میرویس جلالزی – د چین دولت د یوه نوي پلان له مخې، دغه هیواد غواړي د وریښمو د پخوانۍ تاریخي لارې څخه لري په بل استقامت د وریښمو په نامه یوه نوې لار  پرانیزي.

دغه لاره به چین له اروپا سره د ځمکې له لارې ونښلوي .

تر دې دمخه د وریښمو پخوانۍ لاره له افغانستانه تیرېده چې پرې چینایي سوداګرو منځنۍ اسیا او حتی د اروپا تر سرحده پوري خپل سوداګریز توکي رسول.

د افغانستان دولت او د امریکا متحدو ایالتونو که څه هم د وریښمو د زړې لاري د پرانیستلو لپاره په تیرو څو کلونو کې هلې ځلې وکړې لیکن د چین دولت دغه نوی پلان دغو د بې نتیجې پاتې کېدو معنا ورکوي.

د چین دولت وايي پلان لري د اورګاډي یوه داسي کرښه پرانیزي چې د دغه هیواد له لوېدیځ څخه به د ختیځ په لور له تیریدو وروسته له ګاوندي قزاقستان، روسیې، بلاروس، پولنډ، جرمني، فرانسې او بالاخره له هسپانیا سره دا هیواد ونښلوي.

د دغې لاري اوږدوالی ۱۳۰۰۰ کیلومتره ښودل شوی او د نړۍ تر ټولو اوږده ترانسپورتي نیغه لیکه بلل کیږي.

د چین حکومت وایي په دې کار سره پلان لري خپل سوداګریز توکي د اروپا زړه ته په نیغه توګه ورسوي او دا کار به د اروپا په سوداګریزو بازارانو کې د چین اغیز لا هم پراخ کړی.

دغي کرښي ته چې ورته په ملیاردونو ډالر ځانګړي شوي د وریښمو د نوي لارې نوم ورکړل شوی دی.

ویل کیږي یاد اورګاډی به سوداګریز مالونه په دوه ورځي کې د اروپا زه ته رسوي په داسي حال کې چې په اوس وخت کې د ځمکي له لاري له چین څخه په څه نا څه دری اونۍ کې سوداګریز مالونه د ځمکي له لاري اروپا ته رسیږي.

بیجن وایي اوس مهال د نړي نوي سلنه کانټینرونه د اوبو له لاري یوه او بل هیواد ته لیږدول کیږي خو دوي پلان لري چې په خپل نوي چټک کارګو اورګاډي سره د انتقالاتو په برخه کې نوی انقلاب رامنځ ته کړي.

د چین ولسمشر زیجی پینګ د دغې ستري پروژي څخه په ۲۰۱۳ کال کې په قزاقستان کې پرده پورته کړي وه او اوس یي نور جزیات رسنیو ته په لاس کې ورکړل شول.

د مرمۍ په نامه دغه چټک ځغاستی اورګاډی به د اسیا او اروپا تر منخ د انتقالاتو په برخه کې یو نوی اقتصادي کمربند وتړي کوم چې پرې به د چین مالونه تر اوسني حالت هم په ډیره کمه بیه نړیوالو مارکیټونو ته لاره پیدا کوي.

د اروپا یو شمیر هغو ملکونو چې د یورو په حوضه کې سم اقتصادي حالت نه لري د چین د دغه کار هرکلی کړی خو ځینو نورو بیا د چین دا کار د دوي د صنعت پر وړاندي د یوه نوي ګزار په مانان ګڼلی دی.

جرمني، فرانسي، ایټالیا او هالند د چین دا کار د دوی د فابریکو د درولو لپاره خطرناک بللی دی.

 د چین دولت د دې لارې د جوړولو لپاره له قزاقستان سره د ۳۰ ملیارده ډالرو، له ازبکستان سره د ۱۵ ملیارده، له ترکمنستان سره د ۸ ملیارده او له تاجکستان سره هم د څو ملیارده امریکايي ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.

د چین خبري آژانسونه وایي چې د دغه هیواد په خاوره کې د دغه اورګاډي پټلۍ او نور تجهزات تر ډیره حده پوري فعال کړای شوي او له دغه اړخه د وریښمو د نوي لاري د پرانیستلو کار بشپړ شوی خو اوس د قرار داد نور اړخونه لکه، قزاقستان، ترکمنیستان، روسیه، بلاروس، اوکراین، پولنډ، المان، هالنډ، هسپانیه او یو شمیر نور ملکونه باید له خپله اړخه د دغې لاري د پرانیستلو لپاره کړي ژمني سر ته ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *