راپور: ایمل مړوند –
غربت یا فقر هغه څه دي چې له کلونو، کلونو راهیسې ورسره افغانان لاس او ګرېوان دي. په افغانستان کې د طالبانو د نظام تر نسکوریدو وروسته او د حامد کرزي د حکومت په راتلو سره د خلکو ژوند یو څه ښه شوی و، خو د تېرو درې څلورو کلونو په اوږدو کې د ګڼو افغانانو په مریو غربت او فقر منګولې ښځې کړي دي.
د هیواد ختیزه سیمه او په ځانګړې توګه ننګرهار چې نسبت د افغانستان په پرمختلو ولایتونو کې شمېرل کیږي، زیات شمېر اوسیدونکي يې اوس هم د غربت او بې وزلۍ شپې ورځې تېروي.
په دغه ولایت کې اوس هم زرګونه تنه ځوانان، سپین ږیري او ماشومان د یوې مړۍ ډوډۍ په پیدا کولو پسې کرۍ ورځ سرګردانه ګرځي. اوس هم هر سهار د ښار په څلور لارو کې سلګونه تنه د ورځ مزدورۍ لپاره ناست وي، خو هیڅوک يې د بیولو نه وي.
ننګرهاریان د فقر او بې وزلې لامل په سیمه کې بې روزګاري په ګوته کوي په اړه يې د دوه تنو خبرې اورو:
((زما نوم دانشیار دی د جلال اباد ښار اوسیدونکی یم، د تېرو درې څلور کلونو په بهیر کې د خلکو ژوند په اقتصادي ډول ډېر کمزوری شوی دی، کارونه نشته دی، خلک بې ورزګارۍ په مخه کړي دي، زه خپله کابو کال کیږي چې وظیفه نه لرم، کور خو لا پر ځای پریږده چې د پوهنتون او کورسونو پیس هم نه شم پوره کولی.))
(( زما نوم عبدالله دی، په ننګرهار کې همدا اوس داسې خلک شته دی چې ماښام ته د ډوډۍ نه لري، او لامل یې دادی چې خلکو ته کارونه نشته دی، بې روزګاري ډېره شوې ده او همدا د غوربت لوی لامل دی، تاسو همدا اوس د جلال اباد ښار د تالاشۍ څلور لارې ته ورشئ چې څومره کسان په چوک کې ناست ددې د مزدورۍ لپاره. نو غوربت کم شوی نه دی بلکېډېر شوی دی په دې څو کلونو کې.))
دغلته د چارو شنونکي وايي، د حامد کرزي د حکمت په پیل کیدو سره په هیواد کې اقتصادي خېرازي ډېره شوه، خو د تېرو څلور پنځو کلونو په اوږدو کې چې بهرنیان له هیواده په وتو دي، ورسره کاري فرصتونه هم کم شوي دي، بې کاري ډېره شوې ده او خلک د سخت غوربت خواته روان دي.
په سیمه کې د ټولنیزو چارو شنونکی نعمان دوست وايي، په تېرو لسو دولسو کلونو کې په هیواد کې بنیادي پروژې پلې نه شوې چې خلکو ته په کې د کارو کولو دومداره کاري فرصتونه برابر شي اوس چې نړیوال په وتو دي نو روزګار هم ورسره په وتو دی او د خلکو په اقتصادي ژوند يې بد اغېز کړی دی.
(( د حامد کرزي د دورې په پیلیدو سره په هیواد کې اقتصادي خېرازي ډېره شوه، خو ولې په دې ورستیو څلور، پنځو کلونو کې بدبختانه چې د فقر ګراف د لوړیدو خواته روان دی، ددې یو علت داد چې په سلګونو یا په زرګونو ځوانانو چې د بهرنیو کمپنیو سره يې کارونه کول، هغوی ورو ورو خپله لمن ټوله کړه او زیات شمېر خلک بې روزګاره شول، بې کاري زیاته شوله او همدا بې کاري د غوربت لامل شوې ده. بدبختانه چې په تېرو لسو کلونو کې په هیواد کې په داسې بنیادي پروژو کار ونه شو چې خلکو ته دوامداره کاري فرصتونه برابر کړي، دولت په خپلو ژمنو ولاړ پاتې نه شو او په نتیجه کې يې خلک د غوربت په خوله کې پرېوتل.))
ښاغلی دوست د فقر او غوربت یو لوی لامل په سیمه کې د ناامنۍ شتون هم یادوي، هغه وايي ناامني هغه څه دي چې د ژوند په هره برخه باندې دروند اغېز کوي.
(( ناامني په هر فکټور باندې، په ځانګړي توګه په اقتصادي برخه باندې ډېر منفي تاثیرات لري، په افغانستان کې د کار رکابت ډېر اسانه دی، ځکه دلته پانګوال ډېر محدود دي او په ډېره کمه بیه باندې بشري ځواک پیدا کیږي، د ناامنیو لوی ګزار دادی چې زموږ په هیواد کې اکثرو پانګولو د ځان د نه خودیتوب له وېرې خپلې سرمایې نورو هیوادونو ته انتقال کړې، ځکه چې هغوی خپل ځانونه او کورنۍ په امن کې نه لیدلې، نو چې په هیواد کې پانګونه ونه شي دوامداره کارونه ونه شي، کارخانې، فابریکې جوړې نه شې، بې روزګاري به څنګ لري شي. فقر د بې روزګاري له امله رامنځ ته کیږي تر هغې چې پانګوال په هیواد کې پانګونه ونه کړي او خلکو ته کاري فرصتونه برابر نه شي، بې وزلي به همداسې ورځ تر بلې ډېریږي. دولت چې تراوسه د امن په راوستولو کې پاتې راغلی دی باید دا زمینه برابره کړي.))
د دولت تر څنګ مدني ټولنې او مدني فعالان د غوربت د له منځه وړلو او د فقر د کموالي په برخه کې څومره رول او ونډه لري.
په ننګرهار کې د ولسي ښېګڼو ټولنې مشر، اسدالله ښالېز سلام وطندار سره په خبرو کې ومنله چې لا هم په ننګرهار کې همغږه مدني ډله نشته دی چې په سیمه کې د شته ستونزو پر وړاندې اواز پورته کړي او دولت خپلو مسولیتونو ته متوجې کړي.
(( که مدني ټولنې، خپل مسولیت او رسالت په سمه توګه وپېژنې او هغه کارونو ته لومړې توب ورکړي چې ګټه يې عامه وي، باور لرم چې شته ګڼو ستونزو ته به مو حل پیدا کړي وي. مدني ټولنې په ټولو چارو کې ډېره ممهه ونډه لري. که موږ دعوه کووو چې خودجوشه خرکت یو نو باید خپل مسولیتونه وپېژنو. زه اعتراف کومه چې لا هم موږ په ننګرهار کې همغږې مدني ډله نه لرو. دلته ډېرې ټولنې شته دی، خو یوازې تر خپلو ګټو او نومونو پورې، محدودې دي، ولې اوس موږ په دې کار پیل کړی دی چې باید ټول سره راټول شوو او په سیمه کې د شته پرتو ستونزو لپاره حل لارې ولټوو.))
ښاغلی ښالېز وايي، همدا اوس موږ ښار کې ټول زر تنه مزدوران نه لرو، که چېرته د ننګرهار یوازې د کار نال پروژه بېرته ورغول شي زرګونو کسانو په کې د کار کولو زیمنه برابریږي، چې مدني ټولنې باید دولت اړ کړي چې داسې پروژې بیا ورغوي.
بل پلو په ننګرهار کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست ریس عبدالحکیم شېرزاد وايي، د تېرو څو کلونو په اوږدو کې په هیواد کې په ټولو برخو کې ښه والی او پرمختګ راغلی دی خو دا په دې مانا نه ده چې دلته ټولې ستونزې پای ته رسیدلي دي.
نوموړي وايي د خپل ریاست په چوکاټ کې يې تر دامهال زرګونه بې سرپرسته او بې وزلو ماشومانو ته د زده کړې او روزنې زمینې برابرې کړي دي او همدا رنګه يې زرګونو کسانو ته د تېرو څو کلونو په اوږدو کې په بېلا بېلو برخو کې خرفوي زده کړې ورکړي دي او په بېلا بېلو برخو کې يې په دندو ګمارلي دي.
په وینا يې په تېر کال کې يې کابو درې زره کسانو ته بېلا بېلې فني خرفوي زده کړې ورکړي او د کار کولو زیمنه يې ورته برابره کړې ده او همدا اوس ورسره تر دوه نیم زرو کسانو پورې په زده کړو بوخت دي او بازار ته به يې وړاندې کوي.
(( شاخوا درې زره بې کاره ځونان، کونډې او معلونین موږ په مختلیفو خرفوي برنامو کې روزلي او د کار مارکیټ ته مو وړاندې کړي او تر دوه نیم زرو پورې همدا اوس تر زده کړو لاندې دي چې دا زموږ د امکاناتو په پرتله ډېره لویه لاسته راوړنه ده، ځکه زموږ امکانات محدود دي او همدا اوس تر زرو زیات ماشومانو زموږ د ریاست په چوکاټ کې په وړوکتونو کې په وړیا توګه په زده کړو بوخت دي او د هغوی پالنه او روزنه کیږي.))
ښاغلی شېرزاد زیاتوي، ددې ترڅنګ دوی د شخصي سکتورونو لپاره د کارموندنې یو مرکز هم جوړ کړی دی، چې د شخصي اداراتو څخه ضرورتونه ټولوي او بیا دوی ورته قدرونه وورپېژني.
شنونکي باور لري که چېرته په تېرو لسو دولسو کلونو کې نړیوالې مرستې په هیواد کې په زیر بینا پروژو لګیدلې وې، او دومداره پروژې عملي شوې وې نو نن سبا په هیواد کې د بې کارۍ ګراف دومره نه لوړیدو.
ددوی په باور دولت تر ټولو لومړی باید په هیواد کې شته پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرې کړي او هغوی ته د هغوی د خوندیتوب ډاډ ورکړي چې پانګونه وشي او ورسره دومدار کاري فرصتونه برابر شي.