نیکولای هایسن

خبریال: میرویس جلالزی – په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړی استازی وایي د افغانستان نوی حکومت د خلکو کلک باور ته اړتیا لري.

د یوناما مشر په یوه تازه مرکه کې، چې د دوشنبې په ورځ خپره شوي، ویلي افغانان د راتلونکي په اړه بې باوره دي لیکن په کار ده چې د ملي یووالي حکومت پر ځان د هغوی د باور د ډیرولو لپاره ډیرې هلې ځلې وکړي.

په افغانستان کې د یوناما مشر نیکولای هایسن دا څرګندونې داسي وخت وکړې چې د نوي حکومت د مشرتابه له لوري د وړاندي شوې کابینې یوه لویه برخه تر اوسه پوري د ولسي جرګې له لوري منل شوې نه ده او نه یې کوم غړي ته د اعتماد رایه ورکړې ده.

ښاغلي هایسن چې په دغه مرکه کې یې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په باب پوښتنو ته ځوابونه ورکول، ویلي چې د افغانستان لانجه د نظامي لارې پر ځای سیاسي حللارې ته اړتیا لري.

هغه ویلي چې افغانستان له یوه بحراني حالت څخه د لیږد په حال کې دی، او ولسمشر غني او اجرایي ریس عبدالله د هیواد د راتلونکي په اړه ګډ لید لوری لري او باید د اصلاحاتو اجنډا پر مخ بوځي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې چې دواړو مشرانو له ملت سره د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د ښې حکومتولۍ، د فساد د ختمولو او اقتصادي ودې لپاره ژمنې کړي وې او په کار ده چې دغو برخو ته جدي پام وشي.

په افغانستان کې د یوناما مشر نیکولاس هایسن د افغان کابیني د ټاکل کیدو د ځنډ په اړه ویلي چې دوی تمه لرله چې کابینه په خپل وخت معرفي او د ولسي جرګې له لوري تایید شي ځکه د افغانستان امنیتي سکتور له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی، خو تر اوسه پوري کابینه نه ده ټاکل شوې.

یوناما یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو د ژوندانه د ښه کولو لپاره له هغوی سره د خپلو مرستو پر دوام او مدني ټولنو په ملاتر ټینګار کړی دی.

ښاغلی هایسن ویلي دوی به په خپلو مرستو په افغانستان کې شوي پرمختګونه وساتي.

د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته افغانان په خاصه توګه د مدني ټولنو او ملي خوځښتونو غړو د افغانستان د را تلونکي په اړه اندیښنې لرلي او په ټوله کې د افغانانو ترمنځ دا ویره رامنځته شوې چې ښايي بیا وسله والې سختدریځې ډلي واک ته د رسیدو لپاره پر لویو ښارونو کې جګړې پیل کړي.

لیکن یوناما دا کار له امکانه لري بولي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مشر سوله د افغانستان تر ټولو لویه اړتیا بللې او ویلي يې دي چې ولسمشر غني تعهد کړی چې سوله به راولي او لا وختي يې ټولو ناراضانو ته د سولې له پروسي سره د یو ځای کیدو بلنه ورکړې ده.

د ملګرو ملتونو په باور د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې مخامخ خبرې اوسنۍ شخړه پای ته رسولی شي.

ښاغلي هایسن د افغانستان پر ټولو ملګرو ادرو غږ وکړ چې د سولې په برخه کې له افغان دولت سره ملاتړی رول ولوبوي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ملګرو ملتونه به د افغانستان د نوي حکومت د ملاتړ په برخه کې څه رول ولوبوي وویل:

«ملګري ملتونه له شپیتو کلونو راهیسي په افغانستان کې مرستندوی حضور لري او د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته یوناما له افغانستان څخه د سیاسي ملاتړ لپاره رامنځته شوه، موږ د افغانستان د حکومت ملاتړ کوو، دغلته د ښځو د حقونو، د ماشومانو د حقونو او دیموکراتیکو اصولو ملاتړ کوو.»

ملګري ملتونه پر داسي مهال له افغان دولت څخه د ملاتړ ژمنه تازه کوي چې افغانستان په تیرو دیارلسو کلونو کې د خپل نوي ژوند له ډیر ستونزمن پړاو څخه د تیریدو په حال کې دی.

له یوه لوري له افغان دولت سره د نړیوالو مرستې لږې شوي له بلې خوا د نوي حکومت د کابینې نه تشکیل هغه ستونزه ده چې د ملک د راتلونکي په اړه یې خلک ډیر بې باوره کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *