د پکتیکا ولایت امنیه قوماندانۍ د چټک غبرګون ځواکونولپاره ودانی دڅه باندې (۳) میلیونه امریکایي ډالروپه لګښت جوړه او افتتاح شوه .

د غه ودانۍ دپکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د امنیه قوماندانۍ د چټک غبرګون د ځواکونو لپاره د (۳،۲) میلیونه امریکایی ډالرو په لګښت په اته جریبه ځمکه کی جوړه اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .

ددې ودانۍ دپرانیستې په جوړو شویو مراسمو کې د پکتیکا ولایت مرستیال عطالله فضلي، سرپرست امنیه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي د خاصو ځواکونو قوماندان عزیزالله کاروان او ګڼ شمیر نظامي افسرانو پکې برخه اخیستې وه .

د پکتیکا ولایت مرستیال دنوې ودانۍ دپرانیستې په مراسموکې دځانګړو ځواکونوکړنې د امنیت په ټینګښت کې وستایلې اووې ویل ددې ودانۍ په پرانیستلوسره به،چی هر ډول اسانتیاوې پکې برابرې شوې دي د ځانګړو ځواکونو فعالیتونه نور هم ګړندي شي.

دپکتیکا ولایت سرپرست امنیه قوماندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي وویل چی دا ودانۍ په ۸ جریبه ځمکه کې د حکمت ساختماني شرکت لخوا د دوه دیرش لکه امریکایي ډالرو په لګښت د us army corps په مالي مرسته د دوه کلونو په موده کې رغول شوې ده .

سرپرست امنیه قوماندان زیاته کړه دا ودانۍ چې اداري خونې، نظارتخانه، خوړنځای، د اوبو مجهز سیستم، د وسلو د ساتلو خوندي ځایونه، برق، د نقشې مطابق سړکونه ،ویالې او نورد اړتیا وړ وسایلو سمبال ده د چټک غبرګون د قطعې په واک کې ورکړل شوه.

د ځانګړوځواکونو قوماندان عزیزالله کاروان وویل له دې وړاندې د ځای د نه شتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو،خو اوس به یې ددې ودانۍ څخه په ګټې اخیستنې سرهکارونه لا منظم اوګړندي شي او د خپلو هیوادوالو د امنیت خوندي ساتلو په برخه کې به هر ډول قربانۍ ته چمتوووسي.

دپکتیکاولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *