عطا محمد میاخېل-
د یکشنبې په ورځ ، چې د روان هجري لمریز کال د سلواغې ( دلوې) پنځمه ، چې د 2015 زېږدیز کال د جنوري له پنځه ویشتمې نېټې سره برابره وه ، د پاکستان د کرکېټ ملي لوبډلې او د New Zealand Board President’s XI په نامه د نوی زیلاند د یوه کورني کرکېټ کلب ترمنځ یوه د نوی زیلاند په نړیوال کرکېټ لوبغالي کې یوه ورځنۍ پنځوس اوریزه کرکېټ سیالۍ ترسره شوه .
د لوبې پچه پاکستاني لوبډله مشر وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه .
پاکستانۍ ملي کرکېټ لوبډلې د 49.3 اورونو په لوبولو او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره 313 منډې جوړې او نوی زیلاندي لوبډلې ته یې د 314 منډو هدف ورکړ .
نوی زیلاندي لوبډلې د 49.2 اورونو په لوبولو او د خپلو 6 لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکلی هدف په ډېرې آسانۍ سره تر لاسه او پاکستانۍ ملي کرکېټ لوبډلې ته یې د 4 وېکټو او 4 توپونو په توپیر ستره او تاریخي ماتې ورکړه .
د پاکستانۍ لوبډلې له لوري مصباح الحق ښایسته لوبه وکړه ، چې په 119 توپونو یې 107 منډې جوړې کړې ، چې 10 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د نوی زیلاندي لوبډلې له لوري ټي ال سیفېرټ ، ښکلې ، په زړه پورې او برید کوونکې لوبه نندارې ته وړاندې کړه ، چې په 89 توپونو یې 115 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، چې 14 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو .
د پاکستان او نوی زیلاند د توپ وهنې او توپ اچونې لیک لړ په لاندې ډول دی :
د پاکستان د توپ وهنې برخه :
1 ـــ محمد حفیظ په یوه توپ 2 منډې ترسره کړې او په منډه کې اوټ شو .
2 ـــ محمد شهزاد په 34 توپونو 37 منډې جوړې کړې ، 6 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او په منډه کې اوټ شو .
3 ـــ یونس خان په 7 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
4 ـــ مصباح الحق په 119 توپونو 107 منډې جوړې کړې ، 10 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
5 ـــ سهیب مقصود په 25 توپونو 15 منډې جوړې کړې ، یوه څلوریزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ عمر اکمل په 59 توپونو 68 منډې جوړې کړې ، 10 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
7 ـــ سرفراز احمد په 21 توپونو 19 منډې جوړې کړې ، 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
8 ـــ شاهد افریدي په صفر خپله وېکټه له لاسه ورکړه .
9 ـــ وهاب ریاض په 21 توپونو 30 منډې جوړې کړې ، 2 شپږیزې او 2 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
10 ـــ احسان عادل په 9 توپونو 21 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې او یوه شپږیزه یې ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
د پاکستان د توپ اچونې برخه :
1 ـــ سهیل خان 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 66 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
2 ـــ احسان عادل 9.2 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 81 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
3 ـــ وهاب ریاض 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 61 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
4 ـــ محمد شهزاد 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
5 ـــ شاهد افریدي 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 42 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ یونس خان 4 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 17 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
د نوی زیلاندي لوبډلې د توپ وهنې برخه :
1 ـــ ایچ ایم نیکولز په 113 توپونو 104 منډې جوړې کړې ، 14 څلوریزې یې ترسره کړې او په منډه کې وسوځېد .
2 ـــ ایم اې بولارډ په 49 توپونو 33 منډې جوړې کړې ، 4 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
3 ـــ ټي ال سیفېرټ په 89 توپونو 115 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، 14 څلوریزې او 3 شپږیزې یې ترسره کړې .
4 ـــ ټي اې بلونډل په 30 توپونو 33 منډې جوړې کړې ، 3 څلوریزې یې ترسره کړې او کېچ اوټ شو .
5 ـــ ال جې کارتر په 4 توپونو یوه منډه ترسره کړه او کېچ اوټ شو .
6 ـــ کې جې مکلور په 12 توپونو 13 ناسوځېدلې منډې جوړې کړې ، یوه شپږیزه یې ترسره کړه .
د نیوزلنډي لوبډلې د توپ اچونې برخه :
1 ـــ کې اې جامیسن 9.3 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 63 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
2 ـــ اې جې نوټل 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 46 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
3 ـــ ال وي وان بیک 10 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 53 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
4 ـــ ټي ډی اسټل 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 43 منډې یې ورکړې او یو لوبغاړی یې وسوځاوه .
5 ـــ ټي جي جانسټون 8 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 48 منډې یې ورکړې او کوم لوبغاړی یې ونه سوځاوه .
6 ـــ ایس هیکس 6 اورونه توپ اچونه ترسره کړه ، 52 منډې یې ورکړې او 2 لوبغاړي یې وسوځول .
دا خو ترايخي ماته نه ده، ښه سکور يې کړی، نو تاريخي ماته په څه شوه؟