د کلي تر ټولو ښکلي نجلۍ
زه يمه ګل پاڼه ، د کلي تر ټولو ښکلي نجيلۍ . کله چي پېغله ومه ، نو به اولوتمه ، له ما سره به په شنو باغو او سرو ګلانو کښي اووه بېل بېل مست مرغان هم الوتل ، را الوتل . کله چي پلار ودودلم ، نو يې اووه اسان هم راکړل چي اووه سپارلي به يې په هغو اووه کلاو ګرځېدل را ګرځېدل چي زما ملک مېړه و ماته را جوړي کړي وې چي کومه دي خوښه سي ، هلته اوسه . زما د وم لمسي د زوکړي ومه شپه وه چي کلي ته اووه ناولد راغلل او د کلي هر وګړي يې په اووه اووه برخو کښي وڅوکروي . نن خواره سپين سري توړۍ يمه ، و اووه قبرو ته ناسته اوښکي بيومه چي زما د اووه زامنو دي . که مي کلي په وينو ولړل سو او هر رنګه بدحاله سومه ، نو نور هيڅ زور نه راکوي ، بس په هغو اووه ځوانانو ژړا راځي چي په اديره کښي په مخامخ غونډۍ له يو بله خوابدي لکه د پيلبو وېشل سوي اووه رنګونه بېل بېل ناست دي. خداي جانه توړي دي دي تا قربان سي ، ولي نه اورې ، وا مي وره ، چيغي درته وم ، ژړا درته کوم ، شکېدلي سر درته توروم کله به دغه اووه رنګونه يو ځاي کېږي او کله به رڼا ترې جوړېږي .
پاي جنوري 2015
===========================
لېوني اوښ
د ژړګل اکا اوښ خشمېدلي دي ، په اکا پسي منډي وهي . اول په کيږديو کښي ورپسې وو او اوس د غره په دا مان کښي يې خوار په مخه کړي دي . زما په خيال د اوښ نيت دغه دي چي ساده ګوټي اکا به وژني . اي څه ، څه بدي دوړي دي بلکه ګرسره طوفان دي او هيڅ هم نه ليدل کېږي ، خو اوښ ، اکا ښه ويني او لکه مرګ پسي ځغلي . په داسي کښي حال کښي موږ خيرن پيرن کوچنيان په يبلو پشو او زموږ د کږديو زناني لکه لېونۍ اوښ په تېرو کاڼو ووهو خو ضدي اوښ له خپله ضده نه راګرځي . وي وي څه خطا را څخه وسوه چي خپل يواځني غشي مو په هغه ناولد شين سترګي او سورمخي خرڅ کړل چي ژړګل اکا د څو شپو دپاره خپل اوښ په باړه په سرو نوټو ورکړي وو .
پاي جنوري 2015