حمید د پښتوله هغو سترو شاعرانو څخه دی، چې په پښتو ادب کې د یوه نوي سبک موسس ګڼل کېږي.
دې پښتو ادب د موادو له حیثه غني کړی دی، د ده تراوسه څلوراثره لیدل شوي، چې په لاندې ډول دي:
د حمیدبابامشهوراثردیوان دی، چې پښتوټولنې کې په درومرجان شهرت لري، دغه دیوان(۲۹۰)غزلې اوقصیدې، یومخمس، یو ترکیب بنداودوې څلوریزې لري، چې ټول بیتونه یې تر(۲۹۳۲) پورې رسېږي.
دده دیوان دده په ژوندټول شوی دی اود خټکوپه لیک دودلیکل شوی دی.
د عبدالحمیدپه دیوان کې د فولکلوري اوکلتوري څېړنونمونې ترسترګو کېږي، چې ځینې یې دادي: متلونه، اصطلاحات، خرافاتي عقاید، انګیرنې او پښتونواله. د بابا اشعارپه انګرېزي، روسي، عربي او اردو ژبوژباړل شوي دي.
۲:نيرنګ عشق:
د حمیدبابا په اثاروکې له دیوانه پرته ددې(مثنوي)هم شته، چې دوې پکې (قصې)اویوه یې د(شرعته الاسلام)دیني مثنوي ده.
نیرنګ عشق یې د داستاني مثنویاتوهغه لوړشهکاردی، چې په پښتني ادبي حلقوکې یې هم ښه شهرت ګټلی دی.
دا د(عزیزاوشاهد)د مینې داستان دی، چې په فارسي ژبه د پنجاب دکنجاه نومي کلي اوسېدونکي د اورنګ زیب مغولي دورې شاعرمولانامحمداکرم عنمیت په(۱۵۰۰)بیتونوکې په(۱۰۹۶هـق)کال نظم کړی دی، پښتون شاعر عبدالحمیدمومندهم ددغې مثنوي پښتو ژباړه،دپښتودادبي دنیا ذوقمندانوته وړاندې کړې ده.
دغه ترجمه په ازاده توګه شوې اوپه داسې خاص مهارت شوې، چې د عبدالحمیدمومنداستادي ترې ثابتیږي.
۳:شاوګدا:
د شاوګدا قصه د حمیدمومند بل داستان دی،ده دغه داستان دهلالي چغتایي له دري شاه درویش نه د غلام محمداخونزاده په سپارښت ژباړلی دی،ددې ټول بېتونه(۱۹۰۰)دي، د شاوګداپه ترجمه کې هم حمیدد نیرنګ عشق دترجمې په څېرپیاوړی دی.
د شاوګداقصه د دري اوپښتوادب د یوشمېر نورو فولکلوري قصولکه، لیلی او مجنون، خسروشرین، وامق وغدار، ادم خان اودرخانۍ، مومن خان اوشیرینۍ اوداسې نوروپه شان په مینه څرخي.
عبدالحمیدمومندتر وسې وسې زیار ویستلی،چې دکیسې مفهوم په نوي انداز بیان کړي، چې د پښتوژباړې ګمان نه پرې کېږي اوکاملایې دپښتومال ګرځوي. (۵۹: ۲۳مخ)
د نظم نه په نظم ترجمې کې دغه دوه داستاني اثار، چې د مثنوي په فورم کې لیکل شوي دي، دادبي پیاوړتیا له لحاظه یې ساری نه لیدل کېږي.
۴:شرعته الاسلام:
دغه اثردعلامه رشاد صاحب پواسطه وموندل شو اوتر ډېره وخته پورې ورک و، دا ورکه خزانه دکمیت په لحاظ د حمید مومند تر ټولو څرګندو اثارو لوی او ضخیم اثردی، بلکې که ووایو، چې دحمیدمومندددې څرګند اثار یعنې درومرجان، شاه وګدا او نیرنګ عشق په مجموعي توګه ددې ورک اثر نیمايي برخه نه ده، ځکه چې دا اثر تخمینا پنځلسو زرو(۱۵۰۰۰)بیتونوته رسېږي اودرومرجان تر(۲۹۰۰)شاوګداتر(۱۹۰۰)اونیرنګ عشق تر (۱۷۰۰) بیتوزیات نه دي، چې د ټولومجموعه(۶۵۰۰)بیتونه کېدای شي.
شرعةالاسلام منظوم عربي متن دی، چې د حضرت محمد(ص)ژوندپکې تشریح شوی دی، مولف یې د بخارا مفتي امام الواعظ رکن الاسلام محمود بن ابي بکر الحنفي دی.
شرعةالاسلام په پارسي هم ترجمه شوی دی، د پښتومنظومه ترجمه یې چې دحمیدمومندپه غښتلي قلم لیکل شوې ده، په پښتوتبلیغي اثاروکې دادبي نفاست له مخې هسکه درجه لري.