د میدان وردګو ولایت زرګونه اوسیدونکو د یوه پراخه لاریون په ترڅ کې  د فرانسې هېواد د شارلي ابدو مجلې له لورې د حضرت محمد ص کاریکارتور خپرول په کلکو ټکو وغندل او په اففانستان د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو کې د فرانسې سفارت د تړلو غوښتنه وکړه.

دغه لاریون،چې نن ( دوشنبه) سهار نهه بجې د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ په دشتې ټوپ سیمه کې پیل شوو،د دوو ساعتونو لپاره یې د اعتراض په توګه د کابل ـ غزني لویه لاره هم د ترافیکو پر مخ تړلې وه،چې له لاریون وروسته بېرته د ترافیکو پرمخ پرانستل شوه.

لاریون کوونکو ګواښ وکړ، که حکومت په افغانستان کې د فرانسې سفارت ونه تړي نو دوی به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي او لویه لاره به د تل لپاره د ترافیکو پر مخ وتړي.

دوی همدا راز د یوه پرېکړه لیک په ترڅ کې د نړۍ له ټولو اسلامي هېوادونو څخه غوښتنه وکړه،چې د فرانسې هېواد د شارلي ابدو مجلې د یادې ناوړې کړنې په غبرګون د دغه هېواد سفارتونه په خپلو هېوادونو کې وتړي .

دغه سوله ییز لاریون کوونکو د فرانسې هېواد پر ضد شعارونه ورکړل او همدا راز یې د دغه هېواد بېراغ او شارلي ابدو مجلې چلوونکې انځورونو ته هم اور ورته کړ .

امنیتي ځواکونو د یاد لاریون پر مهال کلک تدابیر نیولي وو،چې له امله یې هیڅ ډول امنیتي ستونزه رامنځته نشو.

تر دې وړاندې د میدان وردګو جلریز ولسوالۍ کې هم سلګونه کسانو د یوه لاریون په ترڅ کې په افغانستان کې د فرانسې سفارت د تړلو غوښتنه کړې وه .

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *