د کابل دریاب سینه لکه د عمر خوړلي بوډا چې د ساه بندي مرض یې وي، ورځ په ورځ تنګیږي. کابلیانو دریاب ته چمچه مست ویل. د یوې څمڅې په قدرې اوبه که به پرې ور زیاتې شوې، اوبه به له وړه ووتې.

لکه بې سپوره اس د تمکیدلو به نه وې، اوس دې خدای نه دروینې په دوبې یې سوړ بد بوی سړی له پله نه بلې غاړې ته په ځغل پورې باسي. په دریاب په شمار پلونه جوړدي. د پل یک پیسه ګی په نامه چې اوس یې نخښه هم نه ده پاتې شل ګامه پورته نری پل د مرادخانی زیارت ته مخامخ جوړدی. مشهور او تاریخي پلونه یې پل ارتل، پلخیشتي او پل محمود خان دي. د پلونو ذ کرمې ځکه وکړ چې پخوا پوډریان یوازيې د پل سوخته لاندې لکه ځنځې سره اوښتل، ته وا دا ځای چا لاسي ورښوولی وي، چې د لې یې دود وي، خو په دې ورستیو کې لکه د موچیو چې ځاله ور ګل کړې اوهرې خواته سره وکټیږي، دوی هم ښه په مخ را کوچیدلي دي.

ان سر یې له پل محمود خان سره لګیږي، د دې صحنې له لیدو سره مې د ملګري یوه کیسه رایاده شي. ملګر مې د بدخشان دی. ویل یې په بدخشان کې زرکان ډیر دي، هم ښې غاړې وهي اوهم په میدان ښه تیریږي، په ژمې کې مرغه هوارې ته را کښته کیږي، ښکاریان یې په چل پوهیږي تر یوه ځا یه چې پسې واخلي زرک ستړی شي سر په واورو ننه باسي، ښکاري یې په اسانه سره ګوتو ته کړي.

مرغه ګومان کوي چې زه یې نه وینم دوی به موهم نه وینې. زه چې خپل ځوانان د دریاب له غاړو سره وینم، چې تر وړو څادرنو یې سرونه لاندې کړي او لوخړې یې تر خلکو هیسته تیریږي.

ماته د زرکانو کیسه رایاده شي. اوس چې دا کتار له پل محمود خان سره لګیږي د پله لود یځ ته د د فاع وزارت یوه تر کوچو سپینه ماڼۍ جوړه شوې ده. ته ودریږه که له همدې سپینې ماڼۍ نه د کوم مقام چپه دوربین په دې بې کوڅرو مرغانو ورسیخ شي، کنه نو دا یوستوی لیک به خدایزده ترکومه وغځیږي او څومره نور ځوان فکرونه به. د مرغه د فکر کچې ته راټیټ شي.

نوټ- ځنځه د زرو پښو حشره ده

2 thoughts on “چمچه مست/ اسدالله نیازی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *