دخوست ولايت د ګډې همغږۍ په نظامي مرکز کې د جوړې شوې امنيتي غونډې پرمهال داسې اغېزمنه طرحه جوړه شوه، چې په پلي کېدو به يې ډېر ژر دخوست په مرکز او ولسواليو کې د ماين چاودنو او نورو ترورېستي پېښو مخه ونيول شي.
دغه غونډه چې دخوست د سرپر ست والي عبدالجبارنعيمي ترمشرۍ لاندې جوړه شوي وه، په کې د افغان ملي پوځ د لومړئ پلي لوا قوماندان بريدجنرال محمدناصرهدايت،د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز مرستيال جنرال غازي ميرځدراڼ،د ملي امنيت ريس جنرال محمدحسن شهيدزوى، د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمديعقوب او د سرحدي پوليسو د کمېسار سمونمل تاج علي ګډون درلود.
په سر کې د ګډې همغږۍ د نظامي مرکز مرستيال بريدجنرال غازي ميرځدراڼ د تېرې اونۍ په لړ کې د نظامي ځواکونو لخوا په ترسره شويو فعاليتونو او کړنو اونيز راپور وړاندې کړ.
په راپور کې وويل شول، چې په تېره اونۍ کې امنيتي ځواکونو اته تنه د وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور نيولي، همداشان پنځه ميله کلاشينکوفونه او څلورميله توفنګچې چې يو ميل کې بې غږه توفنګچه هم موجوده وه، د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .همدارانګه دېرش ماينونه چې د ترورېستي ګروپونو لخوا د چاودنې په موخه عيار شوي وو، کشف او له منځه وړل شوي دي.
وروسته د غونډې برخوالو د خوست ولايت د مرکز او ولسواليو په کچه امنيتي حالت وارزوه.دوى په خپلو خبرو کې وويل چې په خوست کې د سولې ، ثبآت او ترقۍ دښمن د پام وړ زيان ليدلى او ددې توان يې په بشپړډول د لاسه ورکړى، چې د امنيتي ځواکونو سره مخامخ نښته وکړي ، چې په همدې خاطر ترورېستي ګروپونو او ورسره ځينو مافيايي کړيو د عامه نظم د ګډوډېدو او د خوست د بدنامۍ پخاطرپه ځينو سيمو کې ماين چاودنې کوي، خو دوى په وينا چې افغان ملي ځواکونه په ټول قوت تيار دي، چې د افغان ولس د مکار دښمن ټول کرغېړن پلانونه ناکامه کړي او هېڅ وخت به ددې اجازه ورنه کړي، چې دخوست د پرمختګ مخه ونيسي.
دخوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د امنيتي ځواکونو تلاشونه،سرښندنې او اوچت مرال وستايه او ويې ويل نوموړى پدې وياړي، چې افغان ملي امنيتي ځواکونه اوس په بشپړ ډول ددې جوګه شوي، چې د خپلې خاورې پخپله ساتنه وکړي .
د نوموړي په وينا امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونه چې د ولس په زړونو کې خاص ځاى لري، مکلف دي، چې ورسپارل شوې چارې دهرډول توپيري چلند پرته د وطندوستۍ په روحيې سره سرته ورسوي او پدغه لاره کې د هېچا ترسياسي، قومي،ژبني او سمتي فشار لاندې رانشي.
نعيمي په ټولو دولتي او غيردولتي کسانو غږ وکړ، چې دخپلو سرتېرو او افسرانو درناوى وکړ ي، هرچېرې چې دغه ځواکونه د تلاشۍ او چيک پاينټ پخاطر راوتلي وي،بايد په ورين تندي سره د تلاشۍ اجازه ورکړي .ده د ټولو ځواکونو له مسوولينو غوښتنه وکړه، چې که چېرې په لارو کې د امنيتي ځواکونو تلاشيو ته څوک ونه درېدل او يا يې ورسره ناسم چلند کاوه، ځواکونه صلاحيت لري، چې قانوني چلند ورسره ترسره کړي .دده په خبره امنيتي سرتېري شپه او ورځ تلاش کوي، چې دخپل ولس لپاره ډاډمن امنيت راولي، په همدې خاطر عام خلک او همداشان د دولت په هرارګان پورې تړلي کسان دې د تلاشيو پرمهال د امنيتي ځواکونو له کارکوونکو سره د مزاحمت پرځاى لازمه مرسته وکړي.
د خوست سرپرست والي عبدالجبارنعيمي د امنيتي ، کشفي او دفاعي ځواکونو له مسوولينو هم وغوښتل، چې د هرډول ترورېستي او جنايي پېښو د مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي، د قانون تطبيق ته جدي توجه وکړي او چاته ددې موقع ورنه کړي، چې په ماين چاودنو،ترور، ځانمرګو بريدونو او قومي جنجالونو سره د خوست حالت خراب کړي.
د غونډې په وروستۍ برخه کې د حالاتو د لا سمون په خاطر ځينې مهمې پرېکړې ترسره شوې .د پرېکړو په يوه برخه کې راغلي، چې په خوست کې د قومونو ترمنځ د غرونو او عامه شتمنيو پرسر راپورته شوې پخوانۍ شخړې د ولايتي ادارې په زياتو هلو ځلو سره په بشپړ ډول هوارې شوې دي، خو يو شمېر لاسونه شته، چې د خوست د عامه نظم د ګډوډولو، د امنيتي حالت د خرابولو او د قومونو ترمنځ د نفاق د رامنځته کولو په نيت د قومونو ترمنځ پخوانيو شخړو ته لمن وهي.
په پرېکړه کې ګواښ وشو، چې ولايتي ادارې ته د قومونو ترمنځ وسله والې شخړې د زغملو و ړنه دي ، هغه خلک چې وسلې لري او شخړو ته لمن وهي، امنيتي، کشفي او دفاعي ځواکونه مسووليت لري، چې ژر ترژره يې وسلې راټولې او جنګ کوونکي د سختې قانوني سزا په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.
همداراز پرېکړه وشوه، هرڅوک چې په هرمقام کې کار کوي، بايد د موټرو شيشې ژر ترژره سپينې کړي او هېڅ وخت دې ته زړه ښه نه کړي، چې په ځان پسې غيرمسوول وسله وال وګرځوي، کنه نو امنيتي ځواکونه مسووليت لري، چې د نافذا قوانينو په رڼا کې ورسره جدي قانوني چلند وکړي .
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
٥-١١-١٣٩٣ يکشنبه