تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه فرمان کې د خپلو دوو مرستیالانو او همداراز د ښې حکومتدارۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي دندې په ګوته کړې.
په دغه فرمان کې د ولسمشر تر لاس لاندې د کمېټو او ادارو نومونه هم یاد شوي دي. د ملي امنیت شورا، اقتصادي شورا، د معارف او لوړو زده کړو او مسلکي زده کړو، د معلوماتي تکنالوژۍ شورا د ولسمشر تر څارنې لاندې بلل شوي دي.
د ولسمشر د لومړي مرستیال دندې د وسلو ټولول او ملکي کول، له مخدرو موادو سره مبارزه، له غلاوو او لوټماریو (اخاذي) سره مبارزه او همداراز د ځوانانو او سپورت چارو ته پاملرنه ګڼل شوې ده.
د ولسمشر دوهم مرستیال ته تر ډېره قانوني او قضايي چارې سپارل شوي لکه قوانین، عدلي او قضايي چارې، حج، لیک لوست، کلتور او ټولنیز خدمات.
د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر فوق العاده استازی ته د اداري اصلاحاتو، ستندرډونو، احصاییې، او د اوبو د عالي شورا مسوولیت سپارل شوی دی.
په دغه فرمان کې د اجرايي رییس او د هغه د مرستیالانو دندو ته اشاره نه ده شوې خو پخوا د اجرايي ريیس دندې په یوه جلا فرمان کې توضیح شوي وې.