آیا ځوان افغانان د خپلې ټولنې په وړاندې خپل مسؤلیتونه ادا کړي؟
په ظاهره ټول افغانان دا نارې وهي چې که چیرې ملي یووالی او تفاهم را منځته نکړو؛ افغانستان نه جوړیږي. هر افغان وایي چې د افغانانو بیړۍ ځکه نه روانیږي چې اتفاق او یووالی پکې نشته، له بده مرغه بیا د عمل په ډګر کې تر نالوستو، لوستي ځوانان ډیر کمزوري دي.
ولې ولسونه ناکامیږي؛ په نوم کتاب کې چې لیکوالان یې ډارن اسمګلو او جیمز رابینسن دي او د ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۲۰ خپره شوې، راغلی چې اکثریت هغه ولسونه چې غیر مشتمل سیاستونه کوي تل ناکامیږي.
د ۷۰مي میلادي لسیزې را پدیخوا د افغانستان سیاسي رهبرانو تل غیر مشتمل سیاستونه کړي او د پردیو په لمسون او د خپلې نا پوهۍ له وجهې یو بل د کمیونست، کافر، اشرار، متعصب او په یوه او بله نامه سره نفي کړي او سره جنګیدلي چې په منځ کې پر افغانستان سربېره هغوئ پخپله هم ځپل شوي.
په ۲۰۰۱ م کې د طالبانو د رژیم له پرځېدو سره سم د هیلې نوي څرکونه را څرګند شول، ځوانانو تعلیم ته مخه کړه او یو شمېر بهر مېشت تعلیم یافته ځوانان مو بېرته هیواد ته را ستانه شول. اوسمهال تقریباً د هر ځوان په ذهن کې د وطنپالنې حس ځای نیولی خو د وطنپالنې په اخلاقو او اصولو لا هم نا خبره یو او د یو جامع تعریف پر ځای هر څوک وطنپالنه جلا جلا تعریفوي.
د ګڼو تعریفونو له منځه د وطنپالنې تعریف یو دا هم کېدی شي: وطنپالنه خپل هیواد او ولس سره مینې او د نوموړو ارزښتونو او ګټو ته ژمن پاتې کېدو ته وایي.
د وطنپالنې د حس په زیاتولو کې مدني فعالانو، د ولسي جرګې ځینې وکیلانو، د پوهنتون استادانو او تکړه او نوښتګر لیکوالانو د خواله رسنۍ او ویبپاڼو له لارې ستره ونډه درلوده او لري. په خواله رسنیو کې په تېره بیا فېسبوک د هیواد له ګوټ ګوټ څخه د ځوانانو په نښلولو، ددوې تر منځ د نظر په تبادله او فکري انکشاف کې مهم رول لوبولی دی. د خواله رسنیو له حالاتو ښکاري چې اوس زمونږ په ځوانانو کې د زغم او فکري انکشاف استعداد مخ په ډېریدو دی.
په همدغه رسنیو کې د ځوانانو د فکري انکشاف، سیاسي بصیرت ډېرښت، د ملي ارزښتونو پېژندنه، د انتقاد او تخریب تر منځ تمیز او اخلاقي کرښو د معلومولو لپاره داسې تکړه ځوانانو ته اړتیا شته چې ځوانان سمې لورې ته سوق کړي او په اصطلاح د رهبرۍ بار په اوږو واخلي.
له نیکه مرغه په افغاني ټولنه کې د داسې ځوانانو کمی نشته چې د رهبرۍ او لیډرشیپ استعداد او پوتنشل پکې نه وي، خو پوښتنه دا را ولاړیږي چې آیا دغو نوښتګرو او با استعداده ځوانانو خپله دنده تر سره کړې؟ آیا دوې رښتیا هم وطنپاله دي که هسې د وطنپالنې اکټینګ کوي؟!
د وطن او ولس سره مینه له ورایه ښکلې ښکاري خو په عمل کې ثابتول یې ډېر ګران کار دی او زښتې ډېرې قربانیانې غواړې. ولسي او هیوادنۍ ګټو ته په کتو سره به شخصي منافعات تر پښو لاندې کوې او د هیواد د مصلحت لپاره خپلې شخصي دښمنیانو ته به شا اړوې.
هغه ځوانان چې ټولنه کې د اصلاح راوستلو وړتیا او استعداد لري په نورو ځانځاني کارونو بوخت دي چې دغه کړنې نه يواځې دا چې هغوۍ تیارو کندو ته ټېل وهي او شخصیتونه یې خرابوي، بلکه د هغوۍ پام له خپله مسؤلیته هم اړوي.
انسان چې څومره لوېږي (علم یې ډېرېږي) هومره یې د خپلې ټولنې او خپل ولس په وړاندې مسؤلیتونه هم زیاتېږي.
له بده مرغه ځینې نوښتګر لیکوالان او مدني فعالان د نظر د اختلاف له وجهې په خواله رسنیو کې تل د یو بل په تخریبولو کې بوخت دي او دا یې له یاده وتې چې د ټولنې په وړاندې دوې څومره درون مسؤلیت لري. د هغوۍ له یاده وتي چې د هغه مسؤلیتونو او ولسي ښېګڼو په پار باید خپلمنځي اختلافاتو ته شا کړي او خپل ځوان پلویان له ټوټې کېدو وژغوري او یوې موخې، یووالي او وطنپالنې ته یې توجه جذب کړي. که رښتیا هم هیودانۍ مینه ددوې په زړونو کې وي باید د اختلافاتو پر ځای په مشابهتونو تمرکز وکړي او دا خبره خپل ذهن ته ننباسي چې که چیرې پرمختګ غواړو نو اختلافات به څنګ ته کوو او یو ځای به کار کوو.