تاند- د کابل امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن (رحيمي ) د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجینیر محمدخان سره په کتنه کې وویل چې کابل ښار ته ټولې فرعي لارې یې بندې کړي دي.
د ښاغلي رحیمي په وینا وسله والو مخالفانو ښار ته له فرعي لارو چاودېدونکي مواد او ځانمرګي راوړل.
لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان ته د کابل ښار دامنيتي حالت په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې د امنیت د ټینګښت لپاره يې داسې لارې چارې غوره کړې چې د ورانکارو او ترهګرو مخه يې نیولې ده.
د یکشنبې په ورځ له چاودېدونکو موادو بار لارې د کابل په ختیځه خوله، د قصبې په سیمه کې مخکې تر دې وچاودېده چې ښار ته ننوځي. پولیس وايي چې دوی یې مخه ونیوله.
امنیه قوماندان د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته ډاډ ورکړ چې کابل ښار ته ټولې هغه غزیدلې فرعي لارې يې بندې کړي دي چې په تیرو وختونو کې د ورانکارو او ډار اچوونکو لخوا پرې تګ راتګ کیده.
د اجرايي ریاست د لومړي مرستیال د دفتر له خبرپاڼې سرعه سم، امنیه قومندان دا هم وویل چې د کابل ښار د پولیسو او خلکو په همکارۍ به په دې ښار کې د امنیت داسې ډاډمنه فضا رامنځته کړي چې د پلازمېنې امنیت ټولو وګړو ته ډاډمن شي .
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د کابل ولایت د امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحيمي هڅې وستایلي او د ده په پلانونو او وروستیو لاسته راوړنو يې خوښي ښکاره کړه.
په وروستیو کې، په تېره بیا د عبدالرحمن رحیمي له ټاکل کېدو وروسته د کابل ښار امنیت په نسبي ډول ښه شوی دی.
دا محمد خان بیچاره هم نه پوهیږی چی څه وکړی، د بیچاره دنده نده معلومه