علم او پوهه د انسان د ژوند ښکلا ده، علم هغه سرمایه ده، چې ټول عمر د خپل مالک سره بې وفایي نه کوي او د ژوند په هر ستونزمن وخت کې یې پکاريږي.
دغه سرمایه، نه ورکیږي، نه تاوان کوي او نه یې څوک غلا کولای شي، خو اساسي خبره د علم سره عمل دی.
لکه څرنګه چې د یو تجار لپاره سرمایه او په همدې سرمایي یو ښه کاروبار جوړول یو اساسي کار دی، دغه ډول د انسان لپاره د انسان سرمایه یې علم دی او له همدې علم نه پرځای او ښه استفاده کول یې عمل دی. یعنې د علم د ارزښت ټاکلو لپاره یې عمل ضروري دی. بې عمله پوه عالم او تحصیل کوونکی انسان نه هغه انسان څو مرتبې بهتره دی، چې پوهه او علم نه لري.
یو مسلمان که د انسانیت له دایرې ووځي او انساني کرامت ته ارزښت نه ورکوي او هر ډول غیر انساني کارونه کوي، دلته دغه انسان او مسلمان ملامت دی، د اسلام په دین کې ملامتیا نه شته.
نو هغه عالم او پوه انسان، چې د پوهې د درلودلو سره سره عمل نه کوي، دلته هم علم او پوهه ملامته نه ده او نه باید ورته په سپکه سترګه وګورو، دلته عمل ملامت دی، همدا عمل دی، چې د پوهې ارزښت ته ډېر خلک په سپکه سترګه ګوري. استاد الفت وایي:
چې عمل او فکر یو له بله بیل شي
عمل خوار شي فکر ورکه سمه لار کړي
د استاد له (فکر) نه مطلب (علم) دی او له (کار) نه مطلب (عمل) دی، چې د علم لپاره عمل او د عمل لپاره علم مهم ګڼي.
هو! یوه پوهه ده، که چېرې ښه او پرځای استفاده ورنه وشي او پوهه دعمل پر ګاڼه سمباله شي، له یوه انسانه ښه انسان جوړولای شي او که چيرې د علم او پوهې سره عمل نه وي، نو بیا د همدې انسانه شیطان جوړوي.