تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، د پاکستان له لوري د ټولو سختدریځو پر ضد د عملیاتو د کولو اعلان ته هیله من دی خو حاضردمه د پاکستان په پالیسۍ کې عملي بدلون نه ویني.

حامد کرزي د بي بي سي اردو سرویس ته په مرکه کې وویل، که پاکستان د وسیلې او حربې په توګه له سختدریځو څخه له کار اخیستلو لاس واخیست، حالات به سم شي.

ده وویل چې د پاکستان سیاسي مشران په سیمه کې د امنیت غوښتونکي دي خو د دې کار وس او اختیار نه لري.

حامد کرزي او د افغانستان نورو دولتي چارواکو پخوا په ځلونو ویلي چې د پاکستان پوځ او استخبارات د دغه هیواد د ملکي حکومت خلاف په افغانستان کې مداخلې او د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي.

حامد کرزي د خپل حکومت په دوره کې له اصف زرداري او دغه راز نوازشریف سره ښې اړیکې لرلې.

1ښاغلي کرزي د پېښور پر پوځي ښوونځي له حملې وروسته، چې ځینو پاکستاني چارواکو د دغه هیواد لپاره د امریکا د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملې سره پرتله کړي، د سختدریځۍ پر ضد د پاکستان په پالیسۍ کې د بدلون د احتمال په اړه وویل، هیله لري چې بدلون راغلی وي:«ما فکر کاوه چې څو کاله پخوا د پوځ پر مرکزي درستیزوالۍ د حملې په وخت به بدلون راشي. ما دا فکر هم کاوه چې پر جوماتونو او عامو خلکو د حملو په خاطر به هم د پاکستان د پوځ په دریځ کې بدلون راشي. که د دوی ملاتړ ودرېږي هر څه به سم شي.»

ښاغلي کرزي د دې پوښتنې په خواب کې چې د ده د واک دوره د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې تر ټولو خرابه دوره ګڼل کېږي، وویل:«ما داسي اړیکې نه غوښتلې چې افغانستان پکې خوشاله نه وي، یعني داسي حالت چې افغانستان له خپلې خپلواکۍ او بهرنۍ پالیسۍ لاس واخلي او په مقابل کې یې پاکستان یا د دغه هیواد امنیتي چارواکي افغانستان ته د یوه کمزوري او تابع هیواد په سترګه وګوري، دا هغه څه دي چې موږ نه شوای منلی او نه به یې ومنو.»

ښاغلي کرزي پر پاکستان د نیوکې په ترڅ کې وویل، د اسلام اباد لپاره د ده پیغام دا دی چې له افراطیت او سختدریځۍ څخه د یوه ملت یا یوه نسل د کمزوره کولو لپاره د الې په توګه کار وانخلي.

ده زیاته کړه:«ما له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو لپاره ډېرې هلې خلې وکړې. موږ اوس هم له پاکستان سره د برابرۍ پر اساس د یوه خپلواک هیواد په توګه د متمدنو اړیکو غوښتونکي یوو. په افغانستان کې تر هغو سوله نه شي راتلای تر څو چې دواړه هیوادونه د امن غوښتونکي نه وي.»

کرزي د شمالي وزیرستان د عملیاتو په اړه وویل چې پاکستان ته یې ویلي و چې په شمالي وزیرستان کې د عامو خلکو پر ضد نه بلکې د تروریستانو پرضد عملیات وکړي خو پاکستان دغسي ونه کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *