تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سعودي عربستان د پاچا ملک عبدالله پر مړینې خواشیني وښوده او د سعودي عربستان له ملت او حکومت سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

د سعودي عربستان تلویزیون نن/جمعه/ د دغه هیواد د پاچا ملک عبدالله، چې له ډېره وخته را په دې خوا ناروغ و، د مړینې خبر اعلان کړ.

د سعودي عربستان تلویزیون همداراز وویل چې د ملک عبدالله ناسکه ورور ملک سلمان، چې ۷۹ کلن دی، د سعودي د نوي پاچا په توګه د واک پر ګدۍ کښېناست.

ملک عبدالله په وروستیو کې د سږو په ناروغیو اخته و.

ملک عبدالله په ۲۰۰۵ میلادي کال د خپل ورور ملک فهد له مړینې وروسته د سعودي عربستان پاچا شو.

له کله چې ملک عبدالله په روغتون کې بستر و، د ده ورور ملک سلمان د حکومت او دولت مشري کوله.

ملک عبدالله، ملک سلمان او امیر مقرن د سعودي عربستان د بنسټګر ملک عبدالعزیز زامن دي ځکه ورته ال سعود وايي.

ملک عبدالله د ملک عبدالعزیز، چې ۳۷ رامن یې لرل، دیارلسم زوی و.

ملک عبدالله په ۱۹۲۴ میلادي کال په ریاض کې زېږېدلی و.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نړۍ لومړنی مشر و چې د ملک عبدالله په مړینه یې له سعودي عربستان سره غمرازي وکړه.

One thought on “د سعودي عربستان پاچا ملک عبدالله د ۹۰ کلونو په عمر مړ شو”
  1. دمرگ نه مخکی به یی یو خدمت کری وای چه داخرت چراغ به وه په قبرکی ورته، هغه داچه تول هغه دسعودی مریدان چه خودکش حملی کوی هغه به تول حرام اعلان کری وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *