افغانان د خپل مات اقتصاد د رغولو لپاره خپله یواځنۍ هیله طبیعي سرچينې په ګوته کوي، خو له همدې منابعو ګټې پورته کولو ورته لوی سر خوږی جوړ کړی او ان په دې لا نه پوهېږي، چې د دغو سرچينو را سپړل به يې په ګټه وي که په زيان.

کان کېندنه په افغانستان کې له نویو تجربو ګڼل کېږي، ځکه نو دا نوی کار بې له ستونزو نه دی. وروستیو دریو مهمو او لویو ورکړل شویو قراردادونو ښوولې، چې د افغانستان روان وضعیت د دې جوګه نه دی، چې کانونه یې وکېندل شي او یا هم داوطلبۍ ته وړاندې شي.

د زورواکو او مافیایي کړیو موجوديت، زوړ او کمزوری سیسټم، په قراردادونو کې د شفافیت نه موجودیت، خپلسرې کېندنې او یو شمېر نورې ستونزې دې ته لاره هواره وي، چې له مخې یې د کان کېندنې او خرڅونې په اړه اندېښنې راپورته او جدي شي.

حاجيګک، مس عینک او امو دریا درې لوی هغه قراردادونه دي، چې دوه یې له شريکو شرکتونو ته ورکړل شوي او د یوه پر سر یې خبرې په وروستي پړاو کې دي، خو له هغو دوو چې قرارداد یې لاسلیک شوی، د یوه چارې په ټپه ولاړې دي او د بل کار یې په هغه ډول پر مخ نه ځي، کوم ډول چې په قرارداد کې یادونه شوې ده.

د مس عینک کان قرارداد چې په ۱۳۸۷ لمریز کال لاسلیک شو، د کېندنې چارې یې عملاً باید د ۱۳۹۱لمریز کال په اوږدو کې پیل شوی وای، خو له یادې نېټې دوه کاله نور تېر شول، مګر لا هم د دې کان د استخراج چارې نه دي پیل شوي. که څه هم ویل کیږي، چې اوس په سیمه کې د تاریخي اثارو موجوديت د کان د استخراج چارې ټکنۍ کړي، خو د هېواد د تاریخي اثارو د پېژندنې ریاست په خبره، که چیرې د کانونو وزارت خپل تدارکاتي سیسټم قوي کړی وای، دې چارې به یو کال وړاندې پای موندلی و. همدارنګه د مس عینک کان په سیمه کې په هغو ځایونو کې چې شک کیږي، لرغوني اثارو به پوښلې وي، چینایې کمپنۍ یو شمېر بلاکونه جوړ کړي، چې اندېښنې یې زیږولي او وېره یې پیدا کړې چې له دې لارې د هېواد تاریخي اثار د چور تالان له برخلیک سره مخ نشي.

امو دریا هم په همدې ډول د یوه نامعلوم برخليک خواته درومي. که څه هم په دې قرارداد کې د فساد موجوديت له کلونو وړاندې خبره ده، خو اوس وېره او اندېښنه دا ده، چې د دې قرارداد له مخې د يادې حوزې ورکړل شوي نفت نه استخراجیږي او نه هم کمپنۍ هغه وعدو ته ژمنه پاتې شوې، چې په قرارداد کې یې یادونه شوې ده. د لاسلیک شوي قرارداد له مخې باید یادې کمپنۍ له یوه کال تېرېدو وروسته په هېواد کې د نفتي توکو تصفیې لپاره سیسټم برابر کړی وای، خو د نږدې دوه نیم کالو په تېرېدو نه په سیمه کې د نفتي توکو د تصفیې کوم وسایل لیدل کیږي او نه هم خلکو ته په هغه ډول د کار روزګار زمینه برابره شوې، چې باید خلک یې بوخت ساتلی وای.

له دې پرته د نفتو استخراج په چارو کې نه شفافیت او نه هم د حساب ورکونې کوم سیستم شته، څو روښانه شي، چې له هرې څاه څومره نفت استخراجیږي او له برکته یې خپله هېواد ته څومره ګټه رسیږي. د نفتو د څاه ګانو له کېندلو شاوخوا درې کاله تیریږي، خو له دې لارې افغان حکومت ته یواځې درې میليونه ډالر ورکړل شوي دي، مګر نه دا روښانه ده، چې تر کومې مځکې پورې کار محدود دی او نه هم دا روښانه ده، چې د مالیې، خالصو عوایدو او نورو له لارې افغانستان ټولې څومره پیسې لاسته راوړي دي.

لنډه دا چې اوسني وضعیت دې ته لاره هواره کړې ده، چې د کان کېندلو په برخه کې افغانان له ګټې تاوان ډېر وکړي او هغه ډول څه لاسته را نه وړي، چې باید تر لاسه یې کړي.

حکومت ته پکار ده، چې د ورکړل شویو قراردادونو له مخې یو ځل بیا په دې کار له سره غور وکړي او همدارنګه دې له هغو قراردادونو په ډېر دقت او احتیاط سره څارنه وکړي، چې د استخراج چارې یې پیل شوې دي. کمپنیو ته دې لومړی سور خط وايستل شي، چې په قراردادونو کې ذکر شوي ټول اصول پرځای او له هغې وروسته خپل کارونه پر مخ یوسي. که چېرې داسې ونشول، خدای مه کړه افغانان به د خپل اقتصادي پرمختګ لپاره خپله دا وروستۍ هیله هم له لاسه ورکړي او له هغې وروسته نو خیر تو و خیر من !

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *