تاند- د پاکستان پوځ د افغان کډوالو پر ضد د اقداماتو په لړ کې۱۵۰ افغان کورنۍ د پنجاب ایالت له سیالکوټ څخه خپل هیواد ته ولېږلې.
په همدې حال کې د خیبر پيښتونخوا ایالتي پولیس وايي چې په یوه اوونۍ کې یې ۵۵۵۰ مشکوک کسان نیولي چې د هغو په منځ کې ۱۹۰۰ غیرقانوني افغانان دي.
پاکستان هغو افغانانو ته غیرقانوني وايي چې راجستر شوي نه دي او راجستر کارتونه نه لري.
په هغه راپور کې، چې د پولیسو مرکزي دفتر ته استول شوی دی، د عملیاتو په ترڅ کې شاوخوا ۵۵۵۰ مشکوک کسان او۱۸۰۰ راز راز وسلې نیول شوي دي.
په راپور کې یادونه شوې چې ۱۹۷۰۰ کورونه او ۴۰۰۰۰ هوټلونه د مشکوکو کسانو د موندلو لپاره تلاشي شوی دي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې یو شمېر تعلیمي مرکزونه، چې منظور یې مدرسې دي، پلټل شوي او مشکوک کسان یې نیول شوي دي.
په همدې حال کې د پنجاب له سیالوکوټ ښاره ۱۵۰ افغان کورنۍ خپل هیواد ته لېږل شوي دي.
له بلې خوا په تورخم کې د پاکستان سرحدي چارواکو وویل چې دوه افغان ماشومانې د سختې یخنۍ له کبله مړې شوي دي.
په سیمه کې د پاکستان سیاسي استازي یا پولیټیکل ایجنټ وویل چې یو کلنه زرمینه او د پنځو میاشتو فرمینه د جمرود په شګۍ سیمه کې هغه مهال مړې شوې چې کورنۍ یې د تورخم په لور خپل هیواد ته روانې وې.
په پاکستــان کې ا فغان کډوالو ته باید افغان حکومت په جدي نظر وګوري
ادـ د هغوۍ ستونځې باید د خپل وطن ستونځې وګڼل شي