزیون کې به یې خپله لوګو او یا نښان ورباندې لګاوه او په راډیو کې به یې دخپلې راډیو نوم پکې ثبت کړی و او بار بار دسندرې منځ کې نشریده ، ځکه هغه وخت به یې دکوم میوزیک سنټر واله سره دا خبره کړې وه چې که کومه سندره او نعت نوی راوځي نو اول به یې مونږ ته راوړئ او هغې رسنۍ به یې په بدل کې د دوکان اعلان ورته نشرولو او یا به نور زهر قاتل ورکول ؛ خو اوس وخت کې چې انټرنېټ (نړیوال جال) ته مخکې له مخکې سندرغاړي او یا یې مینوال سندرې پورته کوي نو هر څوک کولی شي چې را ډاونلوډ یې کړي ، مګر ځینې رسنۍ اوس هم د اناس په ډول دخپلې رسنۍ نوم د سندره په منځ کې نشروي او دا کار ډېر بد لګي ؛ ځکه له سندرې او نعت څخه پوره خوند نشي اخیستل کیدای ، د دې ترڅنګ په خپرونه کې ور سره وایي هم چې دا سندره له بل چا سره نشته ، له یوه تخنیکر نه مې دیو هنرمند سندره وغوښته ، ویې ویل : نه مونږ ویریږو چې بلې رسنۍ یې ته یونسې ځکه دغه سندرغاړی چې څنګه سندره وکړي نو مونږ ته یې رالیږي ، ما هم ور سره ومې منله ، بله ورځ مې دبلې رسنۍ ملګري تخنیکر ته همدغه سندره زمزمه کوله او په دروغو مې ورته ویل چې ډېرې ښې سندرې مې پیدا کړیدي ، ده ویې ویل : تا اوس پیدا کړیدي دا سندرې خو مونږ نورې زړې هم کړې . په ځینو انانسونو کې خو دا هم اورو چې زمونږ رسنۍ په ټوله نړۍ کې مینوال لري .
زه وایم چې نه سندره مهمه ده او دومره پراخه څپې ؛ بلکې کامیابه فعالیت مهم دی ، نن سبا هر څه ډېر شوي او ګنډېر شوي هم دي ، زمونږ ټولنه اوس له مستۍ ورو ، ورو ورها خوا کیږي ، زړونه یې ماړه دي ، هغه څه غواړي چې ضرورت ورته لري .