(دوهمه برخه)
د میرزاخان انصاري دېوان
سمؤنه اوڅېړنه
ډاکټرپروېزمهجورخوېشکی
په دغه نامه دمیرزاخان دېوان په پښتونخوا( پېښور) کي دډاکټر پروېزمهجورخوېشکي په ” سمؤنه اوڅېړنه” دپښتواکېډیمی پېښور یونیورسټي له خواد۲۰۰۴ع کال دنومبرپر۲۵مه په جدون پرنټنگ پریس پېښورکي چاپ سوی دئ. داهتمام چاري ئې محمدجاویدخلیل سرته رسولي دي اوپروف ئې قاضي حنیف الله حنیف لوستی دئ. متن خطاطي سوی اوبیاچاپ سوی دئ.کاتب ئې محمدرسول نومېږي.
ددغه چاپ سرکي “سریزه” (څلورمخه)، ورپسې”مننه” (یومخ) اوتردې وروسته د” دادیوان” ترسرلیک لاندي دوه مخه یادونه راځي چي په هغې کي ددیوان مرتب دمیرزادېوان پرمخکینیو چاپونو ږغېدلی دئ اودغه رازئې ددغه حاضرمتن دترتیبولوپر څرنگوالي لنډي خبري کړي دي اوزیاته کړې ئې ده چي داحاضرمتن ئې له یوې زړې قلمي نسخې، دهمېش خلیل په زیاردمیرزادېوان ( چاپ ۱۹۵۹ع) ، ددوست شینواري په زیاردمیرزا خان انصاري دېوان (چاپ ۱۳۵۴ش = ۱۹۷۵ع)،د” میرزاهد” په نامه دېوان (چاپ لاهور ۱۹۱۵ع ) اودمېجرراورټي د گلشن روه له منتخابوله مقابلې څخه برابرکړی دئ. زړه قلمي نسخه ئې د” ط ق” په مخخف نامه، دهمېش خلیل په زیار برابرسوی دېوان ئې د” هـ خ” په نخښه، ددوست شینواري په لاس تهیه سوی دېوان ئې د” د ش” په تورو اود” میرزاهد” په نوم چاپي دیوان ئې د” م ز” په لنډ نامه ښوولی دئ. په دې نسخوکي ئې د” میرزاهد” نسخه د” لاهورچاپ” بللې ده اونور تفصیل ئې نه دئ ورکړی. دمیرزاخان انصاري ددغه دېوان په باب زه دهمدې لیکني په لومړۍ برخه کي یوڅه ږغېدلی یم خو دلته به هم داڅوخبري دمطلب دوضاحت په نیامت ولیکم اوهغه داچي دغه دېوان د” دیوان میرزاهدافغانی محشی” په نامه دکندهارښاردکتابود تاجرانوملاجان محمد اوملابسم الله په فرمایش دلاهورپه اسلامیه مطبع کي په ۱۳۳۴هـ ق کال = ۱۹۱۵ع کي چاپ سوی دئ. دتحشیې کارئې ملاعبدالغفارقندهاري سرته رسولی دئ. د”لاهور چاپ” خبره ددغه دېوان په باب یوه څنگزنه خبره ده اوله نور تفصیل پرته لوستونکي ته داسي انتباه ورکوي چي گویا داچاپ د لاهور دکوم شخص یاکومي خپرندویي مؤسسې په اراده اوهمت خپورسوی دئ. په داسي حال کي چي دلاهورمطبعې دمزدپه مقابل کي یو تجارتي رول لوبولی دئ اوبس. ددغه دېوان دخپرېدو مسئولیت او زیاردملا جان محمداوملابسم الله پرغاړه دئ او دتحشیې درانه بارته ئې ملاعبدالغفارقندهاري اوږه ورکړې ده. تردغو توضیحاتو وروسته که بیاڅوک دغه چاپ په مخفف ډول ( دلاهور چاپ) وبولي،څه خبره نه ده، خو له توضیحاتوپرته ئې ” دلاهورچاپ” بلل ، هغه لوستونکی چي نه ئې دغه چاپ ،نه ئې دهمېش خلیل چاپ اونه ئې دکابل چاپ کتلی وي، بې لاري کوي.
په دغه دوه مخیزه یادونه کي دنورو قلمي اوچاپي نسخولنډه پېژندنه هم نسته. دغه رازئې هغه قلمي نسخه چي میاطارق شاه کاکاخېل له خپل کتابتون څخه داستفادې له پاره ورکړې ده، هم نه ده معرفي کړې. نه ئې دنسخې دکتابت نېټه، نه ئې کاتب اونه ئې نوري لیکدودي ځانگړتیاوي بیان کړي دي. له بلي خواپه سریزه کي پروفېسرډاکټرراج ولي شاه خټک لیکلي چي ده ډاکټرپروېزمهجورته ” د ډائرېکټر په حیث داهدایت اوداصلاح ورکړه … چې په اکېډیمۍ کښې دمیرزاخان انصاري ددیوان قلمي نسخه هم موجوده ده ــ نو دچاپ شوي دیوانونو او د اکېډیمۍ نسخه سره مقایسه کړه چې سم صحیح دیوان ترې هم مرتب کړی شي.”
لوستونکی دلته نه پوهېږي چي آیا داکېډیمۍ قلمي نسخه همدا دمیا طارق شاه کاکاخېل له خوا ورکول شوې نسخه ده اوکه نه کومه بله نسخه ترې مراد ده. که دادواړي نسخې یوه نسخه وي، نوددې خبري وضاحت پر مرتب باندي لازم اوضروري وو اوکه دوې بېلابېلي نسخې وي نوبیاداپوښتنه منځ ته راځي چي ولي دپروفیسرډاکټرراج ولي شاه خټک ” هدایت اوصلاح” په پام کي نه ده نیول سوې اوداحاضرمتن ولي داکېډیمۍ له نسخې سره مقابله سوی نه دئ؟
ښه، ماخوخبره ددغه حاضرمتن پرپېژندگلوي باندي رانښلولې وه او هغه پربله راڅخه ولاړه. د” دادیوان” په نامه تر دوه مخیزیاداښت وروسته ” مقدمه” راځي اوپه هغې د” میرزاخان انصاري ــ ژوند،فکر او فن” ترسرلیک لاندي ښې اوږدې محققانه خبري او نوي څېړني سوي دي. ددغوڅېړنو شنل ،که څه هم زمادکتاب موضوع نه ده، خوڅرنگه چي ددېوا ن مرتب دخپلوڅرگندونوپه یوه برخه کي لیکلي دي چي” څېړنه دیوزماني تسلسل نوم دی اوداهم په دې حساب تکمیل ته رسي. زمادکارغلطۍ درستول به اینده دڅېړنکارذمه واري وي”، ددوی دغي پراخ نظرۍ زه زړه ور کړم چي پریوشمېر ټکوباندي دیولړ وضاحتو په خاطرلږ وډېر وږغېږم.
دلیکني شروع په دې جملو ده چي ” مېجر راورټي دمیرزاخان نوم فتح خان لیکي اوپه قام ئې یوسفزی گڼي. دغه رنگ داخبره پوهاندحبیبي صاحب په ” پښتانه شعراء” (اول ټوک) کښې سردوباره کړې ده ….”
لوستونکو ته دي معلومه وي چي مېجرراورټي رشتیاهم یونیم سل کاله پخوا دخپل کتاب (A Grammar of the Afghan Language) په اول چاپ (۱۸۵۵ع)کي د میرزاخان انصاري اوحمیدلودي په باب یولړ ناسم روایتونه خپاره کړي ول اوپه هغوکي ئې دمیرزاخان انصاري نوم فتح خان اوقام ئې یوسفزی لیکلی اوحمیدمومندئې دتیمورشاه ابدالي ( ۱۷۷۲ــ ۱۷۹۲ع) دعصرسړی بللی وو. دمیرزاخان په باب تېروتنه ئې دهمدغه کتاب په دریم چاپ (۱۸۶۷ع) دېرشم مخ کي پخپله اصلاح کړې ده اولیکلي ئې دي :
He has been sometimes erroneously called Fat’h Khan, Yusufzi, which also led me astray in my remarks on the literature of the Afghans, in the first edition of this work.
ترجمه :
“دی (میرزاخان ــ ژ) کله کله په غلطۍ سره فتح خان یوسفزی بلل سوی دئ چي زه ئې لاهم ددغه کتاب په لومړي چاپ کي دپښتنوپرادبیاتو باندي دخبروپه ترڅ کي بې لاري کړی وم”.
دحمیدمومنددژوند دزمانې په باب تېروتنه هم پخپله دراورټي له خوا دنوموړي دیوه بل اثر(Selection from the poetry of the Afghan)، چاپ ۱۸۶۲ع په ۸۵ــ ۸۶ مخ کي سمه سوې ده اودحمیدمومنددمړیني کال ئې ۱۷۳۲ع = ۱۱۴۵هـ ق ښوولی دئ. ده لیکلي دي :
The year of the poet’s decease is, like that of his birth, somewhat uncertain; but the people of his native village account his death to have taken place about the year A.D. 1732, ….
ترجمه :
د شاعر د مړیني کال د ده د زېږېدني دکال په شان یقیني نه دئ، خو د ده د خپل کلي اوسېدونکي وایي چي مړینه ئې په ۱۷۳۲ ع کال پېښه سوې ده ….
دغه نېټه د تیمورشاه ابدالي تر پاچا کېدلو څلوېښت کاله پخوا وخت دئ.
د میرزاخان په باب د راورټي تېروتني د پښتانه شعراء اول ټوک ته رشتیاهم ۷۳ کاله پخوا لار موندلې وه . په هغه وخت کي چي د کتاب پرېماني دنن په شان نه وه او محققینوپه ډېرو محدودو امکاناتو کي د څېړني کارپرمخ واهه، دغه راز تېروتنه ناممکنه نه وه. خوددغي تېروتني دسمون په نیامت ترټولومخکي زموږ یوه حقدارمشرارواښاد پوهاندرشتین (۱۹۱۹ ــ ۱۹۹۸ع) له نن څخه شپېته کاله پخواپخپل کتاب( د پښتودادب تاریخ ــ ۳۶ مخ دوهم چاپ ۱۳۳۳ش )کي بې له دې دچانوم واخلي میرزاخان ” دنورالدین زوی اودمیاروښان لمسی بللی دئ”.میاروښان ئې دهمدغه اثرپه ۳۲ مخ کي ” په قام ورمړ” لیکلی دئ. دمیرزاخان په باب ئې دراورټي نوربیان رااخیستی دئ، خو د” فتح خان یوسفزي” تر نامه ئې لاس اړولی دئ.
دپوهاند رشتین صاحب تردغي لیکني نهه کاله وروسته پخپله پوهاند حبیبي مرحوم دپښتو ادبیاتوتاریخ ــ دوهم ټوک، چاپ ۱۳۴۲ ش په ۲۵۹ مخ کي دبایزید روښان پلار” اصلاً قندهاری اورمړ” بللی دئ. دهمدې اثرپه ۲۸۲ مخ کي ئې د” میرزاانصاري” نوم دروښان په پیروانواو” احفادو” کي راوړی دئ. نه ئې ” فتح خان” بللی دئ، نه په قام “یوسفزی”.تردې لیکني لس کاله وروسته ئې دافغانستان پېښلیک د۱۰۴۰هـ ق کال په پېښو کي لیکلي دي چي” میرزاخان د نورالدین روښاني زوی دپښتوشاعرپه دکن کي وواژه سو”.
له نن څخه ۵۶ کاله پخوا په ۱۹۵۹ع کي دپښتویوه بل خواخوږي محقق ښاغلي همېش خلیل د”دیوان میرزاخان انصاري” دسریزي په ( ک مخ) کي دراورټي دغي تېروتني ته اشاره وکړه اوپرڅنگ ئې داخبره هم وکړه چي” اګرچه په دغه خبروکښ دځینوتردیدښاغلی راورټي دخپل پښتوگرامر دړومبی ایډیشن ۱۸۵۵ع په صفحه ۳۰ کړی دی”. دښاغلي همېش خلیل په یادونه کي صرف دغه ټکی دسمېدو دئ چي راورټي دغه “تردید” په “ړومبي چاپ” کي نه بلکي په دریم چاپ (۱۸۶۷ع) کي کړی دئ.
ترښاغلي همېش خلیل راوروسته له نن څخه اته دېرش کاله پخوا یعني په ۱۳۵۶ ش= ۱۹۷۷ع کال زموږ فاضل استاد پوهاند عبدالشکوررشاد دهمدغه راورټي دکتاب ،گلشن روه دکابل چاپ په سریزه کي ، بې له دې چي د راورټي یا دپښتانه شعراء دمؤلف علامه عبدالحي حبیبي نوم واخلي دمیرزاخان انصاري اصلي هویت اوقام وکیښ. علامه رشاد داهم پر زیاته کړه چي دحمیدمومندپه باب دراورټي اول روایت میراحمدشاه رضواني هم اخیستی دئ “خو دمیراحمدشاه رضواني دې ته نه دئ پام سوی چي دنوموړي جارج راورټي فکرخپلي دغي تېروتني ته په (Selection from the poetry of the Afghan) کي اوښتی دئ اوددغه کتاب په ۸۵ مخ کي یې دحمیدمومنددمرگ کال ۱۷۳۲ع (۱۱۴۵ هـ ق) ښوولی دئ ….”
تردغو یادونو وروسته له نن څخه ۲۵ کاله پخواددې کرښولیکوال هم دکابل مجلې له پاره په یوه مقاله کي دمیرزاخان انصاري دیوې قلمي نسخې دمعرفۍ په ترڅ کي ولیکل چي “… دراورټي ځیني تېروتني ده پخپله اوځیني ئې پښتنواستادانوسمي کړي دي، موږاوس میرزاخان انصاري دفتح خان په نامه نه پېژنو، یوسفزی ئې نه بولو، دشعرویلو پیل ئې په ۱۰۴۰ هـ ق کي نه منو ….” دالیکنه ددې کرښودلیکوال په یوه اثر (کچکول ــ لومړی ټوک) کي هم چاپ سوې ده.
کله چي دکندهاریوه زیارکښ زلمي گران مطیع الله روهیال دپښتانه شعراء ټول ټوکونه په یوه مجلّدکي بیاچاپول اوددغه درانه کارپه ټول جریان کي ئې ددې کرښوله لیکوال سره مشوره کوله، ورته وویل سوه چي دپښتانه شعراء دلومړي ټوک ناسم حکمونه له دې اسیته حاشیې ته راکښته کړي چي دامانت اصل پرځای سوی وي. مگرپه متن کي دي د ناسموحکمونوسم شکل ځای سي، چي گران روهیال همداسي وکړه.
له دې ټولو سموونو اواصلاحاتو سره سره،زه نه پوهېږم چي دراورټي دیوې داسي تېروتني بېخونده تکرار به څه گټه ولري چي هغه اریان پخپله سمه کړې هم ده؟ دداسي یوې تېروتني یادونه به څه گټه ولري چي دپښتانه شعراء ترنشرراوروسته په دې اویاوو کلونو کي نه بیاچا تکرار کړې ده اونه ئې په ادبي تاریخ اوتدریسي کتابو کي راوړې ده.د څېړنیزوچاروټول استادان پر دې خبره اتفاق لري چي پربې ضرورته مکرراتو باندي بیا بیاراتاوېدل که دمحقق دبدنیتۍ نخښه نه وي، نود تحقیق دکمزورۍ نخښه خو هرومروده .
په مقدمه کي د” مهمندر” په باب څېړنه بیادستایني وړ ده . ښاغلي ډاکټرپروېز مهجور دپښتانه شعراء دلومړي ټوک دمرتب داخبره په محققانه توگه سپینه کړې ده چي دمیرزاخان انصاري کلی ئې دده د خپلي وینا له مخي په احتمالي توگه ” مهمندر” بللی دئ اوپرزیاته کړې ئې ده چي” مگرمهمندرنه معلومیږي چي په کوم ځای کي وو”. ډاکټرپروېزمهجور ویلي ئې دي چي مهمندر” په سویلي هندوستان کښې دغرونو د دوو لړیو نوم دی.” ( ب مخ)
تردې اړخکي خبرو وروسته بیرته چي دمیرزاخان انصاري دېوان د۲۰۰۴ ع کال چاپ ته راوگرزم.
دمقدمې تردغي برخي وروسته دمیرزاخان پر ژونداواخلاق، اولاد، مړینه اوپه روښاني مسلک کي دمیرزاپرمقام ږغېدلی دئ. (ددغي څېړني په ترڅ کي ئې په (یج مخ) کي ددولت لواڼي دهغه دېوان “مرتب” چي په ۱۹۷۵ع کال دکابل پښتوټولني چاپ کړی دئ، “پروفېسر عبدالشکوررشاد” بللی دئ. پروفېسر رشادددغه دېوان مرتب نه دئ، بلکي دسریزي لیکونکی ئې دئ. ددېوان ددغه چاپ دترتیب اواهتمام چاري عزیزالله او محمدعارف غروال سرته رسولي دي. دادیوان دوهم وارددانش خپرندویي ټولني له خواچاپ سوی دئ اوددغه چاپ داهتمام چاري استادآصف صمیم اوعبدالکریم عامر بشپړي کړي دي چي زه به په یوه بله لیکنه کي پردغه دوهم چاپ وږغېږم).
ترمقدمې وروسته دمیرزاپرشاعرۍ باندي بحث سوی دئ. ددغه بحث په پای کي ” کتابیات” ښوول سوي دي.بیانومتن شروع کېږي چي پیل ئې له (الفنامې) څخه دئ. ترالفنامې وروسته له ۱۹ مخ څخه(دیوان) پیل کېږي. ددېوان دغزلو په ترتیب کي ئې لاس نه دئ وهلی،مگر لیکدودئې اوسنی کړی دئ. دمثال په توگه (حبابَ) ئې د(ب) په ردیف کي راوړی خو (حبابه) ئې لیکلی دئ. تر(دیوان) وروسته (متفرقات) راځي ( له ۲۱۷ مخ څخه) اوبیا” الحاقي غزلونه”. له ۲۲۲مخ په هیسته بیا” دوه دیواني غزلي” اوترهغه وروسته دالفبې پرترتیب برابره لغتنامه ( لس مخه) او ورپسې دمتن اړوندلمنلیکونه چي ښاغلي مرتب” څنډې” نوم ورکړی دئ اوتر۳۲۲ مخ پوري رسېدلي دي. لمنلیکونه ئې دهرردیف داسره بېل کړي دي. هرردیف ته ئې شمېرې (نمبرونه) له یوه څخه شروع کړي دي. دټول دېوان لمنلیکونه دکتاب په پای کي راوړل سوي دي. اوسني متون زیاتره په همدې ترتیب لمنلیکونه لري، خو زه چي ترکمه (کومه) ځایه دمتن په برابرولوکي لږ و ډېره تجربه لرم، راته معلومه سوې ده چي که دمتن نسخه بدیلونه د هماغه اړوندمخ په بېخ کي راوړل سي، دلوستونکي دسرگردانۍ پله ورسپکه کوي.
په لمنلیکونوکي ځای ځای دکابل چاپ دېوان په حواله د” قندهار نسخې” یادونه سوې ده. لوستونکی داسي فکرکوي چي د” قندهار نسخه” به له دغوڅلورو ښوول سوو نسخوپرته کومه بله نسخه وي، خو حقیقت دادئ چي دکابل چاپ مرتب ارواښاددوست شینواري چي کومه نسخه ” دقندهار” په نامه یاده کړې ده، مرادئې ” دیوان میرزاهد افغاني” دئ چي ډاکټرپروېزمهجورصاحب ئې د ” م . ز” په نخښه راښیي. ارواښاددوست شینواري اوډاکټرمهجورصاحب چي دمیر زاهددیوان له کومي نسخې څخه استفاده کړې ده، دواړي همدایوه نسخه ده چي په ۱۳۳۴هـ ق = ۱۹۱۵ع کال په لاهور کي چاپ سوې ده. ددغه چاپ دیوڅوپاڼوکاپي ماته همدااوس پرته ده. ماچي ددغوپاڼو اول مخ دډاکټرمهجورصاحب دچاپ له اول مخ سره مقابله کړ، نتیجه ئې داسي راووته :
دیوان میرزاهد دمهجورصاحب چاپ
دیرش ئې دی حرفونه (او) دېرش کل ئې دي حرفونه
په پښتوبه زه ووایم په پښتوژبه ئې وایم
رهبري ئې د توحیدکړم رهبري ئې د توحید کا
لکه علم د توحید دی (دا) کل علم د توحید دی
نوردي واړه اشارته نورې واړه اشارته
د مرزاکلام شیرین شو د میرزاکلام شیرین شه
پیرروښان له برکته د کامل له برکته
په یوه غزل کي ،هغه هم دمتن دشروع په غزل کي چي دډاکټر مهجورصاحب دثبت اود ( م ز) دثبت دونده (دومره) توپیرونه وي اوپه لمنلیکونوکي دي هم هیڅ رازاشاره ورته سوې نه وي، لوستونکی حق لري چي ددغه متن ثبت ته دشک په سترگه وگوري. ما (هوتک) د موضوع دښه ترا سپیناوي په نیامت ددیوان میرزاهداووه پنځوسم مخ او دډاکټرمهجورصاحب دچاپ ۵۰ ــ ۵۱ مخونه هم سره مقابله کړل او توپیرونه ئې په دې ډول ول :
دیوان میرزاهد دمهجورصاحب چاپ
په طلب هرگوره سخته په طالب هرگوره سخته
په هواباندي وڅخته پرهواباندي ده څخته
واړه داوایي یک لُخته واړه دُرّ وړې یک لخته
++++++++++++++++++++++++++
اې ددین په ښایستوچارو….. اې ددین په ښایسته چارو….
ته چه اوس دریاضت په تاو….. څودلې دریاضت په تاو….
دا بندګي چه ته په رسم ….. بندگي چې ته په رسم ….
خپل عادت څه عبادت کنړشنخټه خپل عادت څه عبادت گڼې چغمټه
دا سړی دسړي هوښ ….. ښه سړی دسړي هوښ ….
ترڅوخوښ په حیوانۍ کښی …. پسوخوښ په حیواني کښې
++++++++++++++++++++++
پورتنیوتوپیرونوته په لمنلیکونوکي هیڅ رازاشارې نسته. زه که دا مقایسه پسې تعقیب کړم ، خبره اوږدېږي اود دغو توپیروپه شته والي کي د ډاکټرمهجورصاحب چاپ ته د متني ناقدینو د گوتونیولو امکان زیاتېږي. که څوک زما (هوتک) څخه په دې باب مشوره وغواړي، نو زه به ورته ووایم چي دغه چاپ که دوهم وار بیا خپرېدئ، اول خو باید په کمپیوټري تورو ولیکل سي او دوهم باید له نورو چاپونو سره د لا زیات ډاډمن کېدلو له اسیته یو وار بیا مقابله سي.
(پای)
————————————-
په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:
د توشیح ادبي صنعت په ختیځ او لوېدیځ کې