تاند- د افغانستان په څو ښارونو کې نن زرګونو خلکو د جمعې له لمانځه وروسته د فرانسې د چارلي ابدو مجلې له لوري د اسلام د ستر پیغمبر رسول اکرم (ص) د کاریکاتور د خپرېدو په اعتراض کې مظاهرې وکړې.

ډېری مظاهره چیانو له فرانسې سره د افغانستان د دیپلوماتیکو اړیکو د غوڅولو او په کابل کې د فرانسې د سفارت د بندېدو غوښتنه کوله.

په کابل، هرات، ګردېز، غزني او څو نورو ښارونو کې مظاهره چیانو مړه دې وي فرانسه او مړه دي وي د اسلام دښمنان شعارونه ورکول.

دوی ویل چې دا ډول اعمال، چې د اسلام د ستر دین او مسلمانانو سپکاوی دی، باید پرې نښودل شي.

ځینو مظاهره چیانو د فرانسوۍ مجلې له لوري د حضرت پیغمبر د کاریکاتور خپرېدا له اسلام سره د جنګ اعلان باله.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چارلي ابدو مجلې له لوري د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور خپرېدا په کلکه وغندله. ده پر دې طنز مجلې حمله هم غندلې وه.

له حملې وروسته د دې مجلې هغه ګڼه چې د اسلام د پیغمبر کاریکاتور یې پکې خپور کړ، پنځه ملیونه نسخې وپلورل شوه کنې دا مجله په عادي وخت کې شپېته زره ګڼې خپرېږي.

ځینو مظاهره چیانو ویل، په داسي حال کې چې پر چارلي ابدو مجلې د حملې د غندلو لپاره په ملیونونو فرانسویان راټولېدای شي ولي مسلمانان د خپل پیغمبر شان ته د توهین په وړاندې ملیوني لاریونونه نه شي کولی.

له افغانستان او پاکستانه پرته په نورو اسلامی هیوادونو کې د دې پېښې په وړاندې عکس العمل نه دی ښودل شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *