الف ولسواکی په عامه معنا پر خلکو د خلکو حکومت ته او په خاصه معنا د دولت د رامنځ ته کیدو تګلاری او طرزالعمل ته وایی چی څنګه یو حکومت رامنځ ته کیږی او ځنګه له منځه ځی ؟ له همدی امله ځنی ټولنی د ولسواکی [ ډیمکراسی ] پر عامه معنا معتقدی دی او د یوه ارزښت په توګه یی منی او ځنی یی بیا د یوه روش او تګلاری په توګه منی یا په بل عبارت یوازی به سیاسی دیموکراسی متعقدی دی.

اسلام مبین دین لارښوونی او د دغه حق دین سیاسی تاریخ هم د ولسواکی له اصولو سره اړخ لګوی ځکه اسلام دزر او زیاتی چی په شاهی اودیکتاتوری نظامونو کی لیدل کیږی مخالف دی او د فرد او تولنی دواړو دګتو په نظر کی نیولو د اصل له مخی اسلام د شخص د نظر په ځای دتولنی نظر لومړی ګنی او همدا لامل دی چی د الهی وحیی دلړی په پای ته رسیدلو سره [ چی پیغمبر به په کی دصغری امانت ترځنک د کبری امانت دنده هم لرله ] د اسلام د ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته راشد خلیفه ګان چی هر یو یی په خپل وخت کی تر تولو غوره او د امت [ مسلمانانو ] دعتبار وړ خلک ووبیا هم په مجموعی توکه د امت مسلمانانو په خوښه غوره شوی او په باره کی یی د مسلمانانو نظرونه اخستل شوی وو په هغه زمانه کی د انتخاب طریقه همدا وه او د رای ورکولو دغه نوی سیستم د رای پانی استعمال معمول نه وو نو د امت مسلمانانو په خوښه د زعامت او مشر تابه غوره کول په حقیقت کی په اسلام کی اولسواکی شتون ښیي.

آل عمران سورت ۱۵۳ آیت [ وشاورهم فی الام ] له دوی مسلمانانو سره په کارونو کی مشوره وکړه او یا د آلشوری سورت ۳۸ آیت کی فرمایی [ وامرهم شوره بینهم ] په کارونو کی به په خپلو منځو کی مشوره کوله دا په اسلام کی د ولسواکی اصولو شتون ښیی نور به په لنده توکه رڼا واچوو زمونږ سپڅلی دین هم د دیکتاتوری او استبدادی رژیمونو مخالف دین ده همدارنکه د اسلامی شعریت په مصادرو سرچینو کی د قران کریم نیوی سنتو اجماع قیاس استحسان عرف مرسله مصالحو او له منځه د امت اجماع عرف او د مرسله مصالحو اصول چی د خلکو عقیدو ارزښتونو او نظرونو ته توجه ښیی د اولسواکی بیلګی او ځانګړنی دی معلومداره خبره ده چی کوم هغه منلی شوی اصل چی د قران کریم او سنتو ځخه په سرغړونه نه وی اسلام ورته ارزښت ورکوی بیلګی یی [ عرف عادات او فرهنک ] ځکه هر تولنه د خپل نه متعقدات او ارزښتونه لري.

ب ـ افغانستان او ولسواکی د تاریخ په اوږدو کی د نړی نږدی تولو هیوادونو او تولنو د دیکتاتوری او استبدادی رژیمونو نمونی لیدل دی بادشاهی پاپولی تیوکراسی او استبدادی او دیکتاتوری رژیمونو هغه بیلګی دی چی انسانی تولنو لیدلی او د هغه د بد ګنو له امله دنړی نږدی تول ولسونه نن او سبا د ولسواکی ارمانونه لری او غواړی چی خپل سیاسی برخلیک او تولی تونیزی اقتصادی او سیاسی چاری د ولسواکی له اصولو سره سمی تمنظیم او سمبال کړی.

افغانستان نږدی ځلورلسزیزو وړاندی یوه لسزیز له [ ۱۳۴۲ ] ځخه تر ۱۳۵۲ ه ش ] پوری په سمه معنا یوه ځوانیمرګه ولسواکی لرله او شاهی کورنی د وروستی واکمن محمد ظاهر شاه په وروستیو لسو کلونو کی چی پنځو صدراعظمانو په کی د پاچا له څنګه د ولسواکی د یوه اصل له مخی څه نا څه واک لرلو په ۱۳۴۳ ه ش کال اساسی قانون تسوید او د لویی جرګی له لوری تصویب شوی و.

ګوندونه او مطبوعاتو ازادی ورکړل شوی وه معارف هم څه نا څه وده کړی وه افغانستان دپخوانی شوروی اتحاد له انحصاری اغیز څخه د خلاصی په لار کی نوی قدم اښیی و او د افغانستان وروستی صدراعظم محمد موسی شفیق چی د ۱۳۴۳ ه ش کال اساسی قانون په جوړښت کی یی فعال نقش لرلو حکومت او د محمد ظاهر شاه واکمنی د ۱۳۵۲ ه ش کال په چنکاښ پر ۲۶ مه نته د سردار محمد داوود خان له خوا د کوداتا له لاری ړنک شوه .

همداسی دیر پرختګونه وشول خو دیر وخت یی دوام و نه کړه مننه.

—————————-

د دینې لیکنې لیکوال مصدق اکرم اسحق زی د حقوق او سیاسي علومو د پوهنځي د دوهم کال محصل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *