هر سړى د نړۍ د بېلابېلو ښکارندو په اړه د فکر خاوند وي. د دې فکر په رغون کې راسره خپل کولتور، تاريخ، هنر، خپله تجربه او نور علوم لاس لري.
د بېلابېلو شيانو او موضوعات په اړه زموږ فکر ثابت او پرېکنده نه وي. د کولتور، علومو، هنر او خپله تجربه زموږ افکار صراحت ته نه پرېږدي. کولتور مو يو څه وايي، تجربه مو بل څه. مذهب يو رنګه خبره کوي، ساينس بل رنګه او فلسفه بل رنګه.
علوم، هنر، کولتور او تجربه مو چې فکر قطعيت ته نه پرېږدي؛ مطلب، معقوليت ته مو وربولي او راته وايي، چې يواځې له يوې زاويې نه د حقايقو د پېژندلو لپاره کار وانخلو. بصيرت همدې ته وايي، چې موږ حقايقو ته له بېلابېلو زاويو وګورو او د خپل فکر د بشپړتيا هڅه وکړو.
خو چې د بصيرت ښکارندويي هم وکړو او بېلابېلو علومو په خپل فکر کې راګډو، بيا به مو فکر بشپړ نه وي. مثلا: که اسلامي خلافتونو ته يواځې له مذهبي نه، د داسې تاريخ له زاويې وګورو، چې د مذهب له اغېزه پاک وي، بيا به مو فکر بشپړ نه وي.
داسې کسان به مو ډېر ليدلي وي، چې پر بېلابېلو موضوعات ډېر په زغره خبرې کوي. داسې خلک عموما پر مسايلو د ډېر فکر کولو عادي نه وي او پر خپله خبره پوره ډاډه وي.
داسې خلک هم شته، چې خبرې ترې تښتى راتښتي، يا يې په منځ کې خبرې بندې شي. داسې خلکو پر يوه مساله معلومات ترلاسه کړي وي؛ خو سره پېيلې يې نه وي. د يوې مسالې ښه والى، بدوالى، ګټورتيا، زيان او نورو اړخونه يې سره بېل کړي نه وي.
دا سې نه ده، چې يوه مساله دې چورلټه بده يا ښه يا ګټوره يا زيانمنونکي وي؛ خو د دې ټولو له امتزاجه د مسايلو په اړه درېيم نظر هم راوتى شي.
د درېيم نظر ښه لار ليکوالي ده. په يوه مبهمه مساله پسې چې قلم راواخلو، نو اړ يو چې لومړى يې وشنو، پر بېلابېلو اړخونو يې فکر وکړو، له يو بله يې بېل کړو يا يې له يو بل سره په تړاو کې وځيرو، دلايل ورته ولټوو. داسې راته د مسالې تياره ګوټونه روښانه شي او په اړه يې د منظم فکر و نظر خاوندان شو.
نو ويلاى شو، چې ليکوالي د سړي فکر منظموي.