په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو صندوق (يونيسف) استازي  آکهيل آییر د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجينر محمد خان سره وليدل.

په دغه ناسته کې د هېواد او د هېوادوالو د ستونزو په اړه هراړخيزې خبرې وشوې.

انجينر محمد خان د خپلو خبرو پر مهال وويل: د افغانستان دولت او ولس د يونیسف لخوا د پوهنې، خوراک، روغتيا، کډوالۍ، طبعي پيښو، د پوليو پر ضد مبارزه او نورو برخو کې ترسره کېدونکو فعاليتونو او خدمتونو څخه ستاينه
او مننه کوي او له ملګرو ملتونو په شمول له نړيوالې ټولنې څخه هیله کوي چې د افغانستان دولت او ولس سره به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

د يونیسف استازي په خپل وار وويل: يونيسف د افغانانو ستونزو ته تل لومړيتوب ورکړی او په راتلونکي کې به یې هم يوازې پرېنږدي.

نوموړي د خپلو خبرو پرمهال په ځانګړي توګه په راتلونکي اوونۍ کې د غزني ولايت د روغتون او کلينکونو سره ترسره کېدونکو مرستو یادونه وکړه چې له  کبله به یې د ياد ولايت روغتون له ډېرو اسانتياو څخه برخمن شي.
همدا ډول هغه د کابل ولايت په مختلفو سيمو کې لکه د ټانک لوګر، ریشخور، چهارراهي قمبر، چهلستون کې له میشتو کډوالو سره ترسره کېدونکو مرستو په اړه او په مختلفو برخو کې د افغانانو د کاري وړتيا د لوړوالي په خاطر د خپلو مرستو او برنامو څخه هم یادونه وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *