محمد یعقوب حیدري

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کرنې او مالدارۍ پر کاندید وزیر د ایستونیا تور بې دلیله او ناسم دی.

د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پر یعقوب حیدري د لګول شویو تورونو په اړه د افغانستان نړیوالو پولیسو یا انټرپول څېړنې وکړې او ورته څرګنده شوه چې د ده له لوري ایستونیا ته د مالیې د نه ورکولو تور بې ناحقه دی.

په همدې حال کې د افغانستان سترې محکمې په یوه حکم کې له ایستونیا غوښتي چې دغه هیواد ته د ښاغلي حیدري پر سفر بندیز پای ته ورسوي څو د خپل حق دفاع وکړي.

د افغانستان د انترپول د دفتر ريیس سید افندي وویل:«محمد یعقوب حیدري له ایستونیا تښتېدلی نه دی بلکې غواړي چې دغه هیواد ته لاړ شي او خپله حقوقي دعوه حل کړي.»

ښاغلي حیدري مخکې ویلي و چې ایستونیا په ده باندې د تور پوري کولو له لارې هڅه کوي چې شتمنۍ یې غضب کړي.

د انترپول د افغانستان د دفتر رييس هم دې مسلې ته په اشارې وویل چې ښاغلي حیدري په ایستونیا کې د ملیونونو ډالرو پانګونه کړې او هغه مالیه چې ادعا کېږي ده نه ده ورکړې خورا لږ پیسې دي.

د کورنیو چارو وزارت هم وايي، هڅه کوي چې ایستونیا ته د ښاغلي حیدري د تګ لاره اواره کړي.

حیدري ویلي چې د افغانستان له تېر حکومته یې هم غوښتي و چې د ایستونیا په وړاندې د ده د روا حق دفاع وکړي خو تېر حکومت د ده غوښتنې ته پام ونه کړ.

وروسته له دې چې د نوې کابینې په لیست کې د کرنې او مالدارۍ د وزارت د کاندید په توګه د محمد یعقوب حیدري نوم ولیدل شو، د انټرپول په تور لیست کې د نوموړي نوم ته توجه واوښته. د انټرپول په لیست کې حیدري یو له هغو کسانو څخه ګڼل شوی چې باید تعقیب او ایستونیا ته وسپارل شي ځکه چې اووه کاله پخوا یې مالیه نه ده ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *