د پکتيکا مټاخان ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د څه کم اولس مېليونه افغانيو په لګښت تدريسي ودانۍ جوړه شوه، مرستيال والي له پکتيکاوالو وغوښتل تر څو د هلکانو تر څنګ د نجونو زده کړو ته هم پاملرنه وکړي، د پوهنې رئيس بيا وايي د ښوونځيو لپاره د ودانيو کمښت د دوی چارې ټکنۍ کړي دي

_____________

د پکتيکا ولايت مټاخان ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره تدريسي ودانۍ د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت د GPI  (( د ښو کړنو د ستاينې )) پروګرام په مالي مرسته د څه کم اولس مېليونه افغانيو په لګښت جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي ترڅنګ، د امنيه قومندانۍ مرستيال، د ستکوري خدمتونو، پوهنې، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، اقتصاد، ټولګټو چارو او ښارجوړنې رئيسانو، د مټاخان ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو برخه درلوده

د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي په جوړو شويو مراسمو کې وويل دا چې د يوه ښوونځي په پرانسته د سلو زندانونو دروازې تړل کيږي نو له همدې امله د پوهنې سکتور وده زمونږ په کاري لومړيتوبونو کې ځای لري

ښاغلي فضلي د پکتيکا ولايت پر مشرانو او ديني علماوو غږ وکړ، تر څو د هلکانو ترڅنګ خپلې نجونې هم ښوونځيو ته د زده کړو په موخه ولېږي

مرستيال والي وويل چې ولسونه بايد له خپل دولت سره د سولې، پرمختګ او بيارغونې په برخه کې هر اړخيره مرسته وکړي

د پوهنې رئيس ښوويالی کوچی ځاځی وايی، چې د مټاخان ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره له دې نوي جوړې شوي ودانۍ به په يوه وخت کې نږدې دوولس سوه زده کوونکي ګټه پورته کړي،

ښاغلي ځاځي ژمنه وکړه چې ډير ژر به د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په ارزښت د سيدجمال الدين افغان په نوم د يوه ښوونځي چارې پيل کړي

ځاځی وايي په دې ولايت کې د ښوونځيو لپاره د ودانيو کمښت د دوی چارې ټکنۍ کړي دي

د نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس محمد طاهر يعقوبي وايي ياده ودانۍ د يوولسو مياشتو په موده کې په پاخه او اساسي ډول رغول شوي

ښاغلي يعقوبي له پکتيکاوالو غوښتنه وکړه چې د پروژو د کيفيت په لوړولو کې له دوی سره مرسته وکړي

د يادولو ده د نشه يي توکو د نه کر له امله دې ولايت ته هر کال يو مېليون ډالر ځانګړي بوديجه ورکړل کيږي، چې دا مهال له يادې بوديجې د پکتيکا په ارګون او خيرکوټ ولسواليو کې بېلابېلې پروژې روانې دي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *