– زویه د فورمې په ډکولو کې به حتما” کومه اشتباه درنه شوې وي، کنه…….
مصطفی د پلار د خبرو مینځ ته ورولوید:
– نه پلاره، هیڅ امکان نلری ، هرڅه مي په غور ډک کړل.
شریف الله لطفی زوی ته ډیر خپه وه . له ځان سره یې فکر کاوه چې دې ځوان څومره د نظامی یونیفورم د اغوستلو هیله لرله،څومره د اردو او عسکری خبرې او مالومات ښه پرې لګیدل.
په اصل کې ،پاک خدای د مصطفی هست د نظامی افسری لپاره کړی وه؛ غیرتی اوبامسوولیته کرکټر، لوړه ونه او تندرست اندام او له ټولوزیات د ده خپله بی پایه مینه له اردواو صاحب منصبی سره. خوارکی دا څوکلونه د (میونیخ بونډیسویر نظامی پوهنتون) عکسونه ، خپل چپرکټ ته مخامخ په دیوال را ځړولي وو.
لمړني کارونه یې ښه پرمخ لاړل. د ژبی ،ریاضی، فزیکی تمرینونو، د هوښیارتیا د ضریب د مالومولو اونورو ټولو آزموینو پایلې یې له ټولو نورو ځوانانو برجسته وي. خدای پوهیږی چې په آخر کې څه پیښ شول ؟ لده راوروسته کسانو ټولو د کانګرجیلشن (مبارکی)ایمیل واخیست، ده ته د رد ځواب راغی.
د شریف الله زړه نه کراریده، بیا یې له مصطفی وپوښتل:
– ښه زویه ،ته یو ځل بیا راته ووایه چې دې لعنتی فورمه کې دې څه ولیکل؟
مصطفې هسی هم زړه شینی وه، دې خبرو نور هم پکو کړ.
– پلاره هیله کوم ، نوره دا موضوع مه یادوه…
خو د پلار زړه نه بسیا کیده:
– مصطفی بچیه ته مه خپه کیږه، یوازی په یاد راوله چې د دغې فورمې توپیرله نورو مخکینیو فورمو سره څه وو؟
– هسې خو یې کوم لوی توپیرنه درلود. یوازی داځل یې د والدینو هویت هم غوښتی وه.
– بیا تا څه ولیکل ؟
مصطفی پلار ته موسکی شو:
– پلاره څه مي ولیکل ؟ ستا او مور جانی نومونه ،دستاسو دواړو د پلار او مور نومونه او د زیږیدلو محل……
شریف الله هلک نه خوشی کاوه:
– مثلا”؟
مصطفی په خندا شو:
– مثلا” څه شی پلاره؟ ستا مي ولیکل ؛ شریف الله لطفی، پلار میر حاتم لطفی، مور بی بی هاجره لطفی، د زیږیدلو ځای کابل ،افغانستان ۱۹۶۱ کال . د مور مي هم همداسی ؛ ماریه لطفی، د پلار نوم حوزه آنتینیو ګونزالیس، د مور نوم کلاودیا ګونزالیس، د زیږیدلو ځای، تلاویرا ده لارینا، هسپانیه، ۱۹۶۹.
بیا مو فورمې سبمیټ کړې، غیر له ما ټولو ته د مبارکې ځواب راغی؛برعکس،زه یې دننه وروغوښتم.
بیا یې نوی کاغذ ی فورمه راکړه، چې هلته یوازی ستا په اړه پوښتنی وې؛ستاسو نوم ، د پلار نوم مو، قوم ،د زیږیدلو نیټه او مشخص ځای ، پخوانی دنده ، کوم وخت له افغانستانه راوتلی یاست، کله جرمنی ته راکډه شوی یاست؟او نور….
– ښه نو دا هرڅه خو تاته ټول مالوم وو؟
– طبعا” راته مالوم وو. ټول مي سم ولیکل.
– د قوم په اړه دې څه ولیکل؟
– څه مي باید لیکلې وه؟ ومي لیکل پشتون…
– نو زویه اشتباه همدلته در نه شوې. سمه ده چې موږ د کابل یو ، خو پشتون نه یو. اوس پوه شوم چې ولی یې د رد ځواب درکړی .
مصطفی حیران شو:
– نو دا څنګه پلاره؟ موږ دافغانستان یو ، پشتون نه یو؟
ماریه تراوسه غلی ولاړه وه ، یوازی یې غوږ نیولی وه، اوس یې مداخله وکړه:
– زه حقیقتا” نه پوهیږم چې شریف څه وایې، یانی ولی یو څوک د هغه د قوم لپاره ښه یا بد وګڼل شی، دا تبعیض دی. هیچا خپل قوم پخپله نده انتخاب کړی ،د هرچا قوم د هغه طبیعی پیدایښت پوری اړه لری.ولی د یوه کس پخپل لاس (نه انتخاب )د هغه په کوالیفکیشن باندی بده اغیزه وکړی.
خو په هرصورت ، پشتون یا بل هرڅه چې وي، دومره با ارزښته شیان ندي، چی سړی دې څه شی د هغه قربانی کړی. زوی جانه!اوس مهمه دا ده چې دا منفی توري دې له فورمې ورک کړه. سبا ورشه ورته ووایه چې د پلار په هویت لیکلو کې رانه اشتباه شوې ، غواړم اصلاح یې کړم.
دټولو همدا خوښه شوه ، مصطفی هم قانع شو:
– سمه ده…..سبا ورته وایم چې زما څخه دپلارد هویت په هکله تیروتنه شوې، موږ پشتون نه یو.
شپه چې تیره شوه، سهار وختی شریف الله د قهوی پیاله په لاس کې له پخلنځې سالون ته راننوت که ګوری چې مصطفی شاور کړی ، بهر ته د تګ جامې په ځان کې چمتو ناست دی.
شریف الله ورته موسکی شو:
– سهار په خیر زویه! دومره وختی بونډیسویر ته ځی؟
– سهار په خیر! نه پلاره بونډیسویر ته نه ځم ، تا سره کمپنی ته ځم، غواړم ما ته هلته کار ومومی .
شریف الله پوه نشو:
– تا خو بیګا ویل چې ځم او اشتباه مي اصلاح کوم.
– ما خپل تصمیم بدل کړ، ما اشتباه نه وه کړی؛ موږ پشتون یو.
شریف الله تندی تریو کړ:
– ما خو در ته وویل چې زه په کابل کې زیږیدلی یم ، مګر موږ پشتون نه یو. بل دا چی دا خبره دومره ارزښت نلری چې ته دې له خپل هدفه را وګرځیږی.
مصطفی په خپله خبره ټینګ وه:
– پلاره!ما د پشتون په اړه ډیر سرچ( لټون) وکړ. که تاسی پشتون یاست او که نه ، ماته فرق نکوی . که مي بونډیسویر نظامی پوهنتون ته نیسی او که نه نیسی؛ خوزه بیاهم پشتون یم، حتی ډیر پشتون یم.
شریف الله بی ځوابه پاتی شو. ځان یې په کوچ کې غورځار کړاو په حیرت یې مصطفی ته کتل.
ماریه په پخلنځې کې وچه ولخه ولاړه ، هیڅ نه پوهیدله چې زوی یې څه وایي؟
له همغه ځایه یې راغږ کړ:
– عجبه ده! زه خو نه پوهیږم چې دا پشتون څه مانا؟ ولی اکاډمی ته دومره منفی او زموږ زوی ته دومره ګران دی؟
سر یې په دواړو لاسو کې ونیوه:
– بالکل نه پوهیږم.