(د محمد يار يار د ليکني په جواب کي.)

(قضيه ده، د هستي محمد مشهور په غمي سره، د يو انسان تښتوونکي ده.)

د ښاغلي محمد يار يار وروستۍ ليکنه (د کندهار د قضايي ادارې د ظلم او فساد د اسنادو لړۍ. ۲) مي په تاند ويبپاڼه کي وليدله. هيڅ فکر مي نه کاوه، چي ښاغلی يار دي د (اسنادو) په نامه يوازي سپيني پاڼي توروي او هيڅ يو سند دي نه وړاندي کوي. په وروستۍ ليکنه کي يې د هغو اسنادو پر بناء يوازي خپله تبصره کړې، چي ما د هستۍ محمد د مجرم ثابتېدو په تړاو د ښاغلي يار د يوې بلي ليکني په جواب کي وړاندي کړي ول.

مجبور سوم، چي د محمديار د لومړۍ ليکني (د کندهار فرياد) څخه قضيه له اوله پيل کړم او په مسلسل ډول يې له اسنادو سره جوخت وړاندي کړم. د ليکني په پای کي خپله تبصره هم ورسره ضميمه کومه.

محمد يار د خپلي لومړنۍ ليکني (د کندهار فرياد ) کي ۱۲ نقطې يادي کړي، چي لومړی د يار دليل او بيا خپل دليل وړاندي کوم.

يار:

  • د هستي محمد مدافع وکیل محسن ساپي دواړو محاکمو ته په خپله دفاعیه کې د یوه عیني شاهد په توګه لیکي چې پولیسو د ده له موکل څخه د سختو شکنجو په نتیجه کې ناحقه اعترافات اخیستي دي.

درمان: د دې څه ثبوت سته، چي له هستي محمد څخه د شکنجو په بدل کي اعترافات اخيستل سوي، ايا د هغه پر بدن د شکنجو د نښو کوم تصوير سته؟ که هغه اعتراف هم و نه کړي، خو ثبوتونه د هغه په وړاندي قوي دي، مثلا نورو نيول سويو اختطافچيانو اقرار کړی او هستي محمد يې ور په ګوته کړی دی، ولي بل څوک و نه ښايه؟ د ټليفوني شبکو په ثبت کي د هستي محمد ږغ سته، چي د کوچني په بدل کي د پيسو غوښتنه کوي. او د هستي محمد اعتراف او د هغه د ګوتي نښان په لاندي سند کي سته.

1

يار:

  • د اسنادو او وثایقو د ثبت آمر عریزاحمد نوري د هستي محمد پر نامه یوه جعلي وثیقه (اقرارخط) جوړ کړی دی او دغه اقرارخط د پولیسو د تعذیبي اظهاراتو له مخې لیکل شوی او بل په محکمه کې شاهدانو شاهدي اداء کړې چې د دغې وثیقې لپاره له هستي محمد څخه پر سپینه پاڼه د ګوتو نښې اخیستل شوي دي.

درمان: په پورتني تصوير کي ليدل کيږي، چي اعتراف پر رسمي پاڼه دی، او د څو مراحلو تر طی کېدو وروسته د مجرمينو تائيد يا د ګوتو نښانونه اخيستل سوي دي. که يار وايي، چي په محکمه کي شاهدانو شاهدي اداء کړې، چي د دغي وثيقې لپاره له هستي محمد څخه پر سپينه پاڼه د ګوتو نښانونه اخيستل سوي، نو هغه شاهدان کوم دي؟ ولي محمد يار په خپله څلورمه ليکنه کي هم د دې ثبوت وړاندي نه کړ؟

يار:

  • د موظف څارنوال فضلي په(صورت دعوی) کې د ګرفتارۍ تاریخ(۱۳۹۳/قوس/۱۶) ښودل شوی او مدافع وکیل وایي چې ده له خپل مؤکل سره د پولیسو په نظارتخانه کې د قوس پر ۱۲– مه قرارداد منعقد کړی او پر وثیقه یې د همدغه کال د عقرب ۳۰– مه لیکلې ده، مانا دا چې اقرارخط تر ګرفتارۍ ۱۶- ورځې مخکې لیکل شوی دی او مدافع وکیل تر نیونې ۴- ورځې مخکې د وکالت قرارداد ورسره کړی دی.

درمان: د محمد يار د خبري پر بناء، که فرضا اقرار خط له ګرفتارۍ څخه ۴ ورځي مخکي ليکل سوی وي، نو بايد هغه پاته ۱۲ کسان هم بې ګناه وي، بيا ولي محمد يار يوازي د هستي محمد دفاع کوي. له ګرفتارۍ څخه څلور ورځي مخکي د اقرار خط تاريخ چيري ليکل سوی، درې اقرار خطونه خو دلته ما ضميمه کړي دي؟!

11

يار:

  • هستي محمد د ۷۲ ساعتو پر ځای له پولیسو سره په اتمه امنیتي حوزه، امنیه قومنداني او منډیګک ماڼۍ (د والي مېلمستون) کې تر دوو میاشتو زیات وخت تر سخت زجر لاندې تېر کړی دی چې کله به د بشري حقونو فعالان امنیه قومندانۍ ته ورتلل نو دی او نور هغه متهمین چې د شکنجې ښکاره نښې به یې پر وجود لیدل کېدې په یوه کانتینر کې اچول کېدل.

درمان: يو تورن کس ته په نظارت کي د ۷۲ ساعتونو د تېرولو حد هغه وخت ټاکل کيږي، چي پر هغه کوم ثبوت پيدا نه سي. دا چي قضيه په جريان کي وه او وخت پر وخت نوي ثبوتونه را پيدا کېدله، نو بايد چي د قضيې تر بشپړېدو تورن په توقيف کي وي.

محمد يار وايي، چي هستي محمد په منډيګګ ماڼۍ کي او امنيه قوماندانۍ کي تر زجر لاندي ساتل کېدئ او له بشري حقوقو له فعالانو به ساتل کېدئ. که خبره داسي وي، نو بيا خو بايد امنيه قوماندان جنرال رازق تر ګرېوان ونيول سي، چي په منډيګګ ماڼۍ کي اوسي او امنيه قومانداني يې کارځای دی، ولي ټوله پړه پر يوه قاضي واچول سي، قاضي خو د څارنوالۍ او امنيه قوماندانۍ د ثبوتونو پر بناء پرېکړه کوي.

يار:

  • په وثیقه کې د متهم د جرم شاهدان، د ګرفتارۍ لپاره د ټاکل شوي امنیتي هیئت غړي، مدیر عتیق الله او عبدالخالق پولیسان دي.دا څنګه کیدای شي، چې پولیس هم نیول کوي، هم شکنجه او هم د د اقرار د وثیقې شاهدان ؟

درمان: د اعترافاتو په پورتنيو انځورونو کي له مدير عتيق الله او عبدالخالق څخه د شاهدانو په توګه نه بلکي د ګرفتار کوونکو په توګه لاليک اخيستل سوی.

يار:

  • په دوسیه کې هستي محمد مجرد او وزګار ښوول شوی مګر هغه واده او یو ۳– کلن زوی لري، د چرګانو په فارم کې یې کار کاوه، د میرویس نیکه د شپې لیسې د لسم ټولګی شاګرد دی او د کندهار فرهنګیان او مدني فعالان یې پېژني او دغه پېژندنه یې د فرهنګیانو د عریضي پر اساس د کندهار داطلاعات و فرهنګ رئیس محترم دواخان مینه پال د څارنوالۍ لپاره تائید کړې ده. کومې ځانګړنې چې د هستي محمد په اړه لیکل شوي، هغه د فیض الله ځانګړنې دي.

درمان: محمديار وايي، چي په دوسيه کي هستي محمد مجرد ښودل سوی او ټولي ځانګړي چي ورکول سوي، هغه د فيض الله دي، په داسي حال کي، چي په لاندي انځور کي هستي محمد متآهل، د ۳ اولادونو پلار او متعلم ليکل سوی دی. له دې معلوميږي، چي محمديار په قضيه سم نه دی خبر او بايد سم معلومات وکړي.

1

يار:

  • هغه غمی چې په دوسیه کې یې یادونه شوې، هستي محمد مشهور په غمي نه بلکې فیض الله مشهور په غمي دی چې دا مهال فیض الله له خپل پلار عزیزالله سره یو ځای پاکستان ته تښتېدلی او دغه خبره د فیض الله ورور رحمت الله کوي چې هغه هم په همدغه تور نیول شوی او د کندهار په محبس کې بندي دی، او دغه صراحت د دوسیې په ۱۳۹ پاڼه کې لیکلی دی.دوسیه خپله وايي، چې هستي محمد مشهور په غمي د فیض الله مشهور په غمي پر ځای نیول شوی دی.

درمان: په اسنادو کي ښکاري، چي فيض الله او هستي محمد بېل بېل مجرمين دي او د فيض الله دوهم نوم نه دی ليکل سوی. بايد دواړه مجرمين ونيول سي، خو فيض الله او د فيض الله پلار عزيز الله، چي هغه هم په قضيه کي ښکېل دی تښتېدلي دي.

1

يار:

  • تښتول شوی کوچنی د ارغنداب ولسوالۍ په وادیان کلي کې د پولیسو له خوا د تښتېدلي فیض الله او بندي رحمت الله د خور او اخښي (قادرجان) له کوره روغ رمټ را ایستل شوی دی. دوسیه وايي کې راغلي، چې غمي اختطاف شوی ماشوم د خپل اوښي قادرجان په کور کې ساتلی دی ، خو قادر جان د هستي محمد مشهوري په غمي اخښی نه دی د فیض الله مشهور په غمي اخښی دی.

درمان: په لاندي انځور کي معلوميږي، چي اختطاف سوی کوچنی د حاجي عبدالقاهر په کور کي ساتل کېدئ او حاجي عبدالقاهر د فيض الله خسر دی، چي له همهغه کور څخه کوچنی سالم بيرته ترلاسه سو. محمديار صاحب دي يې ښه په غور وګوري.

1

يار:

  • د فیض الله کور چې د اختطاف لپاره کار ځنې اخیستل کېده، د پولیسو له خوا ضبط شوی خو د هستي محمد کور نه دی ضبط شوی او اوس یې هم کورنۍ ژوند پکښې کوي.

درمان: محمد ولي، حاجي عبدالعلي، فيض الله او عزيز الله د قضيې اصلي عاملين بلل سوي او دا چي فيض الله او رحمت الله (وروڼه) او عزيزالله (پلار) درې سره په قضيه کي دخيل دي، پر همدې اساس يې کېدای سي کور ضبط سوی وي.

يار:

  • څارنوالۍ وروسته له دې چې پوه شوې دواړو محاکمو ته دوه واره په صراحت لیکلي چې د تښتېدلی فیض الله پر ځای بېګناه هستي محمد نیول شوی، دا صراحت د دوسيې په ۲۲۷ لمبر پاڼه کې راغلی دی، همدارنګه د دوسې په ۲۳۱ لمبر پاڼه کې د فیض الله د ورور(رحمت الله) چې اوس بندي دی او هستي محمد دواړو اظهارات شته چې یو د بل خبرې تائید وي. رحمت الله وايي چې هستي محمد یې ورور نه دی. فیض الله یې ورور دی.

درمان: د قضيې او اسنادونو په هيڅ ځای کي نه دي ويل سوي، چي هستي محمد او رحمت الله يا فيض الله وروڼه دي. هر يو فيض الله او هستي محمد دواړه بېل بېل مجرمان پېژندل سوي. هر څوک کولای سي، په پورته سندونو کي يې په دقت وګوري. په سندونو کي هستي محمد د عزيز الله نه، بلکي د محمد حنيف زوی ښودل سوی.

نوټ: ۱۱ او ۱۲ نقطې د محمديار په وينا د ږغيزو کليپونو اړوند دي، چي په دغه ليکنه کي يې زه په اړه څه نه سم ويلای، ځکه هغه ږغيز کليپونه نه ده وړاندي کړي او نه ما اوريدلي.

د هستي محمد اړوند قضيه د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس دواخان مينه پال ته هم وړاندي سوې، تر څو د هغه په توسط ملي امنيت رياست مرسته ورسره وکړي. مينه پال په لاندي سند کي د ملي امنيت رئيس ته په واضحو ټکو ويلي، چي قانوني مرسته ورسره وکړئ، خو پر هغه سربېره پر هستي محمد ۱۵ کاله بند راووت، نو له دې معلوميږي، چي يا هستي محمد مجرم دی او يا هم د ملي امنيت رئيس له قاضي مسلم سره لاس دی.

1

بل ځای محمد يار ليکلي، « په دغه مسئله د کندهار والي ډاکتر توریالی ویسا، ولایتي شورا، چارواکي، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او رسنۍ خبرې او مستقیماً په جریان کې دي.» يعني، د هستي محمد په قضيه کي، امنيه قوماندانۍ، څارنوالۍ، ولايت مقام، محکمې، د مخابراتو رياست او نورو ټولو دخيلو ارګانونو خيانت کړی، ټول پر ناحق او يوازي محمديار يار پر حق دی؛ دا ډېره د خندا خبره ده.

دا چي ټول تورن کسان د يو بل د اعترافاتو په نتيجه کي يو په بل پسې نيول سوي، نو همدا خو د تحقيقاتو يوه برخه ده، په دې ولي محمديار يار خپه دی.

محمديار يار، چي کره شواهد او لاسوندونه نه لري او د خپل مجرم ملګري ننګه په قانوني توګه نه سي کولای، نو له مجبوريه ليکنو ته لاس کوي، هغه هم داسي ليکني، چي د لاسوندونو څرک پکښي نسته، بس همدا خبره په وار وار تکراروي، چي تاسي ورسئ زما د فلانکۍ او فلانکۍ ادعا پوښتنه وکړئ، په داسي حال کي، چي زه د هري خبري په اړه سند د هغه مخي ته ږدمه.

 زه وايم، چي کاشکي دي دغه احساس د نورو مظلومانو په وړاندي هم داسي وای. هغه وخت، چي د جنرال رازق اوباشانو لکه جاجو، مرموزي وژني کولې، د خلګو کورونو ته اوښتل او انسانان يې تر شکنجو لاندي وژل، کاشکي دي هغه وخت هم داسي احساس درلودای، کاشکي دي هغه وخت هم پايلوچانه قلم چلولی وای؛ خو، نه؛ ستا احساسات تر خپلي اسرې محدود دي.

ايا دغه ستا احساس او انصاف دی؟! زه نه د قاضي مسلم طرف نيسم او نه د هستي محمد پر ضد يم، خو د يو ګوند له استازي او پاخه ليکوال سره دومره بې انصافي نه ښايي.

د ښاغلي يار د نه قناعت په صورت کي به نور ثبوتونه هم وړاندي کړم، چي هستي محمد يو انسان تښتوونکی معرفي کوي.

ښاغلي محمد يار يار ته په بشپړ درناوي،

احمد درمان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *