د امریکا ولسمشر اوباما هند ته دویم ځل سفر کوي، دا به د نړۍ د دوو لویو ډیموکراسیو تر منځ د اړیکیو په لا ټینګولو کې یو ستر ګام وي.
اوباما به په دې سفر کې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي وزیر، د دوو اړخیزو سوداګریزو اړیکیو، چاپیریال، اټومي ځواک او په اسیا کې د امنیت په اړه خبرې اترې وکړي.
د هند لومړی وزیر څلور میاشتې وړاندې امریکې ته سفر کړی و، او اوباما ته یې هند ته د ورتګ بلنه ورکړې وه، په هغه سفر کې ویل شوي ول چې د دوواړو هیوادونو تر منځ به سوداګریزې اړیکې ۵۰۰ بیلیونه ډالرو ته لوړې شي.
هند په وروستیو کې له روسیې څخه د وسلو اخیستلو پر ځای خپل پام امریکا ته اړولی او دا هیواد د هندي ځواکونو په عصري کولو کې همکاري ورسره کوي.
دواړه هیوادونه د چین له نفوذ او له افغانستان څخه د نړیوالو امنیتي ځواکونو په اړه اندېښنه لري، اوباما به پر هند ټینګار وکړي چې په سیمه کې د یو بانفوذه هیواد په توګه د امنیت په برخه کې کار وکړي.
هند له پاکستان سره د امریکا د ژورې همکارۍ څخه اندېښمن دی او هڅه به وکړي چې په دې سفر کې د امریکا توجه ځان ته راواړوي.
اوباما به له هند سره همدارنګه په دې اړه خبرې وکړي چې څنګه د یو اټومي ځواک لرونکي همسایه سره اړیکې وساتي، اوباما د سوداګرۍ، پوځي همکارۍ، د تروریزم پر وړاندې د مبارزې، او د اټومي وسلو د نه خپرېدا مسئلو ته په اشاره سره ویلي چې هند او امریکا به دوه نړیوال شریکان وي.
هند ته د اوباما د سفر په اړه په زړه پورې جزئيات:
- دا به د امریکا لومړی جمهور ریس وي چې د هند، د جمهوریت په ورځ ۲۶ جنوري کې ګډون کوي.
- امریکا پاکستان ته اخطار ورکړی و چې د اوباما د سفر پر مهال دې تروریستي بریدونه نه کوي.
- اوباما تاج محل ته ورتګ لغوه کړی، پر ځای یې سعودي عربستان ته د نوي باچا لیدو او د مړه باچا فاتحې ته ځي.
- اوباما به د دوو ساعتو لپاره د جمهوریت د ورځې په مراسیمو کې په ژوندۍ بڼه ښوول کیږي، چې د امریکايي ولسمشر لپاره تر ټولو اوږد آن اېر وخت دی.
- په عمومي ډول د امریکا ولسمشر یوازې ۴۵ دقیقې د باندې تېروي.
- د راجپت (مراسیمو ځای) شاه وخوا میټرو مرکزونه او دفترونه ۷۲ ساعته وړاندې نیول شوي.
- شاوخوا پر لوړو ځایو سنیپر والا ناست دي.
- د امریکا ولسمشر امنیتي کسان او سپیان څو ورځې وړاندې هند ته رسیدلي دي.
- اوباما د پروتوکول له مخې، نه شي کولای په خپل مرمۍ ضد موټر کې د مراسیمو ځای ته ولاړ شي.
- په ډیلي کې هر ځای امنیتي کامرې لګول شوي دي.
- د مراسیمو په ځای کې به هوايي سفر بند وي.
- د اوباما ډوډۍ او اوبه به تر دریو امنیتي کړیو تېریږي.
- یوه غټه اېربورن الوتکه به د مراسیمو ساتنه کوي، چې له ۴۰۰ کیلومتره څخه توغندۍ او له رادار د باندې الوتکې په هر ډول هوا کې کنټرولوای شي.
- مراسیمو ته نژدې ۷۲غټ بیلډینګونه به ټول بند وي.
- مراسیم به ۷ امنیتي کمربندونه ولري، امنیت هندي او امریکايي مسئولین په ګډه ساتي.
- اوباما به د مودي سره د هغه په میاشتنۍ راډیو خپرونه کې ګډون وکړي.
- تر ټولو جالبه دا چې کېدای شي، د هند لومړی وزیر مودي، پروتوکول مات کړي او د اوباما مخته ور ووځي.
له هندي او نورو نړیوالو رسنیو