تاند- د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوال ادعا کوي چې په دې ولسوالۍ کې د وسله والو سختدریځو پر ضد د عملیاتو په درو ورځو کې تر۶۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي پرون /یکشنبه/ خبریالانو ته وویل چې په تېرو درو ورځو کې د وسله والو طالبانو پر ضد په تصفیوي عملیاتو کې تر۶۰ زیات وسله وال سختدریځي وژل شوي او تر۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

کندوز د افغانستان په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې وسله وال طالبان پکې په نسبي ډول زیات فعال دي.

د کندوز امنیتي حالات یوازې طالبانو نه بلکې خپلسرو وسله والو لا زیات خراب کړي دي. په وروستیو کې په خان اباد ولسوالۍ کې د طالبانو او خپلسرو وسله والو ترمنځ په جګړو کې په لسګونو کسان ووژل شول.

په دې ولایت کې سږ کال (۱۳۹۳) څو ځلي د طالبانو پرضد عملیات وشول خو د امنیت د ښه کولو په برخه کې یې دوامداره نتیجه نه ده ورکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *