دوړو کاغذونه په سر سره اخیستي وو. یو سړی چټک راروان و. مول یې له خولې لرې کړ او راته ویې ویل:
– جنازه تیره شوه؟
– د چا جنازه؟
سړي د لونګۍ شمله په خوله کې ونیوله او د کوڅې کوز سر پسې ګړندی شو. چرت مې وواهه څیره یې اشنا وه خو نه راپه زړه کیده چې څوک دی. د کوڅې لاندې لور پسې روان شوم. د هدیرې په خوله کې کوچنیانو په یوه ازاد شوي کاغذباد پسې منډې وهلې او نارې سورې یې جوړې کړې وې، لرې یو سړی د هدیرې په منځ کې ولاړ و.
ورو ورو ورغلم. همهغه سړی و. د یوه نوي ګور له سره یې یوه لپه خاوره راخیستې وه او بیرته یې پر قبر دوړوله.
ورته ومې ویل:
– جنازې ته ونه رسیدئ
لاسونه یې وڅنډل، سر یې وخوځاوه او کوز د غونډۍ لور ته روان شو. په کاغذ باد پسې چې کومو هلکانو منډه وهله، یوه ډله یې تر ما چاپیره شوه:
– خدای دې وبښي خیرخیرات
– ما اوبه پر قبر توی کړي
– یتیم یم
اسمان ته مې وکتل. دوه کاغذبادونه په جنګ وو. یو یې ازاد شو. زما شاوخوا ولاړو هلکانو پسې منډه کړه. ما د غونډۍ لور ته وکتل. یو سړی د خړې غونډۍ نیمایي ته رسیدلی و، همهاغه سړی و که به بل سړی و، سم مې نه شوای سهي کولی دوړې وې.
کابل ۲۰۱۴
پسرلی صاحب. خدای جل جلاله دی ژوندی لره. تل د لیکنی په خوند لولم خو باور وکړه د دغه کیسی په مطلب پوه نشوم.
ګوره خفه نسی، دا چه زه پری پوه نسوم زما ګناه ده ستا د لیکنی کمزوری نده
اسحاقزی صاحب، د ( تګ) کیسه سیمبولیکه کیسه ده. دوړې د بدبختۍ او جهل سیبمول دی چې پر وطن راالوتې دي او کاغذ د علم نخښه ده چې په هوا کړی یې دی. خلک بیا په خپلو کې په خبرو نه سره پوهیږي، یو د جنازې پوښتنه کوي او بل پرې خبر نه دی. پر شملې خوله پټول دا مفهوم لرلی شي چې پر غم مو خولې پټې دي او وضاحت نه غواړو. کله چې بدبختي راشي نو خلک پرته له دې چې سم فکر وکړي په یوه خوا ځغلي، لکه موږ تاسو چې مهاجر شوو، خو هغه خوا د هدیرې لوری دی. په هدیره کې بیا ماشومان چې نوی نسل دی هیلې لري د دوی هیلې هم په کاغذونو کې دي خو دا کاغذونه هم ټولو ته نه رسیږي، ښایي یو یې ترلاسه کړي یا یې په کش و ګیر کې څیرې کړي. په دې بدبختۍ کې د خلکو اسره یوازې خدای پاک دی او د هغه په نوم بیا مفته خیر غواړو. بل ماشوم بیا اوبه چې د ژوند نخښه ده پر قبر تویوي چې مرګ دی او خیر غواړي، دریم بیا بې پلاره دی بدبختۍ بې وسه کړی دی
بل اسمان ته ګوري خو هلته هم لکه په ازل کې چې مو جګړه په نصیب وه کاغذبادونه په جنګ دي. دا هم یوه بې مفهومه جګړه ده چې خلک یې په نتیجې پسې منډې وهي او ښایي یو یې هم نتیجه ترلاسه نه کړي. زوړ نسل که له مرګه پاتې شوی دی بیا هم د غونډۍ په لور روان دی، غونډۍ هغه ځای دی چې ډيرې خاورې پرې انبار دي، وکتل شي چې د دې ډيرو خاورو سر ته به وخیږي؟ له بدبختیو به خلاص شي؟ دوړې دي نو خدای خبر،!!!!!!!!.
اجمل پسرلی