د څنځرې کړغ کړوغ و، ته وا له چا سره په جنګ ده، په غوړګو او سرګړو کې به نږدې یو متر پورته شوه، بېرته به په ځمکه کېناسته، بس لکه یو دښمن د چا په کور ورځي او خاوند یې های هوی کوي، خو نور یې څه له وس پوره نه وي.
مور مې چې د غونډۍ په لمن کې کیکر وهل، زه یې هم له سترګو لاندې څارلم، له ځای به چې پورته شوم، دوه ګامه به تللی نه وم، بیا به یې غږ شو، ما به چې مخ ور واړاوه، د تبر خوله به یې په لاس او لاستی به یې په ځمکه وه، ته وا بې سېکه بوډا په لکړه ځان تکیه کوي همداسې به یې زور پرې کړی و، سا به یې ماته ماته کېدله او ویل به یې – مه ګرځه، ګرمي ده، جل وهلی شې، ماران به دې وچیچي، په ځای کېنه.
بېرته به د هغه واړه کیکر سیوري ته کېناستم چې د غنمو خړه بوجۍ یې پرې اچولې وه او سیوری یې راته دروند کړی و. مور به مې هر ټیټ ماسپښین دا بوجۍ زما لپاره له کوره راوړله، بېرته به چې تلو سره تاوه به یې کړه او په سر به یې کېښوده چې ازغي او لرګي یې سر ته ور چوخ نه شي، خو دا هیله مې لا نیمګړې وه چې یوه ورځ له څنځري یا څنځرو سره کور ته لاړ شم، ځکه به مې په ځای ټېکه نه کېدله، خو چې له سیوري به پورته شوم، مور به مې مخه نیوله.
اوس چې څنځرې وار په وار ژر ژر کړغېده، زما زړه نور هم بې صبره کېده، فکر مې کاوه، ځاله یې ده بچي به یې زېږولي دي، څنځری ور سره نشته، هرو مرو یې په څنځرکیو پسې څه شی راغلي دي.
د مور خبره مې بابېزه کړه، ور روان شوم، مور مې هم نیم وهلی کیکر پرېښود، تبر یې په اوږه اېښی و، په ما پسې را روانه وه. له شا یې په اوږه لاس را کېښود، زه یې شا ته کړم، خو څو ګامه یې اخیستي نه وو، بیا مې ځان ور سره په څنګ کړ، چې ترې مخته کېدلم، له ورمېږ یې ونیولم، له ځان یې بیا شاته کړم، د ټیکري پیڅه یې په مخ تېره کړه، خوشته شوه تا وا خولې نه، بلکې اوبه دي.
څنځرې، نه په اړخ کې زموږ له رېوند تګ د تیږو او شګو د ښویېدلو غږ اورېده او نه زموږ په لیدلو وډاره شوه، دا ځل چې بیا پورته جګه شوه، څو خړې بڼکې یې وغورځېدې، ور سره د تړپ تړپ اواز شو.
موږ درې مترۍ کې ورته ولاړ وو، تور خړ مار و، د څنځرې مقامت پړسولی و، بس یو انچ پلن او یو متر به اوږد و، مار به چې مخ ته وخوځېد، څنځرې به یې په مخ کې ودرېده، مار به پورته جګ شو، په څنځرې به یې حمله کوله، خو هغه به ترې پورته شوه، مار به په شنو، سپینو ډبرو وغورځېد، د سینې به یې داسې تړپ شو، لکه ربړ په ځمکه ووهل شي.
زما زړه په دربېدو شو، مور مې شاته ټېل وهلم- مار غوسه دی، در ټوپ نه کړي ازاد شه، شاوخوا ګوره د مار جوړه نه وي.
زه لږ له مور شاته شوم، خو د مار او څنځرې کله را پام کېدل، مور مې چې مار ته مخامخ وه، لږ شا ته لاړه، د اړخ په بره خوا کې د مار څنګ ته ودرېدله، مار چې ځنځرې ته پورته شو، سپینه سینه یې وپړکېدله، بېرته په ځمکه وغورځېد، ور سره له یوې شنې ډبرې سره سپرغۍ جګه شوه، ځکه چې مور مې په مار ګوزار وکړ، د تبر خوله څه په مار ولګېد او څه په ډبره.
مار له پورته کېدلو وغورځېد، له سر به نږدې لوېشت لاندې لګېدلی و، په سره وینه یې شنې شګې سرې شوې، مور مې د تبر په څیټۍ درې ګوزاره سر ته ور کړل.
د څنځرې اواز ورک شو، وزرونه یې ختلي او ګډ وډ و، هغې ونې ته پاتېده چې لوی توپان پرې تېر شي، پاڼې او څانګې یې ګډې وډې کړي، خو د رېښو په زور یې له ځایه ونه باسي. څنځرې زموږ په سر تاوېدله، فکر یې کاوه موږ یې ملګري یو، لومړی ځل مې یوه غرنۍ څنځرې لیده چې د انسان په لېدلو سره نه الوته، هغه هم د ټل له خلکو چې له پسرلي د دوبي تر وروستۍ میاشتې په څنځرو پسې ګرځي، په اواره او غره دواړو یې لټوي، څوک یې شوقي ساتي او څوک یې په بازار کې پلوري.
ما د مار لکۍ ته کتل چې لاهم په ځمکه نېغه نېغه لوېدله، خو څنځرې چې بیا کړیکه کړه، ژر مې مخ ور واړاوه، ما وېل هسې نه کوم بل مار وي ځکه خلک وایي، چې چرته یو مار وي هلته بل مار هم وي، خو دا ځل څنځرې د مار په ځای زما له مور سره په ټونګرو و، مور مې ناسته وه او څنځرې به یې مخ ته ور ټوپ کړ، خو هغې به په تبر پورته کولو سره ځان ته نږدې نه پرېښوده.
حیران شوم چې مور مې په لاسونو کې څه شی نیسي، څنګ ته یې ورغلم، په شنو سرګړو کې چې سرونه یې ګرمۍ سره اړولي و، لس دوولس څنځرکي خواره واره و، بس نن یا پرون به یې زېږولي وو، خو له ګرمۍ مړژواندي وو، تللی نه شول. مور به مې په یو لاس ټیټ کړ، په غټه او ورپسې دوو ګوتو به یې ونیو، پلو ته به یې واچاوه.
ـ ادې دا ټول به زما وي، تور او زرکې ته یو هم نه ور کووم.
ـ ټول دې ستا وي، خو اوس څنځرې ایساره کړه.
مور مې لګیا وه، خو یو مرغزی به یې چې نیو، بل به یې له پلو غورځېدلی و، اوس ټول خواره واره و، له ځمکې سره نه معلومېدل، په غوړګو او سرګړو کې پټېدل، خو څنځرې نه وېرېدله، ما چې ورته کتل دا ځل له پخوا ډېره لویه ښکارېده، ته وا څو چنده شوې وي، وزرونه یې ډېر پراخ کړي وو، په هوا کې یې یوه نیمه بڼګه اوس هم تاوېدله، زما د مور خواته راغله، په مخ یې ټونګارې ور ولګولې، هغه هم شاته لاړه او وغورځېدله.
13 اګسټ 2014