خبریال: میرویس جلالزی – راپورونه وايي چې په شمالي کندوز ولایت کې او په یو شمېر نورو شمالي ولایتونو کې وسله والو طالبانو فعالیتونه زیات کړي دي.
د همدې اوونۍ په سر کې له کندزه ویل شوي ول چې د حکومت پلوه قواوو او وسله والو مخالفانو تر منځ په نښتو کې نږدې ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.
د کندوز امام صاحب او ارچي هغه ولسوالۍ دي چې وسله وال طالبان پکې زیات فعال دي.
په لومړي ځل چې کله طالبانو په شمال کې خپل قوت پراخ کړی وو هغه ۲۰۰۹ کال و کله چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر زیات کړ او دا د هغه پلان له مخې چې ګوندي طالبان به د ښارونو له نږدې سیمو په شا وتمبوي.
د کورنیو چارو وزارت ځای ناستی وزیر ایوب سالنګی هم همدا اوس په کندز کې دی او ویلي یي دي چې په هره ممکنه بیه به دغلته بلواګر او نور وسله وال مخالفین ځپي.
سالنګي په کندوز کې جګړه مارو ډلو ته خبرداری ورکړ چې دا ځل به یې د نابودۍ تر پولي پوري په کراره پرینږدي.
د دغه خوڅښتونو روښانه بیلګې په کندز کې لیدل کیږي.
ویل کیږي چې طالبان اوس په داسي سیمو په کندز کې واکمن شوي چې هلته پخوا کله هم طالبان نه وو حاکم او په دې سیمو کې ښونځي لا هم فعال دي او هغوي د خیریه ادارو کارکونکو ته د کار اجازه هم ورکړي ده.
همدا اوس اوس د امام صاحب په ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده او پوځیان هڅه کوي طالبان وځپي.
د یکشنبې تر ورځې پوري په دغه جګړه کې د پولیس، ملي اردو او وسله والو طالبانو د نږدې ۱۵۰ تنو مرګ ژوبله تایید شوې وه.
د کندز چهاردره، ارچې او امام صاحب هغه ولسوالۍ دي چې ویل کیږي په نسبي ډول زیاتې نارامه دي.
د سیمي یو سوداګر حاجي امان وایي طالبان هر وخت چې وغواړي د دغو ولسوالیو مرکزونه نیولای شي خو هغوی اوس داسي پلان نه لري او علاقه هم نه لري چې د ولسوالۍ مرکز ونیسي.
ناتاید شوي راپورونه کاږي چې کندوز ته د طالبانو د ټاکل شوي والي له راتګ سره یو ځل بیا دا سیمه ناامنه شوې ده.
دغه کس ملا عبدالسلام نومیږي چې په ۲۰۱۰ کال کې په پاکستان کې پاکستانیو ادارو ونیوه خو په ۲۰۱۳ کال کې د هغوی او د افغانستان د سولې شورا ترمنځ د خبرو اترو وروسته آزاد کړای شو.
ویل کیږي چې د دغه کس له راتګ سره سږ کال طالبان بیا منسجم شوي، تکتیکونه یي نوي شوي او بریدونه یي ځواکمن شوی دي.
د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۶۰ طالبان وژل شوي