فولکلور نه یوازې د لیک له ایجاد نه مخکې د لرغونو پېښو په تحلیل او د تاریخي انسان او تمدنونو په پېژندلو کې راسره مرسته کوي بلکې د لیک له ایجاد نه وروسته د ډېرو تاریخي پېښو د رانغاړلو لپاره ارته سینه هم لري. د تاریخي پېښو د ثبتولو کار مورخینو کړی دی؛ خو امکان دې ولري، چې په ځینو برخو کې تاریخ لیکونکیو د ذاتي خوښې او ناخوښې له امله په خپل لیک کې څه کمی زیاتی کړی وي؛ خو ولې ولسي ادب له دغه ډول نیمګړتیاوو څخه تر کافي حده خالص دی او ولسي شاعرانو نسبتاً د خپلې ټولنې رښتوني ترجماني کړې او د وخت نادرې پېښې یې د هنر په بدرګه نورو نسلونو ته راپرې ایښي دي. د هوتکو نارې، د مروتو کسرونه او یو شمېر لنډۍ یې ښې بېلګې دي.
که د خالو لښکرې راغلې
زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه
د ولسي ادب بل اهمیت په دې کې دی، چې دا د مکتوبي او یا لیکني ادب لپاره د سرچینې حیثیت لري، استاد محمد صدیق روهي د ګویته د یو مشهور اثر (فاوست) په اړه لیکي، چې دا له فولکلوري ادب څخه په الهام اخیستلو سره لیکل شوی دی.
د پښتو معاصرو او معروفو شاعرانو ښاغلي دروېش دراني او ښاغلي اقبال شاکر دوه شعرونه، چې له لنډیو نه په تاثر اخیستلو سره لیکل شوي، د بېلګې په توګه وړاندې کوو:
نو دا جینۍ به ولې د اسمان په ژۍ قدم نه ږدي؟
یو چې ښایسته وي بله خور د زورورو وي ـــــ شاکر
ټپه ده چې:
که ناز کوم راسره ښايي
یو ښایسته یم بل له لویه کوره یمه
ـــــــــــــ
بېلتانه دې د هر چا په غم شریک کړم
یار د بل درومي او زه ورپسې ژاړم ـــــ دروېش
ټپه ده چې:
زما په خپله زړه خوږېږي
ځکه د بل په غم کې اوښکې تویومه
بله دا چې فولکلور او بالخصوص ولسي ادب د خلکو د روحي تجلیاتو محصول دی، چې له دې لارې مونږ په ډېره اسانۍ د یوه ملت د اجتماعي سایکالوژۍ اندازه ګیري کولای شو او د هغوی ملي خصلتونه پېژندلای شو، چې دا له اکاډمک ماحول نه علاوه د یوه حکومت په پالیسي جوړولو کې هم راسره مرسته کوي.
دغه راز فولکلوري ادب یوه بې پایه هنري ښکلا لري، چې د ژوند په راز او ناز مو پوهوي او د طبعیت د رنګینیو په درک کولو کې زمونږ له نیمګړو حواسو سره مرسته کوي.
نو څومره چې دغه موضوع او د دغې مهمې موضوع مطالعه ضروري ده، په همدغې پیمانه پرې تنقید کول هم ضروري او لازمي دي، چې دلته زمونږ د بحث اساسي موضوع هم د ښاغلي محمد داوود وفا د کتاب (د فولکلور پېژندنې لارښود) کره کتنه او ارزونه ده.
مخکې له دې، چې پر کتاب وغږېږو باید یوه یادونه او سپیناوی وکړم، چې زه د ادب د ډېرې ابتدائي مرحلې شاګرد یم او ښاغلی داوود وفا، چې د پوهنتون استاد دی او د ډېرو ځوانانو د روزنې مسوولیت پر غاړه لري، د دوی پر کتاب تنقید کول شاید یو خطر ولري، چې هغه د لوستونکیو علمي ګمراهي ده، ځکه تنقید په همدغسې وختونو کې زیانمن تمامېږي، چې کله یو کشر د کوم مشر لیکوال د کوم اثر په کره کولو پسې لستوڼي رابډ وهي؛ خو یو اطمینان، چې زه یې لرم هغه دا دی، چې دا خبره شاید په هغو ټولنو کې صدق وکړي چېرته چې یو منظم اکاډمک سسټم موجود وي، نه په داسې ټولنو کې چې د پي ایچ ډي(PHD) مقالې پکې په پېسو لیکل کېږي. (البته دا خبره عمومي او د اوس لپاره ده، شاید په راتلونکي کې داسې نه وي)
باید ووایم، چې د ولسي ادب په لار کې د یوه اثر زیاتونه او بیا په دغه لنډ تنګ وخت کې دومره خواري، چې ښاغلي داود وفا ګاللې د قدر وړ او نیک کار دی. په کتاب کې د ولسي ادب د تشخیصولو لپاره پوره زیار ویستل شوی او د ادبی ژانرونو په پېژندلو کې له لوستونکیو (محصلینو) سره کافي همکاري کولای شي؛ خو دا چې په هیڅ شي کې تکمیل ممکن نه دی؛ نو ښکاره ده، چې د وفا صاحب په کتاب کې به هم د خوبیو تر څنګ یو لړ ستونزې وي، چې مونږ یې دلته د راسپړلو او ارزولو یوه هڅه کړې. زه په دې باور لرم، چې زما دا هڅه هم د کره کتنې وړ ده، او امکان دې ولري، چې ځیني ځیرک لوستونکي زما دا څو تورې کرښې نقد کړي او په دې برخه کې زما لارښوونه وکړي.
راځو کتاب ته او د کره کتنې په منظور یې پاڼې اړوو.
لومړی خو د کتاب نوم (د فولکلور پېژندنې لارښود) مناسب ځکه نه دی، چې د کتاب متن او نوم سره ډېر توپیر لري. د کتاب له نوم نه داسې ښکاري چې متن به یې د فولکلور پېژندلو په میتودونو بحث کوي او د فولکلور د پېژندلو فورمولونه او لارې چارې به راښيي؛ خو متن یې له نوم سره ډېر سمون نه خوري او د متن محور یې د فولکلور د یوې برخې غیر مادي فولکلور (ولسي ادب) باندې راڅرخي. بله دا چې فولکلور یوه پراخ مفهومه اصطلاح ده، چې ښاغلی لیکوال یې د پراخوالي قایل هم دی. زه دا منم، چې کله نا کله به په شفاهي بڼه (فولکلور) د (فولکوریکو ادبیاتو لپاره) استعمالېږي؛ خو په علمي متن کې او بیا په ځانګړي ډول د کتاب د نوم لپاره مناسبه نه ده. زما په خیال ښه به دا وای، چې د کتاب نوم د (فولکلور پېژندنې لارښود) پر ځای (د ولسي ادب لارښود) وای. البته که د کوم هنري کتاب نوم له متن سره سر ونه خوري او لیکوال یا شاعر پکې د تلوسې په هدف له روایاتو بغاوت وکړي؛ نو دا کومه بده خبره نه ده؛ خو د تحقيقي او تدریسي اثر لپاره دا کار مناسب نه دی؛ ځکه د تحقیق کار راسپړل، څرګندول او حقیقت ته رسېدل دي.
لیکوال له مسوولیت نه د خلاصي لپاره یوه یادونه کړې، چې دا اثر تحقیقي نه بلکې تدریسي دی. لومړی خو سوال دا راپیدا کېږي، چې آیا د پوهنتون تدریسي کتابونه هم غیرتحقیقي وي؟ دویمه دا چې د ښاغلي لیکوال د وینا برعکس په دې اثر کې د موضوع د سېړلو لپاره پوره هڅه شوې، چې د کتاب په پای کې لږ تر لږه ۱۳۴ ماخذونو ذکر شوي دي؛ خو متاسفانه، چې تحقیق یې د تحقیق په اصولو او موازنو برابر نه دی. په دې معنی، چې تحقیق څلور عمده میتودونه (قیاسي مېتود، مقایسوي مېتود، تشریحي مېتود او توضیحي مېتود) لري. اوس وخت محققین عموماً د تحقیقي اثر په پېل کې دا څرګندوي، چې تحقیق یې د کوم مېتود له مخې کړی؟ چې بیا یې کره کتونکی هم د هماغه مشخص کړي مېتود په چوکاټ کې د هغه اثر ارزونه کوي. دا چې لیکوال دا نه ده ښکاره کړې او بې سرشتې یې بحث پېل کړی؛ نو مونږ هم د دغو میتودونو پروا نه ده کړې، ځکه تحقیق یې په پورتنیو څلورو میتودونو کې له یوه سره هم سر نه خوري. دغه راز په دغه اثر کې لیکوال کتابخانيي تحقیق کړی. په دې معنی، چې ولسي ادب د کتابونو په پرتله د ولس په سینو کې ډېر خوندي دی، د دې پر ځای، چې لیکوال ولس ته مراجعه کړې وای او له یوې نوې زاویې یې ټولنې ته څه وړاندې کړي وای، داسې ښکاري، چې یوې کتابخانې ته ننوتی او په شوي کار یې طبعه آزمايي کړي وي. دا حتمي ده، چې د تحقیق پر مهال به مونږ له نورو کتابونو نه استفاده کوو؛ خو د دې مطلب دا نه دی، چې ګني مونږ به په یوه موضوع له شوي کار نه علاوه هیڅ اضافي لاسته راوړنه نه لرو او له نورو کتابونو نه به کاپي پېسټ کوو.
بله خبره دا، چې تدریسي کتابونه هم یو ټاکلی میتود او چوکاټ لري. لومړی یو فصل وي، بیا د فصل لنډیز وي او بیا ورپسې تمرین (پوښتنې) وي، چې دا کتاب په دغه تدریسي میتود هیڅ برابر نه دی.
بله دا چې دا کتاب د ادب د پخوانیو باورونو پر اساس لیکل شوی دی، ځکه د یوویشتمې پېړۍ تحقیقي پرمختګ ته په کتو، چې ساينس او ټیکنالوژي ورسره په څنګ کې ده، دا د تأمل وړ ده، چې د فولکلور په هغو تعریفونو اکتفا وکړو، چې فولکلور محض هغو ادبیاتو ته ځانګړی کوي، چې د تحریر له قید نه آزاد وي او د لیکوال مړی ژوندی یې نه وي معلوم.
د دې تر څنګ لیکوال د ولسي ادب ځانګړتیاوو ته اشاره هومره هم نه ده کړې. مونږه په لنډه توګه وایو، چې په ولسي سندرو کې “د راز او ناز خبرې په ډېر ساده کیف بیان شوې دي او له صداقت نه مالامال دي. له عربي عروض سره لوی توپیر او فطري رنګ لري. له لیکني ادب څخه لوی تاریخي قدامت لري او قومي اصالت پکې تر سترګو کېږي او همدا راز د تصوف او عرفان له له روح نه تر کافي حده په څنګ دي.”
د دې کتاب یوه بله نیمګړتیا دا ده، چې پکې په ولسي ادب د دیني او مذهبي اثراتو هیڅ یاده او سپیناوی نه دی شوی، د اسلام راتګ زمونږ په ولسي ادبیاتو ډېر دیني او مذهبي اثرات پرېښودل، نه یوازې دیني اثرات بلکې ډېر داسې مذهبي باورونه ورته راننوتل، چې هغه اصلاً په دین کې نه وو.
پېره بابا له ډاګ یې وله
له تا تېرېږي دیوانه بابا ته ځینه
دغه اثرات خو زمونږ په فولکلور ډېر راخواره دي؛ خو دلته به یې مونږ یوازې په ولسي ادب پراته اثرات یاد کړو، چې په هغو کې یو شمېر کتابي او یا پتاوي کیسې دي، لکه د یوسف او زلیخا کیسه، د ګنبت شهزادګۍ کیسه، «جنګ نامه حضرت علي» د ملا احمد جان، د حسین او یزید (کربلا) کیسه، «پیغام جنت» د علي حیدر جوشي د معراج کیسه، د نوح (ع) او موسی (ع) په اړه پتاوي کیسې، د رسول الله(ص) د سیرت اړوند کیسې او داسې نور… دغه راز زمونږ د ولسي ادب په هر صنف (ټپو، چاربیتو، غاړو، داستانونو، مقامونو او…) مذهبي اثرات پراته دي، چې تفصیلي بحث به پرې کله بل وخت وکړو.
سورت یاسین راباندې وايه
په ما خولې د زنکدن راغلي دينه
همدا راز زمونږ پر فولکلوري ادب د نورو ژبو اثرات هم پراته دي، چې ښاغلي لیکوال یې هیڅ یاده نه ده کړې. په دې اړه ژور بحث ځکه ضروري ؤ، چې دغه اثرات د یو اندازه ادبي غنایت تر څنګ د فرهنګې سلطې احتمالات هم لري. لیلا او مجنون، فرهاد او شیرینۍ، سیف الملوک او بدرۍ جماله، د اله دین څراغ او… دا هغه کیسې دي، چې د کرکټرونو کړه وړه یې د پښتني روایاتو استازي نه شي کولای.
پاس په اسمان کې ډزې وشوې
چا ویل ملوک دی د بدرۍ سلام ته ځینه
دغو اثراتو د ماشومانو سندرو ته هم لاره کړې، چې دا د ډېرې اندېښنې وړ ده. د بېلګې په توګه (انګک او بنګک) او یا هم د لرې پښتونخوا دا سندره:
ایک و دو جګړه وه
تین سره چپړه وه
چار ورته ولاړ ؤ
پانج په منډه لاړو
چه یې را خبر کړو
دو یې برابر کړو
سات په رپېدو شو
آټ په ګډېدو شو
نو یې چوکیدار شو
دس یې تاڼه دار شو
لیکوال په خپله سریزه کې د ځینو څېړونکیو یاده کړې، چې زمونږ په فولکلور او په ځانګړي ډول فولکلوري ادب یې څېړنه او ګروېږنه کړې، ښاغلی لیکوال لیکي، چې (په افغانستان کې فوکلوریک مطالعات د روانې لمریزې پېړۍ له دویمې لسیزې راهیسې پېل شوي)، دلته لیکوال یوه تېروتنه دا کوي، چې په افغانستان کې د فولکلوري موادو د راټولولو کار او د هغې مطالعه د لیکوال له ذکر کړې نیټې څخه بلها موده مخکې په نولسمه عسوي پېړۍ کې پېل شوې ده. بې ځایه به نه وي که ووایو، چې په پښتو کې د فولکلور ټولونې کار د خوشحال خان خټک په زمانه کې پېل شوی دی. د خوشحال خټک سوات نامه، چې د یوسفزیو قبیلې د دودونو او د دوی د نفسیاتي کیفیت خبره پکې شوې، فالنامه چې د خلکو د انګېرنو په باره کې یو مهم ماخذ دی، د فولکلور ټولونې او د فولکلوري مطالعاتو ښې بېلګې دي.
د «سواتنامې» ډېره کمه برخه، چې د یوسفزیو د خوی خصلت او ځانګړتیاوو په اړه پکې یاده شوې، د مثال په توګه وړاندې کوو:
څو سړي هومره یې سپي په هره خونه ــ په انګړ کې یې چرګان ګرځي سلګونه
درسته خونه یې نیولې په کندوانو ــ په ګنده روزګار بدتر دي تر هندوانو
که بل ښکار د سوات په ملک کې په مقدار دی ــ په هر لوري یې تل، دل د زرکو ښکار دی
د لږ سود، د لږ بهبود، د لږ مقصود دي ــ په اندک له تا خوشنود هم ناخوشنود دي
د خپل سود دپاره ګرمه یاري کاندي ــ چې یې سود نه وي بې شرمه یاري کاندي
خبردار کله په شرم په کرم دي ــ همګي عبدالزوجه عبدالدرهم دي
یا یې شیخ ملا په مکر په افسون خوري ــ یا یې مال په خپل پردي مګر خاتون خوري
په کم اصل په بد اصل نظر نه کا ــ د ټنګو په لالچ خور او لور واده کا
د ادب په کار کې هسې ناهموار دي ــ کشر مشر، تور او سپین په یوه شمار دي
و مېلمه ته ست په بړبړ راشه نشته ــ نه د ژبې چار، نه شناخت، مهر د زړه شته
د بابا د مال یوازې میراث خور دي ــ نه په ترور دي، نه په مور دي، نه په خور دي
چې د ورور یې جنازه په ګور کې کښېوځي ــ که رضا، که نارضا په ورندار پرېوځي
له قاتله ځان غلط که په قصاص کې ــ د مقتول په ځای بل ووژني په خاص کې
کوم ملک یې هومره زړه، هومره خواړه کا ــ چې څلور ورځې څلور سړي ماړه کا
(د خوشحال خان خټک کلیات، «سواتنامه» ۹۱۸، ۹۲۱، ۹۲۲ او ۹۲۳ مخونه – اوډنه، پرتلنه، سمون او وییپانګه: عبدالقیوم زاهد مشواڼی، ۲۰۱۳ کال چاپ، دانش خپرندویه ټولنه)
همدا راز د خپل پلار(خوشحال خټک) په سپارښتنه د صدر خان خټک له خوا د (ادم خان او درخانۍ) او د (دلي او شهۍ) داستانونه منظومول په اصل کې د هنر د پنځونې ترڅنګ د فولکلور ټولولو یوه هڅه وه.
تاتی نام یو یوسفزی ؤ – حاجي خېل ؤ ښه زلمی ؤ
مُرده دل نه ؤ ژوندی ؤ – مدام مست د عشق په می ؤ
قال و قیل یې له بل څېزه – ده هر ګز نه کړ عزیزه
له عشاقو نزدې لرې – ده به کړې مدام خبرې
اما زیات چې یې بیان کړ – ده مذکور له آدم خان کړ
دی به ډېر ماته راتنه – دا مذکور به یې کاونه
ما ترې وکړله پوښتنه – په دا رنګ چې ای دردمنه
دا قصه له مطربانو – یا له نورو قصه خوانو
په بل شان ومونږ ته کېږي – له تا بل رنګ معلومېږي
ترپایه…
(آدم خان او درخانۍ، صدر خان خټک، دیباچه پروفیسر محمد نواز طایر، ۱۹۵۹ چاپ، پښتو اکېډمي پښور)
په دې اړه استاد روهي په (فولکلور پېژندنه) کې لیکي، چې “په افغانستان کې له ایران نه مخکې د فولکلور ټولولو کار پېل شوی دی او دا احتمال هم شته، چې ایراني لیکوال صادق هدایت دې د فولکلور ټولونې کار له افغاني منابعو نه په الهام سره شروع کړی وي.”
څېړندوی حبیب الله رفیع خو لا دغه سلسله آن له البیروني څخه راپېلوي او «د خلکو سندرې» په لسم مخ کې لیکي:
“د افغاني فولکلور د راغونډولو په لار کې البیروني د پنځمې پېړۍ افغاني محقق لویه برخه لري او په دې لار کې یې ډېر کار کړی دی، چې زیات اثار یې د دارو بوټو، معدني موادو او روایاتو په باب لیکلي او له «حدیث صنمي البامیان»، «آثار الباقیه عن القرون الخامیه»، «صیدله»، «الجماهر»، «تحدید نهایات الاماکن» او نورو کتابو څخه یې د فولکلور په څېړنه کې استفاده کېدای شي.”
ښاغلي لیکوال دلته دویمه نا انصافي دا کړې، چې د بهرنیو محقیقینو پروفسر ډارمسټټر، مېجر راورټي، الفنسټن او… چا چې د پښتو فولکلور په راټولولو کې د یادونې وړ خواري کښلې، هیڅ یاده نه ده کړې.
لیکوال د کتاب په سریزه کې د رفیع صاحب د مشهور او ګټور اثر(د خلکو سندرې) اړوند لکي، چې “دا کتاب تر ډېره د هغو نظریاتو په رڼا کې لیکل شوی، چې فوکلور د ژوند په هره برخه خپور ګڼي”
دا خبره (د خلکو سندرې) باندې یو تور ځکه دی، چې رفیع صاحب د ښاغلي لیکوال د خبرې برعکس د همدغه کتاب په ۳۵م مخ کې د کابل ادبي انجمن د خپور شوي لارښود له ژباړلو وروسته په تنقیدي بڼه لیکي:
“په دې لارښود کې د فولکلور لمن ډېره پراخه او وسیعه نیول شوې او حتی هغه څېزونه چې د اساسي علومو حیثیت لري هم پکې راګډ او اخښل شوي دي، چې په دې ترتیب د فولکلور لارښونکی (د ادبي انجمن اثر) د دې پر ځای چې یوه نوي فولکلوریست ته لارښونه وکړي، د هغه د فکري پرېشانۍ، تشنت او دودلۍ سبب کېږي”
د سریزي په اتم مخ کې د سرمحقق محمد صدیق روهي د “فولکلور پېژندنې” په اړه د پوهنتون زده کوونکیو ته توصیه کوي، چې دا کتاب د ليسانس دورې د زده کوونکیو له سویې پورته دی. حیران په دې شم، چې ښاغلی لیکوال خو نه PHD سکالر دی او نه هم ماسټر(البته د کتاب د لیکلو پر مهال) خو ولې بیا هم له همدغه کتاب نه په خپلو اثارو کې استفادې کوي او په نورو یې یوازې لوستل هم نه پېرزو کېږي. زما په خیال دا د لسانس دورې د زده کوونکیو د حوصلو ماتولو یو شعوري عمل دی، چې تاوانونه یې پټ او پنا نه دي.
د سریزې په شپاړسم مخ کې ښاغلی لیکوال له نورو کتابونو څخه د خپل کتاب د غوره والي لاملونه ښيي او لیکي: “ځینې فولکلوریک توکي، چې اصلاً ځانګړی(کذا) ژانرونه، نه دی(کذا) او تر ما مخکې نورو (لیکوالانو) ژانرونه ګڼلي له دغه کتابه ایستل شوي. لکه: ببولالې…. د نکلونو نارې، د اتڼ نارې، تاریخي نارې….”
لیکوال د همدغه کتاب په ۱۰۷م او ۱۰۸م مخ کې “د ښادۍ سندرې” تر سرلیک لاندې په یوه مضمون کې خپله خبره ردوي او لیکي: “ببولالې د یوه ځانګړي ژانر په توګه مطرح وې خو سرمحقق هېوادمل لیکي، چې ببولالې او نورې ورته سندرې ټولې د ښادۍ سندرو په نامه نومول په کار(کذا) دي”. همدا راز په ۸۸م کې هم لیکي:”زموږ فوکلور(کذا) ټولونکیو دا نارې په بېلابېلو بڼو په سره جلا(کذا) ژانرونو ښوولي. لکه تاریخي نارې، د هوتکو نارې، د اتڼ نارې، سنځرخېلې نارې او نور خو د ښاغلي هېوادمل د وېش له مخې دا ټولې د نارو تر یوه سرلیک لاندې د مطالعې وړ دي.”
د دغه ډول ضد و نقیص خبرو په اړه، چې ښاغلی لیکوال یې په خپله د بې ثباتۍ اقرار کوي، لوستونکي او بالخصوص هغه زده کوونکي، چې په ازموینه کې پرې د همدغه کتاب له متن څخه ځواب لیکل جبري او لازمي وي، څه فکرکوي؟
د کتاب په لومړي مخ کې لیکوال د “فوکلور پېژندنه” تر سرلیک لاندې لیکي: “فوکلور یا په بله ژبه فولکلور د یوناني ژبې مرکبه کلمه ګڼلی شو”. زما په خیال درسته خو دا ده، چې دا یوه انګریزي کلمه وګڼو، ځکه په لومړي ځل د یوه انګرېز(W J Thoms) له خوا په یوه انګریزي متن وکارول شوه، چې تر دې یې بل ښه دلیل نشته.
لیکوال د کتاب له درېیم مخ نه تر ۱۵م مخ پورې د فولکلور د تعریفولو په منظور د بېلابېلو قاموسونو او لیکوالانو شل(۲۰) تعریفونه وړاندې کړي. زه د ښاغلي لیکوال دغه عمل ستایم، چې د موضوع له تحلیلولو وړاندې یې پر موضوع پورې اړوند د نړیوالو پوهانو نظرونه را اخیستي؛ خو لیکوال دلته د دې پرځای چې د خپلو زده کوونکو لارښوونه وکړي، د خپل تحقیق په تظاهر کې حصارېږي او لوستونکي په ذهني کشمکش کې غورځوي ځکه دغه تعریفونه نه یوازې له یو بل نه مختلف دي؛ بلکې په ټکر کې هم سره واقع دي. لیکوال که د خپل تجربې او مشاهدې له مخې کومه رایه نه شوه ورکولی؛ نو لږ تر لږه دومره خو یې باید کړي وای، چې له دغو تعریفونو نه یې د نڅوړ او نتیجې په شکل خپلو زده کوونکیو ته یوه غوټه کړې خبره په لاس ورکړې وای.
د کتاب په ۱۶م او ۱۷م مخ کې د فولکلور د ارزښت په اړه د روسي او غربي پوهانو نظریات را اخلي او خپله خبره پېلوي: “د کورنیو او بهرنیو څېړونکیو پورتني نظریات….” په داسې حال کې، چې پورته یې د یوه کورني محقق نظر هم نه دی را اخیستی. همدغه باریکې نقطې دي، چې په یوه لیک کې د لیکوال د زیرتیا او ځیرکتیا کچه رامعلوموي.
د کتاب په ۲۳م مخ کې یې د ډاکټر سلمی شاهین یاده کړې او لیکلي یې دي: “پېغله سلمی شاهین د فوکلور د ارزښت او…”. سمه ده، چې ډاکټر سلمی شاهین واده نه دی کړی؛ خو لیکوال دا جواز نه لري، چې په یو علمي او ادبي متن کې دې د یو علمي شخص د اکاډیمکو اوصافو(ډاکټر، پروفیسر، لیکچرر او…) پر ځای دې د هغه د جسمي او جنسي(پېغله، ځوان، سپین ږېری او…) اوصافو یاده وکړي. که دا کار له سلمی شاهین صاحبې څخه کوم مشر لیکوال کړی وای؛ نو مونږ به زغملی وای؛ خو وفا صاحب ته مناسبه ځکه نه وه، چې د مور پر ځای یې ده. مونږ چې د (خوشحال خټک، عبدالرحمن مومند، حمزه شینواري او…) له نومونو سره د بابا ټکی کاروو؛ نو له دې څخه مو مطلب د عمر ډېروالی نه وي؛ بلکې دا یو لقب دی او عموماً د خلکو له خوا هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې ادب ته یې د قناعت وړ ډېر څه ورکړي وي. همدا راز د کتاب په سریزه کې یې د څېړندوی حبیب الله رفیع له نوم سره مذهبي صفت(الحاج) ذکر کړی، چې دا هم د نقد وړ ده.
لیکوال کله د یو ادبي ژانر په معرفي کولو کې هغه لازمه ستړیا نه ده ګاللې او کله یې بې موجبه بحث اوږد کړی دی، د بېلګې په توګه له ۳۶م مخ نه تر ۵۰م مخ پورې په لنډیو بحث کوي؛ خو لږ تر لږه د ټپو د نوي شکل (ټپه يیزو) یاده هم نه کوي. د ټپه يیزو په اړه که د پوهانو رایه هر څه وي؛ خو د ولسي مقبولیت او د یوه نوي انکشاف په توګه یې لیکوال باید یاده کړې وای. (د ټپه يیزو او ټکوریزو یاده په ۲۲۰م مخ کې شوې، چې تعجب آوره او بې ګټې ده).
په ۴۱م مخ کې لیکي، چې لنډۍ زړېږي او په کرار کرار له منځه ځي او د دې خبرې لپاره د ښاغلي سلیمان لایق رایه د دلیل په توګه وړاندې کوي. زما په خیال ضرور نه ده، چې د اکاډمیسن سلیمان لایق او یا د هغه په څېر د نورو مشرانو له هرې خبرې سره دې مونږ اتفاق وکړو. دا خبره شاید د یو شمېر لنډیو په اړه سمه وي؛ خو د ټولو لنډیو په اړه دا خبره کول، چې د وخت په تېرېدو له منځه ځي، درسته نه ده. البته لیکوال دا یاده کولای شوه، چې د وخت په تېرېدو د لنډیو او د ولسي ادب د هر بل ژانر ورینټونه (Variants شکلونه او ډولونه) بدلېږي او زیاتېږي، چې دا د ولسي ادب خوبي ده او د یو اثر قدامت ښکاره کوي. لاندې څو لنډۍ د بېلګې په توګه را اخلو، چې مختلف ورینټونه لري:
جانانه خپل وطن ته راشه
پردی وطن د مېړو قدر کموینه
جانانه خپل وطن ته راشه
په دالانونو کې دې لګي خړ بادونه
جانانه خپل وطن ته راشه
غمازان ستا په جدایۍ اختر کوینه
جانانه خپل وطن ته راشه
که خلک ډېر دي پرې اباد دي خپل کورونه
جانانه خپل وطن ته راشه
په تورو زلفو کې مې سپین ولګېدنه
د دغو ورینټونو (Variants) د علتونو په اړه د سرمحقق محمد صدیق روهي د “فولکلور پېژندنې” یوه مهمه، معقوله او معلوماتي برخه رانقلوو. لیکي چې: “د ورینت یو عامل هېره ده. دويم عامل یې د نوښت او ابتکار سره مینه ده. درېیم علت یې د هنرمند مهارت دی چې اصل ته زیاته ښکلا وربخښي، یو څه پرې زیاتوي یا یې کموي. څلورم علت یې بې مهارتي ده، چې لومړنی شکل په سمه توګه نه شي انتقالولی. پنځم عامل یې د عقایدو او دودونو سره برابرونه ده، په تېره که نکل یا اسطوره یا متل له کوم بل کلتور نه راغلی وي. شپږم عامل یې د یوه ټاکلي قشر، ډلې یا جنس له نورمونو یا ذوقونو سره د یوې هنري پدېدې عیارونه ده. مثلاً په ځینو مواردو کې یوه ټوکه چې د سړیو تر مینځ د اورېدو وړ وي ښايي په اصلي شکل ښځو ته د هغې اورول بې ادبي وګڼله شي نو راوي یو څه تغییر پکې راولي. اووم علت یې دا دی چې ښايي راوي د یوه لغت یا اصطلاح په اصلي مفهوم ونه پوهېږي نو د هغه (هغې) پر ځای بله کلمه ور اچوي. اتم دلیل یې دا دی جې ښایي راوي ته د نکل یا بلې فولکلوري پديدې مثلاُ شعر یوه برخه نا معقوله یا بې ارتباط ښکاره شي نو د هغه اثر شکل ته تغییر ورکوي. نهم دلیل یې قبیلوي ویاړنې او مفاخرې دي جې د بهرنیو اتلانو، ټوکیانو او یا نورو ایجاد ګرانو آثارو ته وطني رنګ ورکوي، د اشخاصو او ځایونو نومونو او ځینو نورو محتویاتو ته تغییر ورکوي. لسم علت یې جغرافيوي او اقلیمي دلایل دي چې د یوې سړې سیمې د بوټو، ژویو، لباس، اقلیمي مقولو، ځایونو او داسې نورو ته تغییر ورکول کېږي لکه د وارورې د ورېدو حادثه، چې ښايي په عربستان کې د باران د ورېدو په پېښه بدله شي او د کوم حیوان نوم په اوښ واوړي”.
(دویمه برخه)
د لنډیو په فورم کې ډېر داستانونه هم ویل شوي او همدا راز محلي هنرمندانو لنډۍ د ببولالو(سوال او ځواب، یو بل ښکنځلو) په شکل هم سره ویلي، چې ښاغلي لیکوال یې هیڅ یاده نه ده کړې.
په ۴۴م مخ کې لیکوال د لنډیو د راټولولو په اړه یوه تنقیدي رایه ورکړې، چې په ډېره ستاینه ارزي. لیکوال وايي، چې یو وخت د پېښور پښتو اکاډمۍ د لنډیو په راټولولو پېسې ورکولې، چې دغه مهال یو شمېر شاعرانو د پېسو لپاره ځیني مصنوعي لنډۍ ولیکلې، چې زمونږ د ولس د احساساتو استازیتوب نه کوي. مونږ د ښاغلي لیکوال د دغه ډول ګټورو نیوکو قدرداني کوو.
له ۵۰م مخ نه تر ۵۵م مخ پورې په (کاکړۍ غاړو) خبره شوې او د ښاغلي محمد صادق ژړک له “کاکړۍ غاړې” نومې کتاب څخه یې د غاړو وېش رانقل کړی دی. لومړی خو دا، چې (غاړې) په کوم دلیل کاکړو ته منسوبېږي؟ آیا له کاکړو نه پرته یې نور پښتانه نه وايي؟ زه په دې برخه کې ښاغلی لیکوال نه ګرموم، ځکه تر ده مخکې اکثرو څېړونکیو کاکړۍ غاړې نومولي، چې دلته پرې تفصیلي خبره کول مناسبه نه ده. دویم دا چې، غاړې زمونږ د ولسي ادب یوه لویه برخه جوړوي او تر لنډیو وروسته شاید تر ټولو مقبول صنف هم همدا وي؛ خو بدبختانه چې ښاغلی لیکوال پرې اصلاً کومه نوې تبصره نه لري.
زه د ښاغلي ژړک دغه هڅه ستایم، چې د غاړو د تنظیم او ډلبندۍ زیار یې ویستی دی؛ خو د ادب د یو شاګرد په توګه باید ووایم، چې دغه وېش ډېر معقول نه دی.
ښاغلي ژړک غاړې په پنځو برخو (کږې، آزادې، هغه چې قافیه او ردیف دواړه ولري، هغه چې یوازې قافیه ولري او هغه چې یوازې ردیف ولري) وېشلې دي.
۱- کږې غاړې:
تر غوږو مه د ګران نیسي
پېکی خدای نه دی راکړی
۲- آزادې غاړې:
زه څې کینم ستا تر څنګ
اخلم له ګردې دنیا خوند
۳- هغه غاړې چې قافیه او ردیف دواړه لري:
کډې ځي نری باران دی
په هلمند کې مې جانان دی
۴- هغه غاړې چې یوازې قافیه لري:
خپل به کم په تا پردي
که دې باور وي په یاري
۵- هغه چې یوازې ردیف ولري:
جار دې شم تر تور پيکي
ځوانان دې ګرد کړل سودايي
په پورته غاړو کې تاسو ګورئ، چې د آزادې غاړې آخري لفظونه (څنګ او خوند) که په خپلو کې هم قافیه نه دي؛ خو د آهنګ یو ډول ورته والی ضرور لري. د آزادو غاړو په نوم نومول شوو ټولو غاړو کې دغه ډول د لفظونو هم آهنګي او قید موجود دی، په داسې حال کې، چې (آزاد) هغه څه ته ویل کېږي، چې له قیوداتو مبرا وي. د پورته په (کږه) نومول شوې غاړې آخري لفظونه(نیسي او راکړی) هیڅ ډول لفظي ورته والی او هم آهنګي نه لري او له اصولو پکې آزادي محسوسېږي. (کوږ) هغه څه ته وايي، چې په یو شی په یوې ټاکلې لارې روان وي؛ خو ولې خلل پکې واقع وي. مطلب دا چې که د (آزادو) او (کږو) غاړو نومونه سره ادل بدل شي؛ نو د غاړو جوړښت به له نومونو سره یو منطقي تړاو پیدا کړي.
دغه راز د درېیم او څلورم ډول خبره سمه ده؛ خو دا پنځم ډول یې اضافي ځکه دی، چې له درېیم ډول سره یې هیڅ نوع فرق نشته.
د غاړو په اړه یوه مهمه خبره، چې ښاغلي لیکوال پرې هیڅ بحث نه دی کړی هغه دا ده، چې په غاړو کې د جنسي خواهشاتو اظهار ډېر زیات او په ډېر جرأت شوی دی. دغه ډول څرګندونې به زمونږ د ولسي ادب په نور صنفونو کې ضرور وي؛ خو په دغې کچه او په دغه قسم نه، چې څرنګه په غاړو کې محسوسېږي. د نورو ولسي ادبي صنفونو په پرتله په غاړو کې د بیان ژبه یو څه غیر اخلاقي ده او د پښتنې مینې د تقدس خیال پکې ډېر نه دی ساتل شوی.
ماپه لاس تللي دي
کنداری من ؤ د سرې تي
ستا ورنونه ډېر پاسته
سر به مې ژر پر ښویېده
سرمحقق زلمی هیوادمل د “ولسي سندرو” په لسم خصوصیت کې داسې لیکي:
“۱۰- د مینې او عشق بازۍ ماحول هم پکې د پښتنو د کلتوري ارزشتونو تر اغېز لاندې په خورا طبیعي شکل انځور شوی دی، انحرافي او له چوکاټه وتلې مینې اظهار د دغو سندرو خاصه نه ده “
لیکوال په ۶۵م مخ کې د میندو سندرو په اړه لیکي، چې میندې په یوې غوره روحیې د ماشومانو د روزنې لپاره دغه سندرې وايي؛ خو خبره یې واضحه کړې نه ده، چې څنګه؟
په دې هکله یوه روایتي کیسه ده، چې د میروېس نیکه د زېږېدنې پر مهال یې مور (نازو انا) خوب لیده، چې ځوی به یې پیدا کېږي او هغه به لوی سړی جوړېږي. مور یې خوب نورو ته بیان کړ او کله، چې ماشوم پیدا شو؛ نو ګنګوسې شوې، چې د نازو هغه ځوی پیدا شو، چې مور یې له مخکې د لوی والي او کارنامو خوب لیدلی ؤ. د کلي نجونو او مېرمنو به له ماشوم سره له راز او نازه ډکې مترنمې خبرې کولې او تل به یې د هغه د روښانه راتلونکي تلقین ورته کاوه . همدغه څه وو، چې د میرویس نیکه په روح او روان یې اغېز وشیندله او لاشعور یې له لوی والي او کارنامو سره اشنا شو او همدا ؤ، چې د صفویانو ناتارګر ځواک پر خلاف یې د ملي یووالي هڅې پیل کړې، ګرګین یې وشاړه او د یوه کورني افغاني دولت بنیاد یې کېښود.
د ارواپوهنې له نظره د دغو سندرو په اړه په هند کې د ماشومانو د روزنې (Pedagogy) متخصصه شاكونتالا دیوي(Shakuntala Devi) په خپل کتاب (څرنګه له خپل بچي نه نابغه جوړ کړو) کې لیکي:
“د موسیقۍ د مثبتو تاثیراتو په هکله ډېرې څېړنې شوي او لا هم کیږي، موسیقي د اورېدونکي په دماغ کې د آډرینالینو (Adrenalines) او سیریټونینو (Serotonins) د آزادېدو لامل ګرځي، چې په ترتیب سره هیجان او یا هم آرام را منځته کوي. تاسو د ماشوم د ویده کولو پرمهال د آللو آللو سندرې په بللو سره هغوی د خوبونو انځوریزې نړۍ ته بیایئ.”
یادونه: )اډرینالین (Adrenaline) او سیروټونین (serotonin) په عصبي سیستم کې دوه نیورو ټرانسمیټرونه دي، چې له یو عصب څخه بل ته تحریکات او معلومات انتقالوي. لومړۍ یې تحرکاتي او دویم یې خوشحالوونکی او اراموونکی تاثیر لري. دا دوه مادې په بیلابیلو حالاتو کې د عصبي رشتو تر منځ افرازیږي.)
په همدغه مخ کې د میندو سندرو اړوند لیکي:”دا سندرې کوم ځانګړی جوړښت نه لري، کله دوه، کله درې، کله څلور او کله تر دې زیات منظوم ترکیبونه…” ــــ زمونږ محققینو د ولسي ادبیاتو وېش له درې لارو(جوړښت، موضوع او د بیان انداز) کړی، چې دا په خپله د کره کتنې وړ ده او کله بل وخت به پرې تفصیلي خبرې وکړو. اصل خبره دا ده، چې د میندو سندرې زمونږ پوهانو د (موضوع) پر اساس تشخیص کړي او د یو بېل ژانر په توګه یې معرفي کړي ځکه دا سندرې هیڅ خاص سټرکچر نه لري او په نامعلومو قالبونو کې ویل شوي دي؛ نو لیکوال د دې پر ځای، چې د دغو سندرو په موضوعي مسایلو تحقیقي بحث وکړي، ولې خپلو لوستونکو ته د جوړښت له مخې د دغو سندرو په ورپېژندلو وخت ضایع کوي؟
په ۶۶م مخ کې لیکي “په (لره) پښتونخوا کې مخکنیو او اوسنیو اکثرو څېړونکو «الله هو» د میندو سندرې په توګه یو ځانګړی ژانر ښوولی. پر نورو څېړونکو سربېره د پښتونخوا ځوان څېړونکي ډاکټر حنیف خلیل په اردو ژبه «مختصر تاریخ زبان و ادب پشتو» کې دا سندرې د یوه ژانر په توګه راپېژني او…” د لیکوال دا خبره پر ځای ځکه نه ده، چې لره پښتونخوا کې په ولسي ادب تر ټولو ډېر تحقیقي کار پروفیسر داور خان داود کړی دی او هغه «الله هو» سندرې د میندو سندرو له چوکاټه نه دي ایستي، البته دا یې د میندو سندرو یو خاص قسم ښودلی دی.
په ۶۹م او ۷۰یم مخ کې د ولسي ادب په ډېر مهم صنف «د ماشومانو په سندرو» یې ډېره سرسري خبرې کړې. لیکوال باید د دغو سندرو په منځپانګه هر اړخیزې خبرې کړې وای، ځکه د تېرو ناورینونو له کبله د ماشومونو سندرو ته دومره جنګي موضوعات ورننوتل، چې د پښتون بچي په روان یې ژوره اغیز شیندلی او د دوی راتلونکي ته یوه لویه ننګونه ده.
د مازیګر څلور بجې دي
څلور ټانګونه راپسې دي
یو مې پکې زربه کړ
صدر بش مې راچپه کړ
هاغه ده لارۍ راغله
مور دې لېونۍ راغله
چینکه کې دوربین دی
پلار دې ګلبدین دی
نن جمعه ده
پیشو غریبه مړه ده
غوږونه یې پمن دي
شورویان د سپي زامن دي
ماشومان یو ډول خاصې سندرې هم لري، چې د لوبو پر مهال د دوی مشکلات رفع کوي او د لوبو په تنظیم کې ورسره مرسته کوي.
اټه بټه – د ګېدړې لمن غټه – سوی بوی ډب
پورتنۍ سندره ماشومان د لوبو د غل معلومولو په موخه له لوبې نه مخکې وايي. دا داسې وي، چې د ماشومانو حلقه دایرېږي، یو ماشوم دغه کلیمې وايي او له (اټه بټه) نه پرته د هر سیلاب په تلفظ یوه ماشوم ته ګوته نیسي، د سندرې په ختمېدو په (ډب) سره، چې چا ته ګوته ونیول شوه نو هغه له دائرې نه ووځي، په همدې ترتیب یو یو له دائرې څخه بهر کېږي او په آخر کې، چې یو یا دوه ماشومان پاتې شي نو هغه غل یا غله بلل کېږي. بیا نو هغه تعین کړې لوبه پیلوي، چې همدا غله یې مرکزي کرکټرونه وي.
دلته یوه خبره بله ډېره مهمه ده، چې په دې اړه زمونږ مشرانو لیکوالو هم څه یاده نه ده کړې، هغه دا چې د ماشومانو او لویانو تر منځ یو بل سټیج خلک هم شته، چې د هغوی د فهم، درک او احساس لېول له ماشومانو او لویانو څخه بېل دی. د ژوند دغه مرحله د ماشومتوب او ځوانۍ/پېغلتوب تر منځ یوه بېل پړاؤ (هلکتوب/ نجلۍ توب) دی. زما په آند د ماشومانو په نوم نومول شوې سندرې په دوه ډوله دي، چې یو یې هغه منظومې جملې دي، چې څه خاص معنی نه لري او ډېرې لنډې وي؛ خو د ماشوم د سویې مطابق یو ډول موسیقيت پکې موجود وي. دویم ډول یې هغه دي، چې تر کافي حده پر معنی دي او داسې ښکاري، چې دا سندرې دې د هغو لومړنیو په پرتله د یو څه ډېر عمر خلکو (هلکانو/نجونو) ویلي وي.
لومړنی ډول یې:
ټکنده غرمه ده – کوچۍ غریبه مړه ده
په شنه اسمان ورېږي – د ګېدړې لور ودېږي
کاکا دې خدای لري – سبا به بله راولي
دویم ډول یې:
ورور مې تلی دی درې ته – رابه شي غرمې ته
ما ته به پلي راوړي – پلي به ورکړم غوا ته
غوا به ما ته پۍ راکړي – پۍ به ورکړم سیند ته
سیند به ما ته کاڼی راکړي – کاڼی به ورکړم خدای ته
خدای به ما ته ورور راکړي
یه وروره! بیداره شه
ستا په لونګۍ ډزې دي
ګډې وډې ورځې دي – ګډې وډې ورځې دي
ـــــــــــــــــ
دلته یو مشکل د تذکیر او تأنیث دی، چې دا سندرې نه خو مونږ (د هلکانو سندرو) او نه هم (د نجونو سندرو) په نوم یادولی شو ځکه د دواړو له خوا ویل شوي دي او امکان دې ولري، چې زمونږ مشرانو به د همدغه مشکل له وجې هم د دغو سندرو بېلولو ته زړه نه وي ښه کړی. منظور مو یوازې یوه یادونه وه او په کومه بله مقاله کې به پرې ځانګړی بحث وکړو.
په ۷۰یمو مخونو کې د (کیسیو) په اړه ښې خبرې شوي؛ خو په ارزښت یې لازم بحث نه دی شوی. په دې معنی چې (کیسۍ) د ماشومانو د ذهني صلاحیت د پیاوړتیا لپاره یوه ډېره مفیده لار ده، ناممکنه نه ده، چې پخوانۍ کیسۍ راټولې شي، نوې ولیکل شي، په معقول او منطقي ډول تنظیم شي او بیا د ښوونځیو په نصاب کې یوه برخه شاملې کړای شي. دا او دې ته ورته یادونې د لیکوال مسوولیت و، چې سر ته یې نه دی رسولی.
په ۸۱یم مخ کې د (سروکو) په اړه د سرمحقق زلمي هیوادمل خبره رانقلوي، چې لیکلي یې دي:”سروکي د پښتو د خاصو سندرو لکه چاربیتو، بدلو، بګتیو او لوبو پاتې شونې دي، مانا…” ـــ که څه هم دا د ښاغلي داود وفا خبره نه ده؛ خو تنقید پرې باید دلته ځکه وشي، چې اوس د دې کتاب برخه ده او لیکوال ورسره منلې. «پاتې شونی» په پښتو کې عموماً د یو شي هغې پاتې برخې ته وايي، چې کم ارزښته وي او هغه اصلي اهمیت یې نه وي پاتې، په داسې حال کې، چې یو شمېر (سروکي) د خاصو سندرو هغه ارزښتمنې برخې دي، چې تر مودو مودو یې خپل ځان ژوندی ساتلی دی. نو لهذا د سرمحقق هیوادمل دا خبره پر ځای نه ده، چې سروکي د خاصو سندرو پاتې شونې دي.
همدا راز د ۸۴یم مخ په یوه جمله کې یې د تاریخي سروکو په نشت حساب یاده کړې، چې یو سروکی ورسره په لاندې توګه رانقل شوی:
(ورته راکاږه توپونه – ناوګي مومنده ورانه کړله عمراخانه)
د سروکو د تاریخي پس منظر یاده ډېره ضروري ده. په دې هکله د ښاغلي اکرام الله اکرام د پوهنتون مونوګراف، چې په سروکو یې تحقیقي کار کړی او په خپله یې د کونړ له غلام محمد سره خبرې اترې پرې کړي، ښه حواله ده:
- ساپیو ډېر وژلي دینه – د کونړ غلامامده – باډېل ته مه ځه
- شاه عبدرامانه زوروره! – د شاغاسي کلا دې ولې ړنګوله – شاه عبدرامانه (امیر عبدالرحمن خان)
- پسې راکاږه توپونه – ناوګۍ مومندو ورانه کړله – د ښار نوابه (ځینو هنرمندان د دیر نواب هم ویلی)
په ۹۹یم مخ کې لیکوال د فالنامو په اړه خبره راخلاصه کوي او لیکي: “هڅه مې وکړه، په ختیزو پښتنو کې د فالونو سندرې یا منظومې مسرۍ وموم(کذا)، خو لا مې نه دي موندي(کذا)” ــــ زما رایه دا ده، چې که زمونږ د پوهنتون استادانو د ولسي ادب تدریسولو او په دې برخه کې کار کولو ته ملا تړلي وي او د فالنامو د څېړلو پر مهال د خوشحال بابا مشهوره (فالنامه)، چې سلګونه کاله پخوا لیکل شوې، چېرته مخې ته نه وي ورغلې؛ نو دا د تأمل وړ ده.
که “الف” درشي په فال کې —- ستا خوبي ده په هر حال کې
په غلیم به دې لاس بر شي —- کامراني، ښادي به درشي
“ی” په فال غم د اعدا شه —- تل خندا کړه عشرت ستا شه
که خپل یار له تا جدا وي —- نشته غم چې وصال بیا وي
(د خوشحال خان خټک کلیات، «فالنامه» ۹۰۹-۹۱۳ مخونه – اوډنه، پرتلنه، سمون او وییپانګه: عبدالقیوم زاهد مشواڼی، ۲۰۱۳ کال چاپ، دانش خبرندویه ټولنه)
یاده دې وي، چې د لرې پښتونخوا طالب عبدالرؤف هم یو کتاب (فالنامه قرآن شریف پښتو) په غالب ګمان له هندکو نه ژباړلی او رحمن ګل پبلشرز، قصه خوانۍ په (نېټه؟) چاپ کړی دی.
له ۱۳۶م نه تر ۱۷۷یم مخ پورې په چاربیتو بحث شوی او شاوخوا (۱۷) قسمونه یې ذکر شوي دي. زما په خیال دلته د دغو قسمونو دومره تفصیلي یاده ځکه اړینه نه وه، چې د چاربیتو قسمونه یوازې همدا نه دي، چې ښاغلي لیکوال یې یاده کړې او رانقل کړي یې دي؛ بلکې تر دې ورهاخوا نور قسمونه او ډولونه هم لري. د دغو قسمونو د زیاتوالي علت دا ؤ، چې ولسي شاعرانو د نوښت کولو په موخه د یو نوي شکل چاربیتو په لیکلو طبعه آزمايي کوله او کوښښ یې دا وه چې هره دویمه چاربیته له هغې لومړنۍ څخه په توپیر ولیکي، چې د دې ټولو قسمونو په ذهن کې ساتنه نه یوازې زده کوونکیو ته ستونزمنه او یا ناممکنه ده بلکې زما باور دی، چې د لیکوال به په خپله هم په یاد نه وي.
د چاربیتو په اړه یوه مهمه خبره، چې هغه د زنځیري چاربیتو د ساخت ده، لیکوال نه ده کړې. زنځیري چاربیتې د هم آهنګه الفاظو د کارولو تر څنګ یو ټاکلی جوړښت لري، چې د مصرعیو څرنګوالی او د سلابونو شمېر یې معلوم دی. زنځیري چاربیتې یوه مطلع لري، چې لومړۍ مصرعه یې (۱۴) سیلابونه او دویمه یې (۱۱) سیلابونه لري او په خپلو کې هم قافیه نه وي. هر بند یې اووه(۷) مصرعې لري، چې لومړنۍ، درېیمه او پنځمه یې څوارلس سیلابونه لري او په خپلو کې سره هم قافیه وي. دویمه، څلورمه او شپږمه یې یوولس سیلابونه لري او په خپلو کې هم قافیه وي، همدا راز اوومه مصرعه یې د مطلع له اولې مصرعې سره هم وزنه او هم قافیه وي او بیا ورپسې د مطلع دویمه مصرعه تکرارېږي لکه د محمدین دا چاربیته:
کله به راشې په پوښتنه د ملنګ – کړې څنګ
لرې کړه زنګ – شوم رنګ ستا په تهمت کې
کله به راشې چې دې وکړمه دیدار سهار
زړه مې پرهار – د یار د لاسه ډېر دی
شومه په غم کې ستا د مینې ګرفتار په جار
وسوم په نار انګار رانه چاپېر دی
آخر به تېر شي د نیمګړې دنیا وار په خوار
ماخله ازار بیمار په زلفو ګېر دی
مخ دې چراغ دی پرې راځم لکه پتنګ په شرنګ
لرې کړه زنګ – شوم رنګ ستا په تهمت کې
په ۱۷۳م مخ کې لیکوال د ملا عبدالقادر یوه چاربیته د استاد منور له یوې پیتې (کېسټ) نه ثبت کړې، چې باید ستاینه یې وشي. که څه هم د ښاغلي لیکوال په وینا دغه چاربیته په «بیدیاني ګلونه» نومې تذکري کې په لږ څه بدله بڼه ثبت هم ده؛ خو قدرداني یې باید ځکه وشي، چې یو خو د لیکوال یوه لاسته راوړنه ده او بل د ادب نوو لوستونکو ته د ولسي سندرو د راټولو په برخه کې الهامي حیثیت لري او یو ډول هڅونه ده. په ۱۸۵ او ۱۸۶ مخونه کې هم لیکوال دغه ډول لاسته راوړنې لري.
دغه راز مونږ یو ډول داستاني هم چاربیتې لرو، چې لیکوال یې باید همدلته یاده کړې وای.
په ۱۷۸یم مخ کې د کسرونو په باب ليکي:”د ځینو کسرونو شاعران څرګند(کذا) نه دي، خو زمونږ فوکلور ټولوونکو کسرونه په خاصو ژانرونو کې ګڼلي، ما هم د هماغو په پیروۍ په خاصو سندرو کې راوستل.” ـــ
نو چې یو ځل عام او خاص ژانرونه په همدې ټکي سره جلا شي، چې د خاصو سندرو شاعران معلوم وي او د عامو نامعلوم؛ نو بیا ولې هغه کسرونه په خاصو سندرو کې شمارل کېږي، چې شاعران یې معلوم نه دي؟ د دې مطلب خو دا دی، چې پخوانیو هر څه ویلي وي مونږ یې باید په پټو سترګو ومنو. لیکوال یې باید لږ تر لږه یوه علت ګوټی ښودلی وای، چې محققینو کسرونه ولې په خاصو سندرو شمارلي او ده ولې ورسره منلي. لیکوال به هغه مهال له مسوولیت نه خلاص وای، چې ویلي یې وای، چې مشرانو ټول کسرونه ځکه په خاصو سندرو کې حساب کړي، چې د اکثرو یې شاعران معلوم او د ډېرو کمو یې نامعلوم دي؛ نو غوره دا وه، چې ټول کسرونه په خاصو سندرو راګډ کړي.
په ۲۲۶م مخ کې د نکلونو اړوند لیکي: “په نکلونو کې کله خرافاتي او اضافي مسایل هم کتلی شو، لکه داسې کارونه ترسره کېدل، چې عقل یې نه مني یا یې نه شي درک کولی. دا ښایي له خپل وخت سره سم د ساعت تېرۍ او تفریح لپاره او کله د ډارولو او بریاوو د موندلو او د ژوند په باب د فکرونو د بدلون لپاره ویل شوي…”
زما تبصره دلته دا ده، چې دا کتاب د محصلینو د رهنمایۍ په منظور لیکل شوی؛ خو کله کله یې ژبه دومره پيچیده شي، چې لوستونکي د ابهام په جزیرو ورګډوي، ځکه سړي ته سوال پیدا کېږي، چې ښه د نکلونو له بریاوو موندلو سره څه دي؟ د لیکوال له دې خبرې نه مخکې باید دا واضحه شوې وه، چې یو شمېر نکلونه اسطوروي وي او “اسطورې په خیال کې او د تخیل په مرسته د طبعیت د قواوو د تسخیر، تابع کولو او ماتې ورکولو په منظور جوړې شوې وي” تر څو د انسان مافوق الطبعيي غوښتنې پوره شي او د خپلواکۍ یا خودخواهۍ غریزه یې آرام ومومي. (که د روهي صاحب د «فولکلور پېژندنې» څلورم څپرکی وکتل شي؛ نو دا موضوع به بیخي روښانه شي)
غوره به دا وه، چې د نورو ادبي ژانرونو په څېر د نکلونو د ډولونو تفکیک شوی وای او په برخو وېشل شوي وای. لکه عشقي نکلونه، اسطوري نکلونه، هغه نکلونه چې یوازې مزاح پکې وي او…
په ۲۳۷م مخ کې د «وړې کیسې» په نوم یو بېل ژانر معرفي شوی، چې زما په خیال دا «وړې کیسې» نه بلکې نسبتاً اوږدې ټوکې دي، چې د مزاح تر څنګ پکې طنز هم موجود وي او ولسي ټایپ خلک یې په خپلو خبرو کې تل کاروي. د بېلګې په توګه یې لاندې یوه رانقلوو:
“وايي یو سړی یوه پیر ته ورغلی ؤ او ورته ویل یې دعا راته وکړه، چې خدای زوی راکړي. پیر ورنه پوښتنه کړې وه، چې واده دې کله کړی؟ ده ورته ویلي وو، چې که واده مې کړی وای نو بیا تا ته راتلم!؟”
په ۲۵۰م مخ کې د «تشبیهات او استعارې» تر سرلیک لاندې لنډې خبرې شوي او داسې ښودل شوې، چې ګویا دا هم د ولسي ادب برخه ده. زه نه پوهېږم، چې لیکوال دا کار ولې کړی؟ ځکه تشبیه او استعاره د علم بیان ارکان دي او….. بله دا چې لیکوال کوم مثالونه (د باد بڼکه کول، د سپي په کاسه کې اوبه ورکول، مچ په پوزه نه پرېښودل او…) ورکړي دي دا ټول په اصل کې ولسي اصطلاحات او محاورې دي.
په ۲۵۲م مخ کې «تکیه کلامونه» هم د ولسي ادب برخه ګرځول شوې ده. که چېرې مونږ فولکلور د یوې انساني کتلې هغه کړه وړه وګڼو، چې د هغو له مخې له نورو انساني ټولنو جلاوالی مومي؛ نو بیا تکیه کلام فولکلوري ادب نه شو ګڼلی، ځکه تکیه کلام یوه فردي مسله ده، چې په ټولنې پورې هیڅ اړه نه لري او د یوه شخص فردیت راپه ګوته کوي او په عامو ټکو یې د هغه شخص د بیان کمزوري ګڼلی شو. ناممکنه نه ده، چې د یوه چینايي او هندي تکیه کلامونه دې سره ورته وي.
په ۲۵۶م مخ کې د «لقبونو او صفتونو» دوه مثالونه ورکړل شوي، چې یو مثال یې ولسي اصطلاح ده او دویم مثال یې ښکنځل ده. مثالونه: (کالي په ترنګلۍ څنډي، پلانی د سړي زوی نه دی). په یو تدریسي کتاب کې دغه ډول غیرمسوولانه برخورد د تأمل وړ دی.
په ۲۵۷م مخ کې د «نومونو» په اړه یوازې دومره وايي، چې د ذوق له مخې ایښودل کېږي. زما په خیال نومونه یوازې د ذوق له مخې نه بلکې د ځینو عامیانه باورونو پر اساس هم کېښودل کېږي. بس بي بي، بله نسته، بس نوره، بس لاله او… دا هغه ښځینه نومونه دي، چې کورنۍ یې د زوی (نر) د پیدا کېدلو په باور په خپلو لورګانو ږدي. دوی دا باور لري، چې په دغو نومونو ایښودلو سره به لورګانې بس شي او خدای به زامن ورکړي. دا نومونه اکثر هغه کورنۍ ږدي، چې زامن یې نه پیدا کېږي.
کله نا کله ښاغلي لیکوال له ځینو اثارو څخه تر حده زیاته استفاده کړې ده، چې پخپله دغه کار یې څېړنه تر پوښتنې لاندې راولي.
د کتاب ژبه بده نه ده؛ خو یو څه کمزوري لري. مترافات پکې ډېر دي، کله کله د جملو ردم او تسلسل ماتېږي او سکتګي پکې رامنځته کېږي. حتی په ځینو ځایونو کې داسې جملې لیکل شوي، چې مفهوم ټکنی کوي. د بېلګې په توګه:
(دلته راټول شوي مواد زیاتره څېړونکو ته مهم دي، دزده کوونکو لپاره یا ډېر دي او یا اوږده او پراخه.) دا جمله په لاندې شکل لیکل کیدای شوه:
دلته راټول شوي معلومات څېړونکو ته مهم دي؛ خو د زده کوونکو لپاره زیات دي.
(فوکلور ټولوونکیو دا نارې په بېلابېلو بڼو په سره جلا ژانرو نوښولولي.)
فولکلور ټولوونکو نارې په بېلابېلو ژانرونو وېشلي.
(د ولسي ادب په برخه کې که څه هم خورا مهم معلومات وړاندې کوي، خو د زده کوونکو لپاره لږ دي او لنډ) لږ او لنډ دي.
په کتاب کې ځای ځای ناسم لفظونه، ترکیبونه او جملې راغلي. کتاب کافي املايي ستونزې لري. د مذکر لپاره مؤنثه صیغه او د مؤنث لپاره مذکره صیغه کارول شوې. د مفرد او جمع صیغو ته پکې پاملرنه نه ده شوې، چې د بېلګې په توګه یې څو نمونې وړاندې کوو.
په پای کې یوه یادونه کوم، چې زما د دغو څو کرښو هدف هیڅ کله هم د چا حیثیت راکمول او څوک له علمي او معنوي منصب څخه راغورځول نه دي؛ بلکې منظور مو یوازې او یوازې د زده کوونکو غوره روزنه او لارښوونه ده. د دې کره کتنې مطلب دا نه دی، چې ګني دا کتاب بې اهمیته دی او یا خدای ناخواسته د زده کوونکو لارښوونه نه شي کولی. مونږ د کتاب په ډېره کمه برخه نیوکې کړي او وړاندیزونه مو کړي او پاتې ټول کتاب نه یوازې مونږ ته د منلو وړ دی؛ بلکې د ستاینې مستحق هم دی. خپلې خبرې د خوشحال بابا په دې شعر راټولوم، چې وايي:
نه مې سود نه مې مقصود شته په دا کار کې
محبت زما په غاړه دا کمند کړ
عمادالدین دوران
مأخذونه
- د خلکو سندرې – څېړندوی حبیب الله رفیع
۲- ولسي سندرې – سرمحقق زلمی هېوادمل
۳- فولکلور پېژندنه – سرمحقق صدیق روهي
۴- څرنګه له خپل بچي نه نابغه جوړ کړو – شاکونتالا دیوي
۵- سوات نامه – خوشحال خټک
۶- فال نامه – خوشحال خټک
۷- زرکاڼی – مشتاق مجروح یوسفزی
۸- ادم خان او درخانۍ – صدرخان خټک، دیباچه پروفیسر نواز طاهر
۹- د ماشومانو سندرې او صوتونه – پروفیسر محمد نواز طاهر
۱۰-